د قرآن کريم د «سجدې » د سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د « سجدې » سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب دو دېرشم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۷۵) سورت دی، (۳۰) آيتونه او (۳) رکوعي دی.

په تفسيرونو کي راوړي  چي دا سوره د (نوح) تر سورې دمخه او د (النحل) ترسورې وروسته نازله سوې ده. همداراز روايتونه دا هم وايي چي د ا سوره مکي ده، خو له (۱۶) آيت څخه د(۲۰) آيت تر آخره مدني دي.

د دې سورې د نوموني لامل: 

څنګه چي د دې سورې (۱۵) شمېره آيت د سجدې آيت دی کوم چي د دې سورې موخه اومقصد هم په ګوته کوي، ځکه نو د دې سورې نوم ”الم تنزيل السجده“ يا ”الم السجده“ يا يوازي ”د سجدې سوره“ ايښوول سوی دی.

دا سوره پر دې نامه سربېره مضاجع، منقسمه، اومنجيه هم بلل سوې ده.

د دې سورې چورليځی او بنسټيزه موضوع :

د دې سورې چورليځی او بنسټيزه موضوع د دنيا په ژوندانه کي په خپله خوښه او اختيار سره الله جل جلاله ته خضوغ، تواضع او عاجزي ده.

دا سوره هر انسان پوهوي چي :

په نړۍ کي په خپله خوښه او اراده لوی څښتن سبحانه ته پر سجده سه او د عاجزانو او غاړي ايښوونکو لار غوره کړه او پام کوه چي د مستکبرانو او کبرجنو لويي غوښتونکو لار وانه خلې!

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

په دې سوره کي په کايناتو،  نفوسو او تاريخ کي حق ته د انسانانو د غاړي ايښوولو او عاجزۍ کولو د ترغيب او هڅوني او د حق په وړاندي له استکبار او لویۍ څخه د ډډي کولو لپاره د الله آيتونه او نښانې او د الله د توحيد او بيا پاڅېدني او نبوت په هکله دلايل او براهين راوړل سوي دي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په دې سوره کي د وحيو خبره  ياده سوې او د حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم د رشتينولۍ په اړه څرګندوني سوي دي: [۱  تر ۳ آيته].

دوهم: په سوره کي په دې کايناتو کي د الوهيت او د الوهيت د صفت په هکله يادوني وړاندي سوي دي: [۴  تر ۹ آيته].

درېيم: بيا په دې سوره کي د بيا را پاڅېدني او د وروستي انجام په باب څرګندوني راغلي دي: [۱۰  تر ۱۱ آيته].

څلورم: بيا د قيامت او په دنيا او آخرت کي د مومنانو او کافرانو د وروستي برخليک انځور وړاندي سوی او ښيي چي هغه کافران چي په دنيا کي يې غاړه نه ايښوول او خضوع او عجز يې نه کاوه بالاخره په آخرت کي ذليل او غاړي ايښوونکي سول: [۱۲ تر ۲۲ آيته].

پنځم: بيا په سوره کي د پيغمبرانو د پيغامونو او د دعوت د سننو په باب د عبرت خبري راغلي دي: [۲۳ تر ۲۵ آيته].

شپږم: ورپسې له تاريخ څخه د پند او عبرت اخيستلو په باب څرګندوني راغلي دي: [۲۶آيت].

اووم: بيا له ژوند او مړيني څخه د عبرت په اړه خبري راغلي دي: [۲۷آيت].

اتم: د سورې په پای  په دې اړه څرګندوني راغلي دي چي د کافرانو په هکله چاري يوازي لوی څښتن سبحانه ته وسپارئ: [۲۸  تر ۳۰ آيته].

د دې سورې فضايل: 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: «كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقْرَأُ فِيالجُمُعَةِ فِي صَلاَةِ الفَجْرِ الم تَنْزِيلُ السَّجْدَةَ، وَهَلْ أَتَى عَلَى الإِنْسَانِ حِينٌ مِنَ الدَّهْرِ»صحيح البخاري، کتاب الجمعة، باب ما يقرأ في صلاة الفجر يوم الجمعة، ۸۹۱ حديث او مسلم، کتاب الجمعة، باب ما يقرأ في يوم الجمعة، ۱۹۱۹ / ۸۸۰ حديث.ژباړه: له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم به د جمعې د ورځي د سهار د لمانځه په لومړي رکعت کي ﴿ الم تنز يل ﴾ السجده او په دوهم رکعت کي﴿ هل أتى على الإنسان﴾ (د دهر يا انسان سوره)ويل.

ملاحظه:

قَالَ الطِّيبِيُّ: ”كَانَ“ فِي هَذِهِ الْأَحَادِيثِ لَيْسَ لِلِاسْتِمْرَارِ بَلْ هُوَ لِلْحَالِ الْمُتَجَدِّدَةِ. د حضرت ملا علي قاري مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح( ۲/ ۵۶۵).عَنْ جَابِرٍ ، قَالَ : كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لا يَنَامُ حَتَّى يَقْرَأَ ﴿ الم تَنْزِيلُ﴾ السَّجْدَةَ وَ ﴿تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ﴾رواه أحمد 3/340 والترمذي والدارمي في كتاب فضائل القرآن 2/547 وأبو عبيد في فضائل القرآن وصححه الألباني فيصحيحالترمذي3404   والسلسلةالصحيحة (585). له حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی، وايي چي : نبي صلی الله عليه وسلم تر هغو چي ﴿ الم تَنْزِيلُ﴾ السَّجْدَةَ او ﴿تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ﴾يې نه وای ويلې نه ويدېدی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د