ورلډکپ : نيوزي لينډ په 110ځغاستو پاکستان ته ماتې ورکړه

paksitan_lose

په پالي کيلى کې دنهې په ورځ  دنړيوال کپ په يو ميچ کې نیوزي لېنډ ټېم د پاکستان کرکټ ټېم ته په 110ؤ رنز ماتې وکړه. د نیوزي لېنډ د 302ؤ رنزو په ځواب کې پاکستاني بيټسمينانو دښۀ بېټنگ څرگندونه نۀ وکړه او په 192ؤ رنزو اوټ شو.

د نیوزي لېنډ له اړخه  د مډل ارډر  بيټسمين راس ټيلر دزړۀ پورې سينچرۍ له امله نيوزي لينډ پاکستان ته په 106 په ضد په ټاکلو 50ؤ اورونو کې داوؤ وکټو په زيان 302 رنز جوړ کې بریالې شو.

 

د پاکستان محمد حفيظ5، احمد شهزاد،10، کامران اکمل اته او يونس خان په صفر رنز اوټ شوى دى. مصباح الحق په اووه رنزنو اوټ شو. د پاکستان له اړخه د ټولو نه زیات 62 رنز عبدالرزاق  جوړ کړو. 
دټاس په گټلو نيوزي لينډ لمړى دبيټنگ کولو پريکړه وکړه خو دپاکستان  شعيب اختر د ميچ په لمړي اوور کې  دهغوي ميکلم کلين بولډ کړو  چې له دې وروستو تر 13ؤ اورونو پورې  پاکستاني باؤلرانو دنيوزي لينډ بيټسمين پرله پسې په فشار کې وساتل.
دميچ په 14م اوور کې  دنيوزي لينډ په 56 رنز دوه لوبغاړي اوټ شوي وؤ خو په دغه موقعه وکټ کيپر کامران اکمل دشعيب اختر په دوؤ باؤلونو  نوي راتلونکي  بيټسمينان راس ټيلر  دوه اسانو کيچونو اخستو کې ناکامه شو او دهغه دغه ناقصه کارکردگي دپاکستان لپاره گرانه ثابته شوه.
راس ټيلر د7ؤچکو او8ؤ چوکو په مدد سره په 124ؤ باؤلونو 131 رنز جوړ کړل او ناټ اوټ پاتې شو.
دپاکستان لخوا عمر گل  په لسو اورونو کې ددوؤ ديرشو رنزو په ورکولو سره درې لوبْغاړي اوټ کړل.
پاکستان تر دې مهاله څلور مېچونه کړي او درې پکې یې گټلي او ننی مېچ کې یې ماتې خوړلې ده .

ډېوه راډیو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.