افغانستان

ایران: په افغانستان کي د انتخاباتي عمل سره همکاري ته چمتو یو

نن ټکی اسیا: د ایران یو رسمي چارواکي اعلان وکړ چي دوی په افغانستان کي د راتلونکو انتخاباتو سره د همکارۍ لپاره چمتو دي، کوم چي د راتلونکې میلادي میاشتي پر پنځمې نیټې تر سره کیږي.

د ایران رسمي رسنیو د ددغه هیواد د کورنیو چارو وزرات د امنیتي چارو مرستیال علي عبد اللهی څخه په نقل قول ویلي چي ایران چمتو دی، تر څو په افغانستان کي د ولسمشریزو انتخاباتو د اجراء لپاره همکاري وکړي، او تر څو په ایران کي میشت افغان مهاجرین په دغه انتخاباتو کي ګډون وکړي.

نوموړي چي د سویډن د سفیر سره یې ملاقات درلود، وویل چي غربي هیوادونه خپلي هغه وعدې باید په سمه توګه پوره کړي چي د افغانستان د بیا رغوني لپاره یې کړې دي.

او زیاته یې کړه چي دوی د افغانستان څخه ایران ته دمخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره مهم ګامونه پورته کړې، او ایران په دې لړ کي ډیر دروند قیمت پرې کړی.

بل خوا د سویډن سفیر هم د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کي د ایران فعالیت ستایلی.

باید وویل شي چی ایران په څو ځله افغان مهاجرین د مخدره توکو د قاچاق په تور، او یا هم ایران ته د غیر قانوني سفر په جرم اعدام کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x