دیني، سیرت او تاریخ

آسانه نېکيانې (لسمه برخه)

ليکوال : دکتور کفايت الله (وردګ)

سجدې زياتې کوئ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
مَا مِنْ عَبْدٍ يَسُجُدُ للهِ سَجْدَةً إلَا كَتَبَ الله لَه بهَا حَسَنَةً، وَحطَ عَنْه بِهَا سَيِئَةً ، وَرَفَعَ لَه بهَا دَرَجَة ، فَاستكثِروا مِن السُجُوْدِ. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : هېڅ بنده د الله جل جلاله لپاره سجده نه کوي مګر الله جل جلاله ورته پدې سجده باندې يوه نيکي ليکي ، يوه ګناه ترې لرې کوي او پدې سره ورته يوه درجه پورته کوي نو سجدې ډېرې کوئ .

يعني د فرض مانځه سره سره نفلي مونځونه کوئ چې ستاسې سجدې زياتې شي الله جل جلاله ته سجده کوونکى بنده خوښ وي او د بنده په حالتونو کې ورته د سجدې حالت خوښ دى .

له اور او له نفاق نه نجات

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
مَنْ صَلى لله أَرُبَعينَ يَوْماً فيْ جَمَاعَةٍ ، يُدْرِكُ التَكْبِيْرَةَ الأُولى ، كُتِبَ لَه بَرَآءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَارِ وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِفَاقِ . صحيح الجامع الصغير وزياداته ترجمه : چا چې څلوېښت ورځې په جمع سره مونځ وکولو پداسې توګه چې لمړى تکبير يې ونيولو نو ده ته به دوه لرې والي وليکل شي يو لرى والى له اور نه او بل لرې والى له نفاق نه .

د ملک دعاء

د الله جل جلاله په مخلوق کې فرښتې هغه مخلوق دى چې هغوى کله هم د الله جل جلاله د کوم حکم نا فرماني نه کوي او يوازې هغه څه کوي چې دوى ته يې امر کيږي نو الله جل جلاله د هغوى دعاء قبلوي نو بيا به څوک داسې وي چې دا يې نه وي خوښه چې فرښتې دې ورته دعاء وکوي؟ که چاته د فرښتې د دعاء ضرورت وي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
مَن دَعَا لأخِيهِ بِظَهرِ الغَيْبِ قَالَ المَلَكُ المُوَكَّل بِه: آمِيْن وَلَكَ بِمِثْلِه. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : څوک چې د خپل ورور په غياب کې هغه ته دعاء وکوي په سر يې ملک مقرر شوى وي هغه ورته وايي آمين او ستا لپاره هم همدا شان .
يعني چې کله يو مسلمان د بل مسلمان لپاره پداسې حالت کې چې هغه دلته نه وي څه ډول خير وغواړي نو فرښته ورته وايي آمين او ستا لپاره هم همداسې نو بيا ښه نه ده چې مونږ کله بې کاره ناست وو نو خپلو دوستانو او ملګرو ته د مغفرت دعاګانې وکوو او فرښته به مونږ ته دعاء کوي؟

له اور نه آزادي

په دنيا کې به کوم مسلمان داسې وي چې د هغه په زړه کې دا سودا نه وي چې د آخرت له اور نه څنګه ځان خلاص کړي؟ که څوک غواړي چې د آخرت له اور نه آزادي حاصله کړي او ترې خلاص شي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
مَنْ ذَبَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيْهِ بِالغَيْبَةِ ، كَانَ حَقاً عَلى اللهِ أنْ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : چا چې د يو مسلمان ورور په غياب کې د هغه نه دفاع وکوله په الله جل جلاله باندې حق ده چې هغه د اور نه ازاد کړي .

جنت ته د تلو لاره

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :
مَنْ أَخْرَجَ مِنْ طَريْقِ المُسْلِمِيُنَ شَيْئاً يُؤذِيْهِمْ ، كَتَبَ اللهُ لَه بِه حَسَنَةً ، وَمَنْ كتبَ لَه عِندَه حَسَنَة أَدخَلَه بِهَا الجَنَّة. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : چا چې د مسلمانانو له لارې نه داسې شى لرې کړل چې دوى ته يې ضرر رساوه الله جل جلاله به ورته په بدل کي نيکي وليکي او د چا لپاره چې الله جل جلاله نيکي وليکي پدې نيکي سره به يې جنت ته ننباسي .

نکته : دا اسانه نيکي ده د مسلمانانو د تېرېدلو له لارې نه د يوې تېږې ، يوه اغزي ، يوه شاخ او د هر داسې شي په لرې کولو سره يې انسان خپلولى شي چې تېرېدونکو ته ترېنه تکليف وي او پدې حديث کې او په ګڼو نورو احاديثو کې ورته د لوى ثواب وعده شوېده .

د قيامت په ورځ سيورى

د قيامت ورځ به داسې نه وي لکه دا زمونږ د دنيا ورځ يو خو دا د دنيا ورځ ډېره لنډه وي او د قيامت ورځ به پنځوس زره کاله اوږده وي بل به لمر د انسانانو سرونو ته ډېر را ټيټ شوى وي او اوس خو ډېر لوړ دى ، بل په دنيا کې له مونږ سره ډېر داسې شيان شته چې په هغه سره له لمر نه ځان پټ کړو د قيامت په ورځ به هېڅ شى نه وي چې انسان يې لمر ته ونيسي او ځان ترې پټ کړي صرف هغه کسانو ته به الله جل جلاله د قيامت په ورځ سيورى ورکوي چې ورته خوښه يې شي او په دنيا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم څه داسې نيکيانې هم بيان کړي دي چې انسان هغه وکوي نو د هغه په سر به د قيامت په ورځ سيورى وي لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : مَنْ أنظَرَ مُعْسِراً ، أو وَضَع له ، أظلَّه الله يومَ القيامة تحت ظلِّ عرشه ، يوم لا ظلَّ إلا ظلُّه. صحيح الجامع الصغير وزياداته
ترجمه : چا چې داسې چاته په خپل حق کې وخت ورکړو چې لاس يې تنګ وي او يا يې هغه ته خپل حق معاف کړو الله جل جلاله به په خپل سيوري کې ځاى ورکړي د قيامت په ورځ په هغه ورځ چې دده د سيوري نه بغير بل سيورى نه وي . … نور بيا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x