افغانستان

افغان ځوانان د بي بي سي په خلاف را پارېدلي دي

نن ټکی آسیا: د بي بي سي د هغه راپور په غبرګون کې چې د تیرې مبارکې جمعې په ورځ (۲۰۱۴-۰۲-۲۸) یې خپور کړی او د کندز یوې دیني مدرسې ته په اشارې سره یې د هېواد د دیني مدرسو پر نصاب او کړنلارو ټينګې نیوکې کړې، په ټولنیزو شبکو کې یو شمېر افغان ځوانان سخت پارولي دي.

نن په فېسبوک کې د اعتراض په دود د ډېری افغانانو ، په تېره د افغان اسلامپالو ځوانانو د پروفایل انځور په ځای کې په غټو تورو د بي بي سي پر لیکل شوي نوم سربېره په سره رنګ د کښل شوې چیلپا انځور لګول شوی.

د دې انځورونو ترڅنګ خورا زیاتو افغان فیسبوکي فعالانو د بي بي سي د یاد راپور په ځواب کې ځينې نرمې او تندې لیکنې او تبصرې هم کړې دي.

په همدې ترڅ کې ځینو کسانو ویلي، چې په همدې تړاو د بي بي سي پښتو د فیسبوک پاڼې د تبصرو په ځای کې د دوی یو شمېر انتقادي تبصرې ړنګې شوې هم دي، چي د بي بي سي له خوا پر ځان د انتقاد نه زغمل په ګوته کوي.

په دې لړ کې د نن ټکي آسیا ویب پاڼې همکار د سپېڅلو اسلامي او افغاني ارزښتونو په ننګه د ځينو را پاریدلیو مبصرینو او قهرجنو افغان ځوانانو لیکنې او تبصرې را ټولې کړې او له تاسو سره یې دلته شریکوي .

Wahaj Afghan:

عجيبه قضاوت او عجيبه تناقض!!!، هم يې کافر بولو، هم يې د دين، وطن او ولس دښمنان بولو، هم يې زوړ او نوی استعمارګر بولو، خو بيا يې په ميډيا کې کار کوو، ميډيا يې اورو او ګورو، په دې هر څه سربېره پرې باور هم کوو…
دومره تناقض؟

ځوان ژورنالیست Fida Jan   لاندې ورته لیکلي: نه یوازي پرې باور کوو، بلکی چي څوک کار په کښي کي کوي، هغه د خپل ولس لویه سرمایه بولو، پر هغوی باندی لږ تنقید هم نه سو زغملی، هغه د علم او ادب سرچیني بولو، هغوی د خپل ملت یوازیني رښیتني خواخوږي بولو، هغوی چی څه وايي او څرنګه قضاوت کوی، هغه اخیره خبره بولو..

Abdul Hanan Himat
دیني مدارس زموږ اسلامې ار زښتونه دي دبي بي سي رادیو له اسلامي فرهنګ سره له کرکي ډکه خپرونه او په دې اړه دهغوی راتلونکي عزایم په کلکه غندو ،او دا ډول اسلام ضد کړني له خپل اسلامي کلتور او دژورنالیزم له اصولو څخه ښکاره سرغړونه بولو، هیله ده په دې اړه ټول ملګري خپل غبرګون وښیې .

Inayat Ullah Kakar

سيکوالران بيخي په پچه ولاړ دي او کشمير ويني….!

دوي ګومان کوي چې په افغانستان کې به د څوارلسو سوو کلونو ژورې ديني ريښې د استعمار په څوارلسو کلونو کې وباسي…. د کمونستانو خوارانو انجام ته نه ګوري….!

افغانستان د اسلام وو، د اسلام دی، د اسلام به وي….!

اسلام د افغانانو وو، د افغانانو دی، د افغانانو به وي…….!

لیکوال او خبریال داد محمد ناوک بیا د دغه راپور د چمتو کوونکي خبریال له انځور سره لیکي : د اسلامي بنسټ (مدرسې) دغه ### دښمن پر دې هم نه پوهېږي، چې مدرسه د اسلام اساس دی او چې ځوانان يې د فروعاتو د توږلو توان نه لري د اساساتو لپاره به څنګه خپلې غوښې نه شیندي؟؟؟

دې ### ممکن داسې انګېرلې وي، چې نور نو دا زموږ دوولس کلنو تبلیغاتو افغانان له خپلو مقدساتو بې غمه کړي دي، ځکه يې په دومره سپین سترګۍ دومره منحوس ګام واخیست، راځئ وروڼو د خپلو تبلیغاتو زور ورښایاست، چې هم مو یوڅه دیني وجیبه پوره کړې وي او هم مو دې ### او د دوی منحوسې ادارې ته ثابته کړې وي، چې موږ لاهم ژوندي يو، موږ لاهم درک لرو، موږ لاهم خپل ارزښتونه پېژنو، موږ لاهم خپل څوارلس سوه کلن میراث ساتلی شو، موږ لاهم د ### په وړاندې خپلې سینې سپر کولای شو او موږ لاهم د خپل غوښو په بدله دخپلو مقدساتو د توهین غچ اخېستلی شو، موږ لاهم ژوندي یو او د دې لپاره ژوندي یو چې خپل ژوند د خپل ارزښتونو قرباني کړو!

Qari Saeed Zurmati

بیا پوښتنه مطرح کړې : آیا بي بي سي یوه رسنۍ ده او که د بریتانیې کوم جنګي بنسټ ؟

ددې پوښتنې ځواب ددوهم نړیوال جنګ په مهال دهټلر دتبلیغاتو له وزیر ګویبلز څخه واورئ .

