د قرآن کريم د «احزاب »د سورې په هکله لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د « احزاب » سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب دري دېرشم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۹۰) سورت دی، (۷۳) آيتونه او (۹) رکوعي دی. دا سوره د (آل عمران) ترسورې وروسته نازله سوې ده. او په اجماع سره مدني ده. مدينې ته د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د هجرت په  پنځم کال د احزاب يا خندق د جګړې په کال نازله سوې ده.

د دې سورې د نوموني لامل: 

دا سوره په مصاحفو، تفسيرونو او د احاديثو په کتابونو کي يوازي د ”الاحزاب“ په نامه ياده سوې ده او دغه نومونه يې د حضرت ابن عباس او اُبی بن کعب رضي الله عنهما څخه هم په مقبولو اسنادو روايت سوې ده او په بل نامه نه ده نومول سوې.

په دې نامه د نوموني لامل يې دادی چي د دې سورې له نهم آيت څخه تر اوه ويشتم آيت پوري د هغي جکړې په اړه څرګندوني پکښي سوي دي چي د ”احزاب“ يا ”خندق“ په نامه نومول سوې ده. د هجرت په پنځم کال د اسلام د دښمنانو ډېرو ډلو لکه د بني نضيرو یهودو، د مکې قريشو، د غطفان، بني‌اسدواو بني سليمو قبايلو د اسلام د ماتولو او له منځه وړلو په موخه مدينه منوره کلابنده کړه، خو پای لوی څښتن د اسلام د دښمنانو توطئې شنډي کړې، کومي شومي موخي چي يې درلودې هغو ته هيڅ ونه رسېدل او لوی څښتن د توپاني باد  پر ور الوزولو او د ملايکو په ور لېږلو دښمنان  تيت اوپرک کړل او مومنان يې د هغو جګړې او مقابلې ته اړ نه ايستل.

امام علي المهايمي په خپل تفسير (تبصير الرحمن وتيسير المنان) کي وايي:”د احزاب سوره ځکه په دې نامه نومول سوې ده چي د دې جګړې کيسه د رسول الله صلی الله عليه وسلم معجزه ده، ځکه په دې جګړه کي د اسلام دښمنان په باد او ملايکو مات سول او مسلمانانو ته يې د مقابلې اړتيا پيدا نه سوه“.

د دې سورې چورليځی او بنسټيزه موضوع :

په دې سوره کي د اسلام د تګلاري او د هغې د شروطو او د هغي د پلي کولو د وسايلو او لارو چارو تر ښوولو وروسته د قرآن کريم دوه ويشتمه او درويشتمه سېپاره راځي او پر هغه څه ټينګار کوي چي په دې ټولو چارو او لارو کي يې پر نفس باندي رسوخ او اغېز حتمي او لازمي دی او هغه الله ته په طاعت، عجز او ځان سپارنه تسليمېده (اسلام منل) دي. الله موږ ته د تسليمېدو لپاره ځيني داسي امرونه کوي چي حکمت يې هم ور سره وايي او داسي امرونه هم راته کوی چي حکمت يې نه راته څرګندوي. نو مومن هغه سو چي ان په بېخي سختو حالاتو کي لوی څښتن سبحانه ته غاړه کښېږدي او ورته تسليم سي، ځکه د ده عزت الله ته په تسليمېدو او حق ته په رجوع کي دی نه بل چا او بل څه ته. ان که د الله د امر په حکمت پوه هم نه سي او همداراز عزت پر دعوت او بلنه باندي په ټينګار سره په همېشه توب کي دی که څه هم د نورو کمزورۍ ورمعلومي سي. (ځکه نو د دې سورې ۳۶ آيت داسي محوري آيت دی چي د دې سورې ټولي معناوي پر هغه راچورلي).

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

په دې سوره کي پر هغو پېښو خبري سوي دي چي د احزابو او بني قريظه وو جګړې رامنځ ته کړې. دا پېښي د اسلامي شخصيت، ټولني او دولت د غښتلي کېدو او قوي کېدو په پړاو کي وې. او دا غښتلي کېده د دغو ډلو ټپلو ــ کومي چي دغو پېښو راڅرګندي کړې ــ په وړاندي وې: بهرنۍ ډلي(چي کفار وه) او کورنۍ ډلي(چي مومنان، څرګند او متردد او ډارن منافقان او یهود وه).

