افغانستان

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی آسیا: حزب اسلامي متحد افغانستان نن د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکتر زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ.
د قاضي امين وقاد په مشرۍ د حزب اسلامي شورا نن چهار شنبه په کابل کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې دغه اعلان وکړ.

د دغې شورا يو جګپوړي غړي وحيدالله سباوون و ويل چې، له دې وروسته دوی د زلمي رسول ملاتړي دي او د ده د بريا لپاره به کار کوي.
د حزب اسلامي متحد افغانستان ډېری غړي هغه دي چې له انجينر ګلبدين حکمتياره جلا شوي دي.
قاضي محمد امين وقاد و ویل چې دوی نور د اداري فساد، تروريزم او مخدره موادو له پلويانوملاتړ نه کوي.
د يادونې وړ ده چې، د جمعه خان همدرد او وحيد سباوون په مشرۍ يو شمېر دولتي چارواکو چې د حزب اسلامي غړيو، څو ورځې مخکې د يوې سترې غونډې په ترڅ اعلان وکړ چې، دوی به هيڅکله د عبدالله عبدالله ملاتړ ونکړي.
ويل کيږي چې، دغه ډله حزب اسلامي کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد، قاضي امين وقاد، د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ، وحيدالله سباوون او يو شمېر نور مهم دولتي چارواکي شامل دي.
د حزب اسلامي يو شمېر غړي د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د عبدالله سره په ايتلاف کې د انجينر خان محمد ملاتړي دي.
بله ډله د انجينر ګلبدين په مشرۍ د ولسمشرۍ کانديد قطب الدين هلال ملاتړ اعلان کړی او دا دی درېيمې ډلې د ډاکتر زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x