د قرآن کريم د «روم» د سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د « روم » سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب دېرشم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۸۴) سورت دی، (۶۰) آيتونه او (۶) رکوعي دی.

دا سوره د ( عنکبوت) تر سوري د مخه او د (انشقاق) ترسورې وروسته نازله سوې ده.

روايتونه وايي چي د ا سوره مکي ده، خو (۱۷) آيت يې په مدينه کي نازل سوی دی.

د دې سورې د نوموني لامل:

د دې سورې په پيل کي د ”روم“ نوم ياد سوی دی او دا يادونه سوې ده چي روميانو له ايرانيانو څخه ايران ته نژدې، د ”شام“ په اړوندو سیمو کي ماته خوړلې ده او بيا وړاندوينه سوې ده چي روميان به تر دې ماتي وروسته په څو کالو کي، چي تر درو کالو به کم او تر نهوکالو به زيات نه وي پر ايرانيانو برلاسي سي او بله وړاندوينه دا سوې وه چي هغه مهال به د مومنانو هم بری په برخه سي او د لوی څښتن له نصرته به خوشاله سي.

په دې مناسبت دغه سوره د ”روم“ په نامه ياده سوې ده.

البته دا وړاندوينه د قرآن کریم له معجزو څخه ده، چي له راتلونکو غيبي پېښو په اړه خبر ورکوي او بيا هغه هماغسي پېښيږي او د قرآن کريم رشتینولي او حقانيت ځني جوتيږي.

د روم او فارس د جګړو په اړه لنډ معلومات:

د مسلمانانو او اهل کتابو تاريخ لیکونکي او نور ليکوالان پر دې په په يوه خوله دي چي کله حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د پيغمبرۍ سپېڅلې دنده وسپارل سوه، هغه مهال په نړۍ کي دوه ستر زبرځواکونه وه، يو د ”فارس“  (ايران) واکمني وه چي د هغه په ختيزو  سيمو کي يې واک چلېدی او د دې واکمنۍ هر واکمن ته يې”کسرا“ ويل او خلک يې اورپالي وه.

بل لوی زبرځواک ”روم“ وو چي د مکې مکرمې په شمال او لوېديځ کي پرتې سیمي يې تر واک لاندي وې. شام، مصر، کوچنۍ آسيا او د اروپا سيمي د دې واکمنۍ ترلاس لاندي وې. د دې واکمنۍ هر واکمن ته يې” قيصر “ ويل او زيات خلک يې د عيسوي دين منونکي وه. د دغو دوزبرځواکونو ترمنځ به زياتره د کمزورو ولسونو د ښکېلولو، د هغو د شتمنيو د لوټولو او د هغو د غلامولو لپاره  شخړي او جګړې رواني وې.

ددغي سورې د نازلېدو پر مهال هم د دغو دوو زبرځواکونو ترمنځ د سختو جګړو  اورونه بل وه.

يو مهال داسي راغی چي په دې جګړو کي د ايران پله له هره پلوه درنه سوه او پوځونو يې په هر موچل کي د روم پوځونو ته ماته ورکول او لوی لوی ښارونه يې ځني نيول. تر دې چي په ۶۱۳ ع. کال يې دمشق او په ۶۱۴ع.کال يې بيت المقدس ځني ونيو. دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هجرت اووه کاله دمخه پېښي وې. بيا ايراني پوځونو په یوه کال کي اردن، فلسطين او د سينا ټاپو وزمه ونيول او د مصر تر پولو ورسېدل.

مکې مکرمې ته د دغو خبرونو په رسېدو سره مشرکان خوشاله سول او مسلمانانو ته يې وويل: تاسي او نصارا اهل کتاب ياست او موږ او فارسيان کوم پيغمبر او آسماني کتاب نه منو او دادی زموږ وروڼه ستاسي پر وروڼو برلاسي سوي دي او موږ به هم پر تاسي باندی دغسي برلاسي سو.  نو د دغي سورې دغه آيت نازل سو او مشرکانو ته ولوستل سو.

