آسانه نېکيانې (يولسمه برخه)

ليکوال : دکتور کفايت الله (وردګ)

د جنت په حورو کې اختيار

الله جل جلاله په جنت کې د مسلمانانو لپاره يو مخلوق پيدا کړى دى چې حورې ورته ويل کيږي هغه به په جنت کې د مسلمانانو جوړې وي او هغه به ټولې ډېرې ښائسته وي خو داسې نېک بخت خلک هم شته چې الله جل جلاله ورته د قيامت په ورځ اختيار ورکوي چې حورو کې يې کومه خوښه وي له هغې سره د واده وکوي لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

مَن كَتَمَ غَيظاً ، وَهوَ قَادرٌ عَلى أَن يُنْفِذَهُ ، دَعَاهُ الله عَلى رؤوس الخَلائق ، حَتى يُخَيِّرَه منَ الحور العين ، يزوجَه منهَا مَا شَاءَ. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : چا چې خپله غصه برداشت کړه او هغه پدې قادر وو چې عملي يې کړي (چاته چې غصه وو د هغه نه د انتقام په اخيستلو يې وس وو) د قيامت په ورځ به يې الله جل جلاله د خلکو په وړاندې را وغواړي تردې چې اختيار ورکړي په حور عين کې چې کومه يې خوښه وي ورته واده به يې کړي .

د جنت ضمانت

په د نيا کې هر مسلمان ددې اميد لري او دا غواړي چې الله جل جلاله يې جنت ته ننباسي د همدې لپاره خو مسلمانانان په ځانونو باندې تکليفونه تېروي او د همدې لپاره زحمتونه ګالي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي دي چې زه د جنت ضمانت کوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم چې چاته د کوم شي ضمانت وکوي هغه به خامخا ورکول کيږي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

مَنْ يَتَكفَّلْ لِي أنُ لَا يَسْأَلَ النَاسَ شَيْئاً ، أتَكفَّلْ لَه بِالْجَنَةِ. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : څوک چې ماته ددې ضمانت راکوي چې دى به له خلکو نه څه شى نه غواړي (يعني چې کوم شى يې په کار وي که په کور کې يې وي نو کار د ورڅخه واخلي او که نه وي نو صبر د وکوي له خلکو د سوال نه کوي) زه ورته د جنت ضمانت ورکوم .

د جنت کوټې

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

إنَ في الجَنَّة غُرفاً يُرَى ظَاهرُهَا منْ بَاطنِهَا ، وَبَاطنُهَا من ظاهرِهَا، أعدَّهَا الله تَعَالَى لمَن أطعَمَ الطَّعَامَ ، وَألَانَ الكَلامَ ، وَتَابَعَ الصِّيَامَ ، وَصَلَى باللَيلِ ، وَالنَاسُ نيَام. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : بېشکه په جنت کې کوټې دي چې بيرون يې له د ننه څخه او د ننه يې له بيرون څخه ښکاره کيږي الله جل جلاله هغه کسانو ته تيارې کړې دي چې خوراک ورکوي (خيراتونه کوي) ، نرمې خبرې کوي ، روژې نيسي ، دشپې مونځ کوي چې خلک ويده وي .

د مغفرت اسباب

په دنيا کې هرڅوک غواړي چې مغفرت يې نصيب شي ، هرڅوک دا غواړي چې د هغه ګناهونه ورته وبښل شي لکن د ګناه د بښل کېدلو لپاره څه اسباب وي لاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم يو حديث درسره شريکوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې د مغفرت دوه لوى او مهم سببونه ښکاره کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

إنَّ موجبات المغفرةِ بذلَ السَّلامِ ، وحسُنَ الكلامِ . صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : بېشکه اسباب د مغفرت سلام خپرول (هر چا ته اچول) دي او ښې خبرې کول دي .

د قيامت په ورځ خوشحالي

د قيامت په ورځ به هرڅوک پرېشان وي هرڅوک به په تېر شوي ژوند پښېمان وي هغه کسان چې نېک عملونه يې نه وي کړي هغوى به ارمان کوي چې واى ولې مونږ نېک اعمال نه کول او هغه کسان چې نېک عملونه يې کړي وي هغوى به ارمان کوي چې واى ولې مونږ نېک عملونه تردې هم زيات نه کول رسول الله صلی الله علیه وسلم يوه ډله خلک يادوي چې هغوى به خوشحال وي او دا به هغه کسان وي چې په خپله عملنامه کې وويني چې دوى په دنيا کې استغفار ډېر ويلى وو او د خپلو ګناهونو لپاره يې ډېره بښنه غوښتې وه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

طوبى لمَنْ وَجَدَ في صَحيْفَتِهِ اسْتِغْفَاراً كثيْراً. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : خوشحالي ده د هغه چا لپاره چې په خپله عملنامه کې استغفار ډېر پيدا کړي (په دنيا کې يې استغفار ډېر ويلى وي) .

د يوې روژې ثواب

مکمله ورځ روژه نيول په هروخت کې له تکليف نه خالي نه وي په خاصه توګه د اُوړي په ګرم موسم کې او بيا چې ګرمي هم داسې وي لکه د جزيره عرب بيا خو ډېره سخته وي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې يوه طريقه هم مونږ ته ښودلې ده چې د يوې روژې ثواب بغير ددې تکليف نه لاس ته راوړلى شو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

مَن فَطّرَ صَائماً كَانَ لَه مثلَ أَجره غَيرأَنَه لَا يَنْقُصُ مِنْ أجْرِ الصَائِمِ شَيْئاً. رواه الامام احمد رحمه الله
ترجمه : چا چې روژه دار ته روژه ماتى ورکړو ده ته به د هغه د روژې په اندازه ثواب ورکول کيږي بغير د دې چې د هغه له ثواب نه څه کم کړل شي .

نکته : او دا په لږ شي سره هم کېدلى شي په يوه خورما سره ، په يو ګيلاس شربت سره ، په کوم خوراک سره او ددې لپاره ضروري نه ده چې يو انسان د مجهز روژه ماتى برابر کړي بيا به دا ثواب ورکول کيږي . نور بيا ان شاء الله



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.