د قرآن کريم د «الفرقان» د سورې په اړه لنډ معلومات

عبدالمالک همت

د «الفرقان» سورت د عثماني مصحف د ترتيب په حساب پنځه ويشتم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۴۲) سورت دی. (۷۷) آيتونه او (۶) رکوعي لري، د  «يسين» ترسورې وروسته او د «فاطر» تر سورې دمخه نازل سوی دی او  ټول مکي دی، چي تر هجرت دمخه نازل سوی ،  خو په ۶۸، ۶۹ او ۷۰ آيتونو کي يې څه اختلاف سته . ځينو علمای کرامو دا مدني بللي دي او وايي چي تر هجرت وروسته نازل سوي دي.

د دې سورې د نوموني لامل:

دا سوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وختو کي په«سُورَةَ الفرقان» نومول سوې ده او بل نوم نه لري او ځکه په دې نوم بلل سوې ده چي لوی څښتن د دې سورې په لومړي آيت کي د خپل سپېڅلي کتاب نوم په الفرقان(د حق او باطل بېلوونکي) باندي ياد کړی دی کوم چي په حقه او رشتيا سره د انسانيت لپاره يو لوی نعمت دی او د حق او باطل او کفر او ايمان ترمنځ يې بېلوالی راوستی دی. ځکه نو ځای لري چي دا ستر کتاب په الفرقان ونومول سي او دا سوره ځکه په دې نامه نومول سوې ده چي دا عظيم الشان کتاب په تل تر تله او همېشنی سي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

دا سوره د هغو کسانو د ناوړه عاقبت په اړه څرګندوني کوي چي الله او د هغه پيغمبر صلی الله عليه وسلم درواغجن بولي. په دې کي څه د شک ځای نسته چي حق په بشپړه توګه څرګند دی او نخښي او دلايل يې د درواغجن ګڼونکو او د هغو د ګمراهيو د پيروانو پر انکار شاهدي ورکوي، له دې امله دا سوره  د حق او باطل ترمنځ بېلوونکې باله سي.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

5 څنګه چي د کفارو له اړخه پيغمبر صلی الله عليه وسلم ډېر سخت زورول کېدی او د هغه د وروړو لارښوونو له منلو څخه يې انکار کاوه، ځکه نو په دې سوره کي د هغه صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو د غمونو د ليري کولو، تسليت او ډاډ ورکولو لپاره د الله او د هغه د پيغمبر د درواغجن ګڼونکو ناوړه عاقبت او د هغو له خوا د د غو درواغ ګڼلو بېلابېلي بڼي بيان سوي دي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په سوره کي نبي صلی الله علیه وسلم  او مومنانو ته ډاډ ورکړه سوی دی چي ټول انبيا عليهم السلام انسانان وه او هغوی هم د مشرکانو او د هغو د درواغ ګڼونکو له خوا ستا غوندي زورول سوي دي. سره د دې چي هغو هم دغو د باطلو خدايانو عبادت کوونکو ته د لوی څښتن پر توحيد او د هغو  پر رشتينولۍ باندي روښانه دلايل ور وړي وه. د دې تر څنګ په دې سوره کي د حشر په ورځ د مومنانو د احوالو په مقابل کي  د د غو درواغجن ګڼونکو حال هم بيان سوی دی: [۱  تر ۲۰  آيته].

دوهم: په سوره کي د هغه عذاب په اړه هم څرګندوني سوي دي چي پر هغه دنيا دغو د پيغمبرانو درواغجن ګڼونکو ته د لوی څښتن او د هغه د استازو په وړاندي د غاړي غړونو له امله ورکول کيږي. د دې تر څنګ په سوره کي دوی ته ياده سوې ده چي څنګه د پيغمبرانو د دغسي درواغ ګڼلو له امله پخواني ولسونه پوپنا سوي دي. بيا دوی د حق په وړاندي د استکبار او د نبوت د مقام په وړاندي د سرکښۍ له امله  سپک سوي او د څارويو سره برابر، بلکي تر هغو لا بتر ګڼل سوي دي: [۲۱  تر ۴۴  آيته].

درېيم: په سوره کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو د زړونو د خوشالۍ لپاره په کايناتو کي  د لوی څښتن سبحانه آياتو او نښانو ته پام اړول سوی دی او په اړه يې څرګندوني سوي دي. په دې توګه دا خبره ښوول سوې ده چي لوی څښتن  پر خپلو بنده ګانو باندي د لوروني او رحمت له امله ډول ډول سيوري غوړولي دي ، همدغسي به دغه سپېڅلی ذات د خپلي لوروني او رحمت سيوري پر پيغمبر صلی الله عليه وسلم او مومنانو باندي هم وغوړوي. بيا په سوره کي د لوی څښتن د توحيد د څرګندو دلايلو په وړاندي د