دیني، سیرت او تاریخ

د قرآن کريم د «نمل» د سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د « نمل » سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب اوه ويشتم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۴۸) سورت دی. (۹۳) آيتونه او (۷) رکوعي لري.

د حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما د يوه روايت سره سم دغه سورتد مخکنۍ ( شعراء ) ترسورې سمدستي وروسته نازل سوی دی او د عالمانو په اجماع ټول مکي دی.

د دې سورې د نوموني لامل:

نمل په عربي کي مېږي ته وايي او څنګه چي د دې سورت په (۱۸) آيت کي د مېږيانو د اوسېدو سيمي ته د حضرت سليمان عليه السلام د رسېدو پېښه بيان سوې ده، ځکه نو د دې سورې نوم” نمل “ ايښوول سوی دی. په نوم ايښوونه کي ښايي دې ته اشاره وي چي د دغسي کوچنيو حشراتو امت لا د تمدن د ټولو ارزښتونو څښتن دی، نو تاسي يې هم له دغي کوچنيو متمدنو حشرو څخه زده کړئ چي هغو څنګه د هغه مهال د يوه پياوړي واکمن په وړاندي د خپلو ځانونو او خپلو ارزښتونو د خوندي ساتلو کوښښ کاوه، نو هوښ کوئ چي تاسي هم خپل ژوند عبث او بې موخي تېر نه کړئ او که دغسي حالات درباندي درځي په وړاندي يې مخکي له مخکي لا له متمدنو لارو د مخنیوي لپاره تدابير او وسايل ولرئ او داسي نه سي چي نور ولسونه په مدنيت کي تر تاسي وړاندي سي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

د مدني لوړتيا له ګردو شيانو او وسايلو څخه باید ګته واخيستل سي، دا هم په دې سوره کي څرګند سوي دي چي د علم او پوهي ترلاسه کول، ادارې او نظام وړول،له ټکنالوژۍ، هنرونو، مادي او پوځي ځواکونو  څخه کټه اخيستل او د اسلام د نصرت او د مسلمانانو د هوسايني لپاره د هغو په کار اچول لازمي چاره ده. تدين يوازي عبادتونه او  شعاير نه دي، بلکي د دې وو تر څنګ د دين غوښتنه دا هم ده چي مسلمانان بايد د مدني لوړتيا پر عناصر و بشپړ واک او تسلط ولري.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

د مدني لوړتيا د وسايلو په اړه څرګندوني:

۱. لوړه موخه: [(۱۹)آيت].

۲.  د امت له خوا د خپل رسالت درک : [ملاچرګک (هدهد)].

۳. علم او پوهه: [(۱۵)آيت].

۴. ټکنالوزي: [(۴۴)آيت].

۵. پوځي ځواک: [(۳۷)آيت].

په دې اړه څرګندوني چي د حق پلوی تر هرڅه دمخه د رسالت خاوند دی، نو سره د دې چي ډېر ښه پوځي ځواک ، علم، اداره، ټکنالوژي او ثقافت او فرهنګ ولري، بايد د خپل رسالت او تمدن د ارزښتونو او ځانګړنود خپرېدو او نورو ته د لېږدېدو لپاره هم هلي ځلي وکړي (لکه د بېلو بېلو ژبود څښتنانو او بېلو بېلو ولسونو سره يوموټی کول او لکه پياوړې اداره او نظام او لکه له ډول ډول امکاناتو څخه کار اخيستل او لکه د رسالت د اهميت د پوهېدو او د مسؤوليت د پر غاړه اخيستو په اړه د افرادو روزنه او تربيه او ….

 د دې بيان چي انسانان په علم، ټکنالوژي او د مدنيت په لوړتيا سره لوړتيا مومي.

 څوک چي د ننني لوېديځ په شان مدني لوړتيا ترلاسه کړي بايد له غرور څخه ډډي کولو ته د لوی څښتن د صفاتو  او د ډېرو کوني آياتو او نښانو (کوم چي په دې نړۍ او نورو ډېرو هغو غيبي چارو کي چي پر انسان راچاپېره سوي دي) د يادولو له لاري وهڅيږي

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی:رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دا ډاډ او تسليت ورکول چي ته لومړی پيغمبر نه يې چي د الله سبحانه وتعالی له خوا وحي درته کيږي او نه هم د خپل ولس په درواغ ګڼلو  کي لومړی پیغمبر يې، بلکي ستا له ولس څخه هم کټ مټ د هغو کړنو هيله کېږي چي  پخوانيو درواغ ګڼونکو د خپلو پيغمبرانو په وړاندي تر سره کولې: [۱  تر ۱۴  آيته].

دوهم: په نړۍکي د لوی څښتن د ډول ډول نعمتونو په باب څرګندوني او د دې څرګندول چي د لوی څښتن نېکچاري بنده ګان څنګه د مدني لوړتيا، نړۍ والو ته د الله د پيغام د لېږدولو او د دغه امانت د لېږدولو لپاره د يوه قادر امت د رامنځ ته کولو په چارو کي له دغو نعمتونو او آلاوو څخه  ګټه پورته کړي:[۱۵  تر ۴۴  آيته].

درېيم: د مکې خلکو او تر هغو وروسته نورو خلکو ته د نښانې په توګه دا ښوول چي څنګه هغه ولسونه چي د لوی څښتن سبحانه د فطرت سره مخالف سول او د خپلو پيغمبرانو سره يې ټګۍ او نامردۍ وکړې او له حق څخه منکر سول پوپنا سول:[۴۵  تر ۵۸  آيته].

څلورم: په پای کي پر همدغو مخکنيو ټکو او معناګانو ټښنګار سوی دی او پر لوی څښتن باندي د حمد ويلو امر سوی دی کوم چي په پيل او پای کي یوازي همدغه ذات د حمد ويلو وړ او مستحق دی. نو دا د همدغه لوی څښتن نښانې دي چي د نړۍ په هر لوري کي ښکاري او د لوی څښتن پر شتون او صفاتو يې شاهدي ورکوي او د نښانو او عبرت لپاره همدا پر هغه دنيا د پیغمبرانو د درواغجن ګڼونکو وروستي برخليکونه دي چي ويښ او ژوندي زړونه لړزوي، بيانو پیغمبر صلی الله علیه وسلم او مومنان بله چاره نه لري بې له دې چي له دغو درواغجن ګنونکو څخه لاس پر سر سي او دوی او د هغو برخليک کوم چي دوی پخپله غوره کړی دی سره  پرېږدي او خپله مومنان پر خپله لار باندي تلو ته دوام ورکړي او اعلان وکړي څوک چي غواړي د دوی د مدنيت  په جوړولو کي دي ګډون وکړی: [۵۹ تر ۹۳  آيته].

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x