fbpx
bbcs

دشيطان په زړه ځاله کې شور

 

یو وخت د خدای بښلي استاد محمد صدیق پسرلي مجلس ته ورغلم، له ادبي موضوعاتو وروسته یې دخپلو زامنو مجلس راپیل شو هیرمي دي چې موږ ور پیل کړ که ده، خو د استاد یوه خبره اوس هم راته یاده ده هغه وویل: هغه بل هلته دشيطان په ځاله(bbc)کې اړولي دي، که څه هم ماته خوند نه راکوي خودی په کې خوشاله دي.

بي بي سي دهغه استعمارګر هیواد بروډکاسټینګ اداره ده چې په لسهاوو کلونه یې داسیایي اونورو اولسونو وینې زبیښلي دي، اوپه ځانګړې توګه دې ادارې دمسلمانو اولسونو پر ضد په فکري جګړو کې کارنده ونډه لرلي ده، داراز د b.b.cادارې د استشراق او سیکولریزم فکري مکاتبوته خورا ډیرکلونه خدمت کړی ده، په ماضي قریب کې او اوس هم دې ادارې په سیمه کې هرسیکولریستي نظام حمایه کړی او آن دسیکولرزم په خدمت بوختې ادارې او ټولنې یې هم حمایه کوي دي.

حکومتونه او ادارې خو پریږده چې په سیمه کې یې عرب پلوه افراد په ګڼ شمیر کې حمایه کړي دي، ډیر احمقان او بیسواده اتم او لسم پاس یې د مبصرینو، دسیاسي چارو ماهرينو او نورو ډول ډول القابو سره موږ ته راپیژندلي او په دې توګه یې په وخت سره زموږ په اولسونو مسلط کړي دي.

اوس که دشيطان له دې زړې ځالې یو تازه دمه چرګوړي راوځي او د ژورنالیزم داصولو او اخلاقو پرخلاف دیوې درنې دينې ادارې(دقندز اشرف المدارس مدرسه) پرخلاف خپل زهرلړلی ریپورټ تیاروي داهیڅ دتعجب او هېښتيا خبره نده، دقندوز په اشرف المدارس کې زده کړه کوونکي نجونه خپل بین المللي مثبت حق زده کړه ترلاسه کوي او دا زده کړه دخپل فکر اوګروهې له لارښوونو سره سمه حاصلوي، په دې کارکې هیڅ بین المللي قوانین دهغو مخه نشي نیولی، اصلا د شیطان د زړې ځالې تربیه شوي ژورنالیستان دانشي زغملی چې هغوی ولي پتمنې او عزتمنې مدرسي ته تګ او راتګ کوي.

موږ د سیکولرزم په جرثومو لړلیو غربپالو ته وایو چې داد شیطان زړه ځاله زموږ اولس په پوره معنا پیژني، تاسو دخپل دریځ په اړه نوی فکر وکړئ او د دې اولس په خوی اومزاج ځانونه خبرکړئ.دلته چې د لومړي ځل له پاره صلیبي لښکرې راغلي کابل ته یې غرب ميشتي افغانان هم له ځانه سرا راوستل، ماته یاد دي په دوی کې یوه زاړه سیکولریست په یوه غونډه کې وویل: خوشاله یم داسي افغانستان ته راغلم چې هلته دطالب نوم نه اورم… غربیانو او غربپالو له هغي ورځې راهیسي دافکر لاره چې طالب نوم یې نور له دې خاورې لرې کړی ده.خو دالله حکمت وګوره که څه هم دصلیبیانو په موجوده دوره کې دطالبانو او مدرسي شتون په هیوادکې له ستونزو سره مخامخ شو خو دې اولس خپلې لوڼې د دیني علم زده کړي ته را وايستلې دهمدې سیکولریست فکر په واکمنې کې او د ډيموکراسي ترچترلاندي په یوه ولایت کې دنجونو شپږ زره کسیزه مدرسه په فعاله اومنظمه توګه تدریسي چارې روانې لري!! داکومه ساده خبره نده اودابه حتما د شیطان په زړه ځاله کې شور او زوږ جوړوي.

دشيطان په زړه ځاله کې شور طبیعي خبره ده هغوی دلته خورا زیاته انرژي ضایع کړه هغوی دلته پریمانه ډالر وشیندل، هغوی دلته خپل بړيڅي وجنګول او وینې یې توبه کړې ترڅو دسیکولریست فکر نوی تخم رازرغون کړي خو داهرڅه یې دالله په رحم او دي مومن اولس دټینګ ایمان په برکت له خاورو سره خاوري شوو. نو طبعا خامخابه دشيطان په زړه ځاله کې شور جوړیږي.

نښتر کالم – نن ټکی آسیا

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د