په بدر کې د جګړې ډګر

د رسول الله په قومنده کې “د بدر غزا“

لیکوال: قطب الدین مشال

کله چې رسول الله اومسلمانان د مکې د کفارو له زيات ظلمونو څخه تنګ شول او مدينې ته يې هجرت وکړ، هلته اسلام ډیر په چټکتیا سره خپریده او له مدینې څخه په لرو پرتو سیمو کې هم د الله په فضل د اسلام وړانګې په ځلیده شوې متأصفانه دمکې ظالمو کفارو د اسلام دا څرګند پرمختګ نشواى زغملى نو يې په مدينه ميشتو مسلمانو د بريد اراده وکړه.

کله چې مدينې ته د کفارو د راتګ غږ شو، حضرت محمد (ص) له مسلمانانو مشوره وغوښته: که څه هم مسلمانان د کفارو په مقابل په شمېر څو کرته کم وو او جنګي وسايل يې لږ وو خو بيا يې هم رسول الله ته په اسلام د ځان د قربانيدو ډاډ ورکړ او ويويل چې ستا له مخ او شا، ښي او چپ اړخه به له کفارو سره به ښه په ميړانه وجنګيږو او که ته مونږ ته سيند ته د لويدو امر وکړې، وبه لويږو او ځانونه به کې ډوب کړو.

د هجرت په دوهم کال د روژې مبارکې په اولسم چې له ديارلسم مارچ 624 عيسوي سره سمون خوري د مدينې منورې د بدر په سيمه کې يوې خوا ته د مغرور کفارو نه نيم سوه (950) کسيزه ډله چې زياته برخه ځوانان يې له سره تر پښو په اوسپنيزو جامو کې پټ دي، سل آسان او يو نيم سل اوښان هم لري؛ بلې خوا ته د مظلومو مسلمانانو اويا کسيزه ډله يوازي دوه آسان او اويا اوښان لري.

د مسلملنانو په خوا کې د اوبو کمښت او د آسونو لپاره ريګنه سيمه يوه بله لويه ستونزه ده خو د کفارو خاورينه خوا بيا د آسانو لپاره ډيره ګټوره ده.

يوې خوا ته زرکسيزه ډله چې پريمانه جنګي وسايل لري، په مستۍ او عياشۍ بوخت دي، غرور يې له آسمان سره خبرې کوي؛ بلې خوا ته اصحاب کرام خداى ته په عجز د بريا دعاوي کوي.

رسول الله خداى ته زارۍ کوي، ” دا په خپلو سامانو مغروره قريش راغلي دي ترڅو ستا رسول دروغژن ثابت کړي، يا الله ته، ستا هغه کومک راوليږه چې هغه وعده دې راسره کړې وه………”

د دې په ځواب کې الله تعالى د فتحې زيرى ورکوي او په فرشتو سره يې کومک کوي. (د دې په اړه تفصيل په سورة الانفال کې شته)

الله تعالى په باران کولو سره د مسلمانانو ريګنه خوا ټينګه او مضبوطه کړه چې د آسونو لپاره ګټوره شوه او د کفارو خاورينه خوا يې په خټو بدله کړه چې د کفارو د آسونو لپاره يې لويه ستونزه جوړه کړه.

د جنګ پيل:

په اوسپنيزو جامو پټ د کفارو مست مغرور فوځونه د جنګ ميدان ته داخل شول، هممهاله اوسپنيز عزم لرونکي سرښندونکي مجاهدين چې په رګو کې يې د وينو له څاڅکو جوړ سمند مستې طوفاني څپې وهلې او محض شهادت يې د ځان و جنت تر منځ واټن ګاڼه هم د جنګ ډګر ته شول.

د عربو د دستور له مخې لومړۍ انفرادي مقابلې وشوې:

د لومړۍ مقابلې لپاره د کفارو لخوا د عمر بن الحضرمي ورور عامر ټټر وواهه، د مقابلې لپاره يې د مسلمانانو لخوا د حضرت عمر (رض) يو غلام حاضر شو او د سترګو په رپ کې يې د وحشي کافر خاتمه وکړه.