سوره وايي چي ای مسلمانانو پر بهرنيو ډلو خو الله تاسي  ته د توپاني باد په ور الوزولو بری درکړ ،  اوس نو ستاسي په وړاندي کورنۍ ډلبندۍ او ائتلافونه اوسي  او ستاسي دنده د دغو ډلوټپلو په وړاندي او د اسلامي ټولني د امنيت او سلامتيا د خوندي کېدو لپاره ډېره لويه او مهمه ده.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په دې سوره کي د ټولو اديانو او يوازي الله ته د تسليمېدو، يعني اسلام ترمنځ د اړيکي په هکله ياوني سوي دي او څرګنده سوې ده چي د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام د دين اصل او بنسټ همدغه اسلام دی، نو څوک چي تر يوه الله زياتو خدايانو ته مخ واړوي منافق باله سي، ځکه د ده زړه يو دی، نو ده ته ښايي چي د يوه خدای بنده ګي وکړي او د يوې تګلاري لاروی اوسي: [۱  تر ۸ آيته].

دوهم: په سوره کي د احزابو او بني قريظه وو د جګړو په ترڅ کي د اروايي او واقعي تجربو او ازميښتونو د رامنځ ته کېدو او د لوی څښتن د نعمتونو يادوني سوي دی او هم دا ويل سوي دي چي بنده ګان بايد د لوی څښتن ارزښتونو او تګلاري ته چي د فطرت او انسانيت سره بشپړه  همږغي او توافق لري غاړه کښېږدي، چي په دې توګه به دا د نفسونو د رغېدو  او هغو ارزښتونو او تصوراتو چي الله يې غواړي د منلو بنسټ سي کوم چي تېروتني او خطاوي به په ګوته کوي او ليري کوي او سمي چاري به مني او خوښوي: [۹  تر ۲۷ آيته].

درېيم: بيا په سوره کي د پیغمبر صلی الله عليه وسلم د پاکو مېرمنو او د هغه د سپېڅلي کورنۍ د لوړ او سپېڅلی مقام يادونه په داسي توګه سوې ده چي دا سپېڅلي بيبياني  او کورنۍد لاري د لارښودو او منارو حيثيت لري کوم چي لارويان له هغو څخه لار مومي. او د دې مقام د مکلفيتونو یادوني هم سوي دي چي هغه لوی څښتن سبحانه ته بشپړ اطاعت او تسليمي ده: [۲۸  تر ۳۵ آيته].

څلورم: په سوره کي ددې خبري يادونه هم سوې ده چي څه چي پیغمبر صلی الله عليه وسلم په خپله په عملي توګه د زوی ګلويني(التبني) د آثارو د باطلېدو په اړه کړي دي دا د الله او د هغه د پيغمبر امر دی او مومنان بايد په مطلقه توګه غاړه ورته کښېږدي. او پيغمبر د زوی ګلويني  د آثارو د باطلېدو لپاره ځکه په خپله دا کار وکړ چي دې عادت په عربي چاپېريال کي ژوري ريښې ځغلولي وې او په بل ډول له دې عادت څخه ژغورنه ستونزمن کار وو: [۳۶  تر ۴۸ آيته].

پنځم: په سوره کي د ځينو هغو اصولو او مقرراتو يادونه سوې ده کوم چي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د کور، ښځو، ازدواجي ژوند، او د عامو مسلمانانو سره د اړيکو د تنظيم په اړه په پيغمبر صلی الله عليه وسلم پوري ځانګړي باله سي: [۴۹  تر ۶۲ آيته].

شپږم: د سورې په وروستيو کي کافران د آخرت د حساب په اړه او مومنان د نبوت د مقام په وړاندي له پولو څخه د تېري په اړه وېرول سوي دي او يادوني ورته سوي دي چي د عقيدې د خپرولو  او شريعت او د هغه تکاليفو ته د غاړي ايښوولو په اړه د الله سره پر خپلو کړو ژمنو ودرېږئ: [۶۳  تر ۷۳ آيته].

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د