( موږ ته دمتحدینو پوځ دومره تلفات ونه رسول لکه بي بي سي چې په خپلو تبلیغاتو څومره زیان راورساوو )

ښه شوه چې درواني او فکري جنګ دا کمین ګاه افشاء شوه.

Shafiq Rayan
دغه مدرسي د اسلامي دین مرکزونه دي!
مخالفت به یي هغه څوک کوي چي د اسلام دین نه مني کافران وي ، یا هم هغه کسان چي د اسلام له دین څخه اوښتي وي او مرتد شوي وي .

فضلی عفت:
دیني مدارس زموږ اسلامې ار زښتونه دي دبي بي سي رادیو له اسلامي فرهنګ سره له کرکي ډکه خپرونه او په دې اړه دهغوی راتلونکي عزایم په کلکه غندو ،او دا ډول اسلام ضد کړني له خپل اسلامي کلتور او دژورنالیزم له اصولو څخه ښکاره سرغړونه بولو.

Habib Qasimi
ملیار صادق داسی یوه لیکنه کړی ګوندي افغانستان داسرائیلو یو هیواد دی، خو دی تر اوسه پر دی نه پوهیږی چه افغانستان یو مسلمان هیواد دی او په میلیون هاوو شهیدان یي صرف دهمدی غزت پخاطر وکړی.

ډیر کذاب کوښښونه یی کړی ترسو د یوی اسلامي مدرسی دروازی ور وتړی.

ښاغلي Nadeem Tokhi بیا ویلي:

دکندوز ولایت دسترديني اوعلمي مرکز اشرف المدارس اړوند دبي بي سي دجانبداري اداري بکواس او بیهوده راپور په کلکو ټکو دغندلو وړ دي .
دبي بي سي ### او ### کارکونکي هیڅ حق نلري چي زموږ داسلامي ادارو اومراکزو په وړاندي د دارنګه ګستاخۍ ارتکاب وکړي .
دسیکسي اونائټ کلبونو پيداوار مجهول پدره او دین بیزاره نسل غواړي چي په دارنګه راپورونه سره عیسوي کشيشانو اویهودي بادارنو ته خپله غلامي اوچاپلوسي پخه کړي .
مادر پدر آزاد سګ شويان دي خبر وي . چي داسلام دغو سترو کلاووته تاسي په خپلو خیرنو فکرونو اوبویونو خولو هيڅ زیان نشي اړولای، دعظمت او عزت دغه منارونه په لکونو سربکف ساتونکي لري . چې دفاع اوساتني ته یي سرپه لاس اوژوند په داو ګرزوي .

Hamed Afghan

زموږ ډیری خلک چې b.b.c یادوي وایې: یاره بیبیسي شیطانه….زه وایم همدايې ښه لقب ده اوبس یې ده.

—-

مشفق حریتمل:

BBC

B برطانيه
B بده
C کافره

مونږ په کندز کې ددينې مدرسې “اشرف المدارس ” پرخلاف دبي بي سي راډیو تبليغات په کلکه غندو تاريخ ښودلې ده چاچې دمدرسو او جومات دښمني وکړه هغوی خدای(ج) تباه کړي دي.

——

Nooragha Safi

ده غرب هغووړوندومقلدینوته زمونږزیاته غصه نه راځي چې په اسلامي هیوادوکې استوګن دې کیدای شي هغوی غربي ګنده ماحول اوحیواني ژوندڅخه ناخبره وي یواځې یې دغرب پرمختګ دسترګودیداخیستی وي.
غصه موهغه بې ضمیره اوبې وجدانه ډالرخوروغرب پالوته راځي چې خپله غربي هیوادوکې اوسي اویایې له نزدې څخه لیدلې وي.
دغه ده ډالرو ### چې ڼن زمونږپه اسلامي پاکه اوبا حیا ټولنه نیوکې کوي ده څو ډالروپه بدل کې داسې څه لیکي اوخپلوویب سایټوکې یې نشروي چې هیڅ مسلمان ته دمنلواوزغملووړندي.
دوی چې ڼن په مدرسوپسې راخیستې زه ورته حیران یم چې ولې ده کلیسیاهغه ګندګې نه لیکئ چې پنځه کلن ماشومان ورڅخه هم ندي په امن ده خپل هوس ښکاریې ګرځولي.
امکان لري تاسوخپلوښځواوخویندوته داخوښ لرئ چې پردونارینه ووسره ستاسوپه مخ کې غاړه په غاړه یې مګرتاسوچې په کومه ژبه اوکوموخلکوته خپل زهرجن نشریات وړاندې کوئ یادلری چې داملت ټول ستاسوپه څیربې غیرته ندی دوی ده خپل ناموس خوندې ساتلولپاره هدیرې په شهیدانواوکورونه په کونډویتیمانوډک کړي.

——-

اسامه وزيروال:

د بي بي سي له آدرسه په اسلامي کلتور نیوکو، د بي بي سي والو په حقله زمونږ دریځ ته غښتلتیا وبخښله.
د کلیسا او د صلیب تر سیوري لاندي هیڅ کومه اداره او ټولنه د اسلام او مسلمانانو لپاره نیک نظر نشي درلودای، د زړه خبري په خوله نشي کولای او د خولي خبري یي ټولي په منافقت ولاړي وي.
بي بي سي، آزادي، آشنا، او طلوع زمونږ د دین دښمنه اداري دي او افغاني کلتور، او معتقداتو ته د زیان رسولو لپاره په کار اچول شوي دي.!!!

——-

دغه ځوانان چي خپل د فیس بوک د پروفایل انځورونه یې بدل کړي، نور همفکره ځوانان هم هڅوي چي خپل انځورونه بدل کړي، او په دې توګه بي بي سي او تر نړیوالو  خپل احتجاج ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x