د قرآن کريم د «عنکبوت» د سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د «عنکبوت » سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب نه ويشتم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۸۵) سورت دی، (۶۹) آيتونه او (۷) رکوعي دی. دا سوره د (روم) ترسورې وروسته نازله سوې ده.

روايتونه وايي چي د دې سورې لومړي يوولس آيتونه مدني دي،  نور ټول يې په مکه مکرمه کي نازل سوي دي.

د دې سورې د نوموني لامل:  ”عنکبوت“ په عربي ژبه کي غڼي ته وايي.

د دې سورې په (۴۱) آيت کي لوی څښتن سبحانه فرمايلي دي چي د هغوکسانو چي له لوی څښتن پرته يې اشخاص، بتان او نور د ګټي په هيله په دوستي غوره کړي دي مثال د غڼي غوندي دی چي د خپل ځان د ساتلو لپاره يې له ډېرو سستو تارونو څخه کور جوړ کړی وي، له دې امله د دې سورې نوم عنکبوت وبلل سو.

دا خبره زموږ دې ته پام کوي چي د شرک، کفر او فساد فتني په ډېرښت، پېچلتيا او یو له بلي سره په پرله غښتوالي او تداخل کي داسي دي لکه د غڼي تارونه، خو په حقيقت کي دا فتنې د غڼي د ځالي غونډي ډېري بابيزي  او بې سېکي او ضعيفي دي، له بلوه پلوه د غڼي ځاله له ټولنيز اړخه له منځه تلونکې ده (ښځه يې نارينه وژني او اولادونه يې مور وژني) نو دا دنيا هم دغسي ده ، که په دې دنيا کي څوک له الله پرته کوم بل ځواک ته پناه ور وړي ، نو د غڼي ځالي غوندي يوه بې بنسټه او رانړېدونکي ژوندانه ته به يې پناه وروړې وي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

د دې سورې بنسټيزه موضوع داده چي فتنې په کايناتو کي د لوی څښتن له سننو څخه يو سنت دی او دا ژوند له فتنو، ازميښتونو او ابتلاوو څخه خالي او ژغورلی نهدی، ځکه دا فتنې او ابتلاوي د ايمان له تکاليفو څخه باله سي، چي په نفوسو کي د ايمان له کومي او بنسټ څخه را څرګنديږي، حقايق را سربېره کوي او د قيامت په ورځ عذر او دليل ته ځای نه پرېږدي.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

 په دې سوره کي د پيغمبرانو عليهم السلام هغه کيسې وړاندي سوي دي، چي ټولي د هر پيغمبر د قوم، د هغه د صبر او زغم او د هغه د قوم په وړاندي د هغه د جهاد په اړه   پر  ابتلا او ازميښت  باندي چورلي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: د دې خبري څرګندول چي ابتلا او ازميښت د الله له سننو څخه يو سنت دی او په دې کي مسؤوليت فردي دی، د قيامت په ورځ هيڅوک د بل هيچا مسؤوليت پر غاړه نه اخلي.

په دغه ورځ د مومنانو، کافرانو او منافقانو برخليکونه سره بېل وي، نو هر څوک چي پر فتنو باندي له صبر او زغمه کار واخلي او په وړاندي يې لکه څنګه چي ښايي مجاهده او مبارزه وکړي، د خپل ځان لپاره به يې کړي وي(په دين کي فتنه او ازميښت –  د مور او پلار په اړه فتنه او ازميښت .. تر پايه): [۱  تر ۱۳  آيته].

دوهم: د هغو فتنو بېلګې چي د انساني تاريخ په اوږدو کي ايمان ته د بللو په کار کي پېښي سوي دي:

نوح عليه السلام: ډېري هلي ځلي ، خو لږي لاسته راوړني.

ابراهيم عليه السلام: د ورک لارو ډېري زياتي سرغړوني او د هغو له لوري د ناوړي بدلې(سزا) سره مخامخ کېدل.

لوط عليه السلام: په رذالت باندي د هغه د قوم خوښېده او د پيغمبر بې عزته کول.

شعيب عليه السلام: له انصاف څخه د قوم غاړه غړول او تمرد او د حق درواغ بلل.

هود اوصالح عليهما السلام: په ځواک او زور نازېدل او د نعمت ناشکري(عاد اوثمود).

موسى عليه السلام: د شتو درلودلو له امله سرغړونه او طغيان او د واک او قدرت د څښتنانو استبداد (فرعون ، هامان اوقارون).

بيا هغه مثال راوړل چي خلک له الله پرته نورو اشخاصو او بتانو ته په ازميښت کي لويږي، دغسي کسان فکر کوي چي موږ په ګټه کي يو ، خو وروسته د حق د ځواکونو په وړاندي د باطل د ټولو ځواکونو ذلت، کمزوري او بې واکي ورته څرګنده سي، نو په دې توګه انسان متوجه کوي چي:

پام چي له الله پرته کوم بل سرکښه ځواک او بت ته پناه ورنه وړې، چي خلک د خپل پالونکي څښتن، دين او ځان په حساب له ځانه خوښ کړې، او که دي دا کار وکړ، نو به په داسي ناسم وهم او خيال اخته سوی اوسې چي د غڼي تر ځالي لا بابېز او سست وي: [۱۴  تر ۴۵  آيته].

درېيم: په پای کي مومنان هڅول کيږي چي د ورک لارو مشرکینو په وړاندي د حضرت محمد او نورو ټولو پيغمبرانو عليهم الصلاة والسلام په راوړه سوي حق دين باندي د تمسک او منګولو ښخولو په لار کي ټينګ واوسي.

د لوی څښتن سبحانه پر لور د لارويانو په لار کي له مړيني  يا د روزۍ د نه موندلو هيڅ وېره نسته ، بلکي د دې لاري په پای کي د لاري او اجر د موندلو په اړه د الله د ژمني رشتينی زېری ورکول کيږي(پر فتنو، ديدنيو او ازميښتونو باندي صبر  – د لوی څښتن په امر – آسانيو ته رسېدونکې لاره ده): [۴۶  تر ۶۹  آيته].



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.