د قرآن کريم د النور د سورې په اړه لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د «النور» سورت د مصحف د ترتيب په حساب څليرويشتم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۱۰۲) سورت دی. (۶۴) آيتونه او (۹) رکوعي لري، تر سورت الحشر وروسته نازل سوی دی او د علمای کرامو په اجماع سره ټوله مدني ده.

د دې سورې د نوموني لامل:

دا سوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وختو کي په«سُورَةَ النُّورِ» نومول سوې ده او بل نوم نه لري اوځکه په دې نامه نومول سوې چي  په دې کي آيت النور، يعني د دې سورې (۳۵) آيت راغلی دی. په دغه آيت کي چي کوم اعجاز نغښتی دی د ډېر و عالما نو  پام يې وراړولی دی . البته په دې سوره کي دغه  آيت د لوی څښتن په تدبير  او حکمت سره  راغلی دی. کوم احکام، ضوابط ، اداب  او انسانی فضايل چي په دې سوره کي راغلي دي که  په اسلامي ټولنه کي په سمه توګه عمل په وسي او پلي سي، نو به رڼا او ښکلا په ټولنه، کورونو او زړونو  کي خپره سي ، او خلک به له  تورو تيارو رڼا ته راووزي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

دا سوره پر پاکلمنۍ، ستر او  د اسلامي ټولني پر سپېڅلتيا  او د فواحشو له اسبابو څخه د ټولني پر خوندي ساتلو  او د دغو فحشاوو په خپرېدو کي د منافقانو  پر چلونو  تمرکز لري او  د اخلاقي روزني او ټولنيزو آدابو  پر محور چورلي. ځکه نو دا د ټولنیزو آدابو او د کورونو په د ننه او دباندي کي د هغو د خوندي ساتلو او د کورونو او ټولني لپاره د ضوابطو او مقرراتو په وضع کولو سره د خلکو د عزت او ابرو او د ښځو د حمايې او ملاتړ سوره باله سي.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

5 د چا کور يا اتاق ته د ورننوتلو د اجازې اخيستلو او د وګړو د راشه درشه د آدابو او ان
د کورونو په دننه کي د اجازې د اخيستلو او اختلاط په اړه د کورونو د حرمت د خوندي ساتلو په اړه څرګندوني، د ښځو او ستر ځايونو له کتو څخه د سترګو د ساتلو د آدابو په اړه څرګندوني، د عورت او زينت د ستر او نامحرمو ته د ښځو د زينت او ښکلاوو ښکاره کولو د منعي، واده کولو ته د ځوانانو د هڅوني، بدلمنۍ ته  د  اړ ايستلو د تحريم، په ټولنه کي د فواحشو او د هغو د مقدماتو د خپرولو(لکه په همدې اوس مهال کي چي په ډېرو فاسدو او فاسقو رسنيو کي خپريږي) د منعي او تحريم او د خلکو د ځاني اعراضود پلټلو د منعي په اړه څرګندوني.

5  د ټولني د ساتلو لپاره د دغو مقرراتو د وضعي سره سره که څوک د زنا د جرم مرتکب سي، نو باید د زنا حد پر  پلی سي،  زنا کار ته د دې سختي سزا د ورکولو او د زړه نه پر سولو او د هغه پر جرم باندي د پردې نه اچولو او نه پټولو  لامل دادی چي زناکارانو پر هغو ټولو فطري او ټولنيزو ضوابطو او مقرراتو تېری کړی دی، کوم چي لوی څښتن سبحانه له دې جرم څخه د اسلامي ټولوني د خوندي ساتلو لپاره ټاکلي او وضع کړي دي او د دغسي ناوړه او فاحش کار ترسره کولو ته يې وردانګلي دي. البته څلور تنه شاهدان باید شاهدي پر ورکړي او دا هغه شرط دی چي بې له دې حد هيڅ نه سي پلی کېدلای.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: سوره په ډېر شدت او قوت  سره پيل سوې او په اسلام کي يې د اخلاقي عنصر د اهميت او ارزښت په باب غوڅ او  قاطع اعلان کړی، دا ددې لپاره چي وښوول سي چي دا سوره  د ټولني د اخلاقو د خوندي کولو او ساتني  لپاره  پياوړی اغزن دېوال دی ، لومړی د  زنا، قذف او لعان احکام بيانوي ورپسې بي بي عايشې رضي الله عنها ته، پر هغې باندي په درواغو د تړل سوی بهتان(افک) څخه برائت ورکوي او بيا په دې هکله د ټولني د  غړو پر کړنو او غبرګونونو باندي  څرګندوني کوي او د اخلاقي روزني په اړه لارښووني کوي: [۱ تر ۲۶ آيته].

دوهم: ورپسې  سوره د جرم د وقايې  او له بې لارۍ څخه د وګړو د راګرځېدو په اړه څرګندوني کوي : [۲۷ تر۳۴ آيته].

درېيم: په دې سوره کي د هغه نور(رڼا) چي دغه لارښووني يې په ټولنه کي خپروي او د لوی څښتن سبحانه د بشپړ او هر اړخیز نور ترمنځ اړېکه ښوول سوې ده.  په سوره کي دا هم په ګوته سوې ده چي لوی څښتن  د نور[د الله د شريعت] مصدر دی او نور ته هغه کسان په کار دي چي  پر راټول سي  او ويې ساتي  او همداراز  په سوره کی  دا هم ښوول سوې ده چي دغه نور د پوليتې لګولو ته ، يعني  د ټولني له خوا ايجابي او مثبت خوځښت ته اړتيا لري : [۳۵تر۴۵ آيته].

څلورم: په سوره  کي د الله جل شانه او د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم  په وړاندي د منافقينو د ادب نه مراعاتولو  او د مومنانو برعکس  د الله او پيغمبر له حکميت او پرېکړي څخه د منافقانو د سر غړوني خبره هم سوې ده: [۴۶تر۵۷ آيته].

پنځم : بالاخره سوره د کور کهول په چاپېر کي د خپلوانو او آشنايانو ترمنځ د اجازې غوښتلو آدابو ته  او د يوې کورنۍ په څېر  د اسلامي ټولني د افرادو له خوا د هغو روزونکي او لارښوونکي ته د خطاب کولو او بللو (ورناري کولو) آدابو ته ورګرځېدلې ده:[۵۸تر۵۷ ۶۴].

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د