خو هغه مهال ظاهري حالاتو ته په کتو سره د دغو وړاندوينو تحقق ناشونی ښکارېدی، له دې امله مشرکانو په دې وړاندوينو باندي ملندي وهلې، تر دې چي د مکې يو نوموتي مخور اُبی بن خلف د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه سره شرط وتاړه چي که په راتلونکو نهو کلونو کي روميان پر ايرانيانو باندي برلاسي سول، نو هغه به ابوبکر ته سل اوښان ورکوي او که په دغه موده کي دغه روميان برلاسي نه سول، نو ابوبکر به هغه ته سل اوښان ورکوي.نو هغه وو چي بيا حالات په ډېره عجيبه توګه بدل سول، په ۶۲۱ع،کال (مدينې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هجرت يو کال دمخه) د روم واکمن هرقل خپل پوځيان منظم کړل، په ۶۲۳ع.کال يې پر ارمينيا بريد وکړ، په ۶۲۴ع.کال يې پر آزربايجان بريد وکړ او ورسره سم د پرله پسې بريو ورته مخه سوه .

د روميانو د دې بريو خبرونه هغه مهال عربو ته ورسېدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر په ميدان کي د مکې د قريشو لښکر ته عبرتناکه ماته ورکړې وه او مسلمانان د روميانو پر سوبه(فتح) باندي پر خوشالۍ سربېره په دې لویه سوبه هم زښت زيات خوشاله وه.

په دې توګه هغه وړاندوينه چي د قرآن کريم د روم په سوره کي سوې وه تر لس کلني مودې دمخه پلې سوه.

ډېره په زړه پوري لا د  زبير الکلائي دا خبره ده چي د ” محاسن التأويل “ تفسير مؤلف يې رانقلوي: ” لومړی مي پر روم باندي د فارس بری وليد، بيا مي پر فارس باندي د روم بری وليد او بيا مي پر فارس او روم دواړو باندي د مسلمانانو بری وليد او دا ټولي پېښي په پنځلسو کلونو کي وې“.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

د دې سورې بنسټيزه موضوع د روميانو تر ماتي وروسته د هغو د بيا بري په باب تر ستري وړاند ويني وروسته داده چي په کايناتو کي د لوی څښتن آيات او نښانې ډېري ښکاره او څرګندي دي، نو بيا لا څله دغه کفار ايمان نه راوړي. په داسي حال کي چي دغو نخښو او نښانو ټول آفاق پر سر اخيستي دي، هر څوک يې په خپلو سترګو ویني او په تېر، اوس او راتلونکي مهال کي د خلکو او ژوندانه د احوالو او د کايناتو د سننو او ژوندانه د نواميسو ترمنځ له پرله غښتو او ټينګو اړيکو څخه په څرګنده ښکاري.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

په دې سوره کي په کايناتو کي د لوی څښتن سبحانه د خورورو آياتو او نښانو په هکله او د هغو خبرو په اړه چي زموږ د رشتيني او سپېڅلي پیغمبر صلی الله عليه وسلم له خوا پر راوړل سوي حق او حقيقت باندي په څرګنده او واضح توګه دلالت کوي او د هغو چارو په باب چي د کايناتو او انسانانو سره رامنځ ته کيږي  اشارې او تبصرې سوي دي .

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په سوره کي د خلکو پام په کايناتو کي د الله جل جلاله آياتو او نښانو  ته اړول سوی دی او همداراز د خلکو پام هغو حقايقو ته اړول سوی دی چي  د شرک د اند او ژوند بابېزوالی او نامعقول والی په ډاګه کوي او ښيي چي دا اند او ژوند د يوازني، ثابت، پياوړي او د فطرت سره د سم او برابر حق په وړاندي پر نفساني غوښتنو ولاړ دی.

د دې ترڅنګ په دې سوره کي څرګنده سوې ده چي د مسلمانانو نصرت او ملاتړ د حق په سننو او کړنلارو او په  وخت او مهال اړه لري او د مومنانو بری او د کفارو ماته او خسران خامخا په دنيا او آخرت کي واقع کېدونکی دی: [۱  تر ۳۲  آيته].

دوهم: د دې بيان سوی دی چي تر څو بشري غوښتني په کايناتو کي د لوی څښتن د ثابتو سننو او کړنلارو سره د سم حق د مقياس سره نه وي برابري دا غوښتني به د اوښتو را اوښتو په حال کي او غير ثابتي وي او دغه نفساني غوښتني په بر او بحر کي د فساد او ورانۍ لامل ګرځېدلي دي. البته دغه فساد په کايناتو، تاريخ او انساني نفوسو کي د توحيد د آياتو او نښانو سره د متصادمي شرکي عقيدې خپرېده باله سي. بيا په سوره مبارکه کي د الله د ژمني تر پلي کېدو پوري پيغمبرصلی الله عليه وسلم او مسلمانانو ته د الله پر منهج او تګلار باندي د ټينګار او صبر او ثبات سپارښتنه سوې ده: [۳۳  تر ۶۰  آيته].



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.