د قرآن کريم د «شعراء» د سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د «شعراء» سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب شپږ ويشتم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۴۷) سورت دی. (۲۲۷) آيتونه او (۱۱) رکوعي لري، د «الواقعه» ترسورې وروسته نازل سوی دی او  د دې سورې له (۱۹۷) او وروستیو څلورو آيتونو پرته چي مدني دي نور ټول مکي دی.

د دې سورې د نوموني لامل: 

کفارو رسول الله صلی الله عليه وسلم کله کاهن، کله کوډګر اوکله شاعر باله. د سورې په وروستيو آيتونو کي د دغو خبرو بشپړ ترديد سوی دی او د کاهنانو او شاعرانو د ځانګړنو په بيانولو سره پکښي ويل سوي دي چي له دغو خبرو څخه يوه هم په رسول الله صلی الله عليه وسلم کي نسته. په دې ترڅ کي په ۲۲۴ او ۲۲۷ آيتونو کي د شاعرانو ځانګړني بيان سوي دي او د ورک لارو او مومنو شاعرانو پرتلنه پکښي سوې ده ، له دې امله د سورې نوم شعراء ايښوول سوی دی.

په دې نومونه کي ښايي دې ته هم اشاره وي چي د ليکوالانو، شاعرانو، ژورناليستانو ، فرهنګيانو  او په ټوله کي د رسنيو کار  داسي يوه وسله ده چي دوه اړخه لري، هم کېدای سي د انسانانو د لارښووني لپاره کار وکړي، هم کېدای سي د هغو د ګمراهۍ لپاره په کار واچول سي. نو ټول فرهنګيان، په تېره د رسنيو کار کوونکي بايد متوجه وي چي کار يې د لوی څښتن په معصيت کي استخدام نه سي، بلکی بايد د انبياوو عليهم السلام په پيروي په ډېرو ښو او اغېزمنو لارو انسانان د الله طاعت ، د اسلام او مسلمانانو خدمت او د ځمکي عمارت ته وبولي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

د دې سورې محوراو بنسټيزه موضوع داده چي له دعاتو (بلونکو) څخه غواړي چي په هر مهال او محل کي د لوی څښتن سبحانه پيغامونه تر خلکو پوري لکه څنګه

چي ښايي په ډېرو ښو ممکنو وسايلو ورسوي او هغوی د کفر او د پيغمبرانو د درواغجن ګڼلو  د ناوړو پايلو څخه ووېروي.  همداراز د دې سوري اساسي موضوع دا هم ده چي د دعوت او بلني په کار کي چي کومي لاري چاري ډېري ښې او اغېزمني دي وپلټل سي او په کار واچول سي(لګه د موسی عليه السلام لکړه او شاعران، چي په اوسمهال کي همدغه فرهنګي موسسې او رسنۍ باله سي.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

د پخوانیو پيغمبرانو عليهم السلام د کيسو وړاندي کول او په دې کيسو کي د انبياوو عليهم السلام د قومونو سره د هغو د خبرو اترو د فن او هنر ښوول. دا سوره په  داسي مهال کي نازله سوه چي د اسلام د دعوت کار علني سوی وو، چي  هم خلکو ته تبليغ کېدی او هم صحابه کرامو او تر هغو وروسته د اسلام بلونکو ته د دې دعوت تدريب او ښوونه کېده ، چي د خپلو ولسونو سره په دې اړه له څه ډول طريقو او ميتودونو څخه کار واخلي او په عين حال کي پر لوی څښتن باندي وېسا او توکل هم هېر نه کړي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: د سورې په سريزه کي کافران او د پيغمبرانو درواغجن ګڼونکي د الله هغو آيتونو ته د هغو په پام ور اړولو سره وېرول سوي دي چي په دې کايناتو کي ليدل کيږي او په وحيو سره نازل سوي دي: [۱  تر ۹  آيته].

دوهم: په سوره کي د موسی عليه السلام کيسه سوې ده چي پيغمبر صلی الله علیه وسلم او مومنان د لوی څښتن سبحانه په ساتنه او رعايت ډاډه سي، که څه هم هيڅ مادي ځواک نه لري او دښمنان يې په ځمکه کي ډېر غښتلي او ظالمان دي(د دغي سورې د نازلېدو پرمهال چي کوم حال په مکه کي د مومنانو وو، کټ مټ همدغه حال د موسی عليه السلام وو چي د فرعون د ظلم په وړاندي په خلکو کي د خپلي اغېزي له ضعف څخه په وېره کي وو)، خو الله مومنان بريالي کړل او کافران يې تارومار کړل: [۱۰  تر  ۶۸۹  آيته].

درېيم: همداراز په دې سوره کي د حضرت ابراهيم عليه السلام کيسه راغلې ده. په دې کيسه کي د ابراهيم عليه السلام د دين حقيقت بيان سوی دی او دا پکښي څرګنده سوې ده چي هغه له دغو مشرکانو څخه کوم چي ګومان کوي دوی د هغو ورثه دي بري او بې زاره دی او بيا په سوره کي د قيامت په ورځ د مشرکانو وروستی برخليک بيان سوی دی: [۶۹  تر  ۱۰۴۹  آيته].

څلورم: ورپسې په دې سوره کي د نورو پيغمبرانو عليهم السلام کيسې هم راغلي دي، چي کټ مټ د همدغه اسلامي بلني په اړه څرګندوني لري او د دې دعوت هماغه مخکي ښوول سوی اسلوب او الفاظ بيانوي او د دغو پيغمبرانو قومونو هم دا دعوت د نورو پيغمبرانو د قومونو غوندي رد کړی، چي په نهايت کي  دغه ولسونه هم په هماغه برخليک اخته سوي دي، چي تر دوی دمخه ولسونه په اخته سوي وه: [۱۰۵  تر  ۱۹۱۹  آيته].

پنځم: د سورې په پاييزه کي د مشرکو معاندينو په وړاندي پر دې باندي بيا ځلي ټينګار سوی دی چي د وحيو(قرآن) په ذريعه د لوی څښتن سبحانه آيتونه رشتيا دي، په دې اړه رشتياني او روښانه دلايل سته، چي يو له هغو څخه هم پخپله قرآن کريم دی کوم چي په خلکو کي د اغېزي لپاره د بيان ډېري اعلی درجې پکښي مونده سي، او تر څنګ يې مشرکين وېرول سوي دي چي د مخه تر دې چي د الله عذاب پر راسي او د هغو خبرو خبر ور ورسيږي چي دوی ملنډي په وهلې، له خپله انکاره لاس واخلي: [۱۹۲  تر  ۲۲۷۹  آيته].



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.