افغانستان

په هلمند ولایت کي یو برتانوي عسکر وژل شوی

نن ټکی آسیا: د برتانیې وزارت دفاع نن اعلان وکړ چي یو برتانوی عسکر په یوې غیر جنګي پيښه کي د ټپې کېدو وروسته مړ شو.

 

او زیاته کړې چي هغه د کامپ باستیون په فوځي مرکز کي ټپي شوی وو، او بیا مړ شو، چي له کبله یې ټول ملګري او برتانوی حکومت سخت خفه شو.

برتانوی رسني ټیلیګراف ویلي چي په کال 2014 کي دا لومړی برتانوی فوځی دی چی په افغانستان کي وژل کیږي.

باید وویل شي چي د همدې رسنۍ په قول په افغانستان کي د برتانوي ځواکونو د فوځي اشغال وروسته ۴۴۸ تنه فوځیان د طالبانو سره په جګړو او نورو پيښو کي وژل شوي.

د خبر له مخي ویل شوي چي دغه عسکر د برتانوي فوځ د ۳۲م انجینر فوځي ډلي غړی وو، څوک چي د جګړې په میدان کي د صحرا د موږکانو په نامه د یوې بلي فوځي ډلي کومک کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x