د قرآن کريمد « لقمان » د سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د « لقمان » سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب يودېرشم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۵۷) سورت دی، (۳۴) آيتونه او (۴) رکوعي دی.

روايتونه وايي چي دا سوره د (سبأ) تر سورې دمخه او د (الصافات) ترسورې وروسته نازله سوې ده.

همداراز روايتونه دا هم وايي چي د ا سوره مکي ده، خو (۲۷، ۲۸ او ۲۹) آيتوته يې په مدينه کي نازل سوی دی.

د دې سورې د نوموني لامل:

دا سوره ځکه د حضرت لقمان په نامه نومول سوې ده چي په دې کي د لقمان او د هغه د حکمت په اړه يادوني سوي دي او د هغه د حکمت او نصيحت څخه ځيني جملې چي هغه  خپل زوی ته د ادب ښوولو لپاره ويلي دي راغلي دي.

په دې ډول په دې سوره کي د حکمت او پوهي فضيلت بيان سوی، د الله د معرفت او صفاتو سرونه او رمزونه ښوول سوی، د شرک بدۍ بيان سوي او د غورو اخلاقو او ښو کړنو د خپلولو په هکله امر سوی او د ناوړو چارو له تر سره کولو څخه منع راغلې ده  او لکه چي پوهيږو دا د قرآن کريم له لويو موخو څخه باله سي.

لقمان حکيم  څوک وو؟

د تاريخ په کتابونو کي ویل کيږي چي د لقمان پلار ياعور نومېدی او د ايوب عليه السلام د خور زوی دی، د سودان د ” نوبه“ نومي کلي تور پوستی اوسېدونکی وو. ځيني وايي ترکاڼ وو، خو ځيني يې ګنډونکی او ځيني يې شپون ګڼي. د داود عليه السلام هممهالی وو ، نبي نه وو، خو  لوی څښتن خپل فضل پر ولوراوه او پراخه علم او حکمت يې ور کړ.

زيات عالمان لقمان د حکمت خاوند او ښه او صالح سړی ګڼي او وايي چي لوی څښتن په خپل ولايت غوره کړی وو. له دې څخه جوتيږي چي حکمت د ښه سړيتوب او ښه عمل له ثمراتو څخه باله سي، چاته چي الله حکمت ورکړی وي نودا د هغه سره د الله د ميني دليل ګڼل کيږي﴿يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا﴾ [البقره:۲۶۹].ژباړه:  هغه(الله جل جلاله) چي(له خپلو بنده ګانو څخه) چاته وغواړي(او وړيې وګڼي، ګټوره او د لوړي ګچي) پوهه(او د قول او عمل درست والى) ورپه برخه کوي او چاته چي د پراخي پوهي نعمت ورکړه سي، نو حقيقت دادى چي ډېر لوى خير ورکړه سو.

په قرآن کريم کي له لقمان پرته د بل حکيم يادونه نه ده سوې. مفسرين وايي چي په قرآن کي د ده يادونه له دې امله سوې ده چي لقمان په عربو کي د يوه لوی پوه په توګه پېژندل کېدی. د هغه حکيمانه خبرو ته عربو ډېر لوی اررښت ورکاوه. ځکه نو قرآن کريم په دې سوره کي دا څرګنده کړه چي لقمان غوندي حکيم او پوه شخص چي عقل او پوهه يې تاسي هم منئ د الله د توحيد منونکی وو او د الله سره يې د بل چا شريک ګڼل لوی ظلم باله.

د دې سورې چورليځی او بنسټيزه موضوع :

د دې سورې بنسټيزه موضوع په انفوسو او آفاقو (نفسونو اوکايناتو)کي د لوی څښتن آياتو او نښانو ته د بشري فطرت د مخاطب کېدو او متوجه کېدو په ترڅ کي پر سمه او صحيحه عقيده (توحيد، بيا را پاڅېدني او نبوت) باندي د اولادونو روزنه ده.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

په دې سوره کي د لقمان زوی ته د هغه نصيحتونه راغلي دي او دغه خبري ځني څرګنديږي:

پلرونه متوجه سوي او لارښوونه ورته سوې ده چي هغوی بايد خپلو اولادونو ته د دغو مسايلو په اړه سالمه روزنه ورکړي:

۱.د الله د توحيد د منلو  او له شرک څخه د ډډي کولو په اړه.

۲. د مور او پلار سره د ښه چلند کولو په اړه.

۳. د لوی څښتن سبحانه د عبادت د اهميت او ارزښت په اړه.

۴. د دنيا د حقيقت او د هغې د ډول ډول حوادثو او بدلونونو په اړه.

۵. د خلکو سره په معامله کي د ادب او ښه چلند په اړه.

۶. په ژوندانه کي د موخي د ټاکلو او د ژوندانه لپاره د پلان جوړولو په اړه.

۷. په ښو چارو د امر کولو او له بدو د منع کولو د لزوم او د هغو پايلو ته د صبر کولو په اړه.

پلرونه متوجه سوي دي چي اولادونو ته په ښه  طريقه او نرمښت او پېرزوينه داسي روزنه ورکړي چي د هر چا سره په تېره د مور  او پلار او دوستانو سره په مهرباني او لورونه، مينه او دوستي او ښو کړنو او ويناوو سره چلند وکړي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په سوره کي د لقمان زوی ته پر سمه عقيده او له دغي عقيدې څخه د خالق او خلکو په وړاندي پر رامنځ ته کېدونکو تکاليفو باندي د ټينګار،  التزام او زغم په اړه د هغه د نصيحتونو د راوړلو د پيليزي او مقدمې په ډول د دې پراخو کايناتو په پراخه اورشو کي د لوی څښتن د توحيد د آياتو او نښانو په هکله يادوني او څرګندوني سوي او  ور سره سم د برياليو او ژغورلو سووو مومنانو او د تاواني سوو کافرانو او مشرکانو صفات راوړه سوي او د هغو د هري ډلي د مکافاتو او سزاوو په باب يادوني سوي دي: [۱  تر ۱۹  آيته].

دوهم: په دې سوره کي په آسمانونو او ځمکه کي د لوی څښتن د بې شمېرو نعمتونو په وړاندي او د تنګسې او ناخوالو پر مهال د انساني فطرت د عکس العملونو په اړه يادوني سوي دي او دا خبري پکښي سوي دي چي په خوښيو او نعمتونو  کي د لوی څښتن شکر وکښل سوي او په بخولو او کړاوونو کي هغه سبحانه ته مراجعه وسي او ځان ور وسپارل سي او هيڅکله د الله د نعمتونو ناشکري ونه سي او دا خبره  هم په دې سوره کي سوې ده چي د اولاد په روزنه کي بنسټيزه خبره داده چي په کايناتو کي د لوی څښتن د قدرت آثارو او نخښو ته کومي چي د لوی څښتن پر شتون او د هغه سبحانه وتعالی پر سترو صفاتو دلالت کوي پام واړول سي او فکر او تدبر پکښي وسي: [۲۰  تر ۳۴  آيته].

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د