fbpx
cheque-to-dead-soldier

کناډايي مېرمني په افغانستان کي د خپل زوی د انتحار په بدل کي یوه پيسه چیک تر لاسه کړ

نن ټکی آسیا: یوې کنډاېي میرمن چي زوی یې په افغانستان کي په کال 2011 کي انتحار کړی، په دې ورستیو کې د حكومت له خوا د یوې پيسې په قیمت چیک د مرستي په توګه تر لاسه کړی.

ویل کیږی چي ددغي میرمني زوی افغانستان ته د کنډايي حکومت له خوا د فوځي دندې تر سره کولو لپاره استول شوی وو، خو هغه هلته د حالاتو او روحي فشار له کبله انتحار کړی وو.

د کنډا وزیر دفاع د هغي میرمني څخه رسما معذرت غوښتی، او دا یې د بیروکریسي یو نه بخښلی جرم بللی، چی د دغي میرمني د قربانۍ قدر یې نه دی کړی او په زړه یې مالګي ور دوړولي دي.
نوموړي د کنډا په پارلمان کي د تقریر په وخت کي وویل چي هغه فکر نه کوي چي دغه میرمن به ددوی اعتذار ومني، ځکه دا خندونکی او غیر معقوله عمل هیڅ کله د بخښلو نه دی.

باید وویل شي چي په دې ورستیو کي د کنډا حکومت د خپلو سیاسي مخالفینو له لوري تر سختو انتقاداتو لاندي دی، هغوی وايي چي د کنډا حکومت د هغو اتلانو د کورنیو سره چي په افغانستان کي ځان قرباني کړی، په سمه توګه مرسته نه کوي، بلکي ډیر بد او له حقارته ډک چلند ورسره کوي.

بشپړ تفصیل په لاندي پاڼه کي:

http://www.cbc.ca/player/News/Canada/ID/2440337512/

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د