د دوهمې مقابلې لپاره د کفارو درى ځوانان (شيبه، وليد او عتبه) رامخته شول او مقابلې ته يې درى انصار اصحاب کرام ور وړاندې شول؛

کفارو له کِبره په ډک آواز په رسول الله مبارک غږ وکړ: مونږ د عربو له شپونکو سره نه جنګيږو، مونږ ته خپل سيالان قريشيان راوليږه. د حضرت محمد (ص) په اشاره حضرت حمزه، حضرت علي او حضرت عبيده رامخته شول.

په يوڅو لمحو کې حضرت حمزه په خپلو سختو ګوزارو سره شيبه جهنم ته ورساوه او د علي په تيزو تندريزو بريدو وليد هم ووژل شو، همدا مهال په ناڅاپي ډول د بدر فضاء د تکبير ملکوتو چيغو ونيوله په همدا دوران کې حضرت عبيده او عتبه د يوه او بل په سختو وارو زخميان شول او ولويدل؛ د جنګ په ډګر کې ولاړ په جهادي مينه مست زړور مجاهد حضرت علي په خپل يوه غصه ناک وار سره د عتبه روح له تن څخه په جلا کولو د مرګ په لار دوزخ ته وليږه او حضرت عبيده (رض) يې د خپل لښکر په خوا راوړ.

کله چې کفارو د مجاهدينو په لاسو د خپلو نومياليو تکړه ځوانانو وژل وليدل نو يې په مسلمانانو تهاجمي بريد وکړ ترڅو د خپل اکثريت له وجې د اسلام لښکر مات کړي. په همدې وخت کې رسول الله يو موټى له شګو ډک کړ او د کفارو د لښکر په خوا يې وشړلې، د لوى الله په ځانګړي نصرت يو هم داسي کافر پاته نشو چې په سترګو يا پوزه کې دې دا شګې نه وي لويدلې په همدې سره په کفارو کې د بې نظمۍ او بې اتفاقۍ باد راولوت، ځواک او ارادې يې کمزوري شوې خو بيا هم يوه مرګوني مقابله شروع شوه:

د تورو په دې پړقها او خونړۍ مرګوني جګړه کې د خداى په دين عاشقو دوه وړو کم عمره انصارو مجاهدينو (معاذ بن عمر بن جموع او معاذ بن عفراء) د حضرت محمد (ص) و سخت د ښمن آس سپور ابوجهل ته ډير په جذبه ور وځغاستل، يوه په توره د ابوجهل آس او بل د ابوجهل پښه ووهله، آس او ابوجهل دواړه ولويدل، د ابو جهل زوى عکرمه په معاذ بن عمر وار وکړ او د معاذ بن عمر مبارک لاس ناکاره شو او هسي پسي ځوړند و خو دې غيرتي تنکي زلمي خپل زخمي لاس له پښې په لاندي کولو سره له خپل تن څخه غوڅ کړ او په يوه لاس يې خپل ښکاري بريدونه ګړندي روان وساتل.

په همدې وخت کې د اسلام تريالي مجاهد عبدالله بن مسعود د کفري لښکر سپه سالار ابوجهل سر له تن څخه غوڅ کړ او کفار نور هم وارخطاء او رعب لاندي شول.

د بدر په دې خونړۍ جګړه کې د ابوجهل او څوتنو نورور سردارانو په ګډون اويا (70) کفار ووژل شول او اويا (70) نور ژوندي ونيول شول، يوازي د حضرت علي کرم الله په لاسو شپږديرش (36) کفار ووژل شول همداراز پنځلس (15) بختور مسلمانان هم د شهادت جام په نوش کولو سره ابدي ژوندي شول.

اسيران جنګ:

ژوندي نيول شوي کفار دفديې په ادا کولو سره ازاد شول او هغه لوستي غريب کفار چې فديه يې نشواى ادا کولاى، هغوى لسو مسلمانانو ته د خط ورزده کولو په عوض پريښودل شوه.

د بنديانو سره د ښه سلوک له وجې ډيرى بنديان مسلمانان شول چې په هغوى کې عباس بن عبدالمطلب او عقيل بن ابوطالب هم شامل وو.

“غزوه بدر” نړۍ ته دا ورښيې چې مسلمانان که څه هم په شمېر و ځواک کې کم وي بيا هم له ځان څخه په څو کرته زيات زر او زور لرونکو ته له شرم او عبرت ډکه ماته ورکولى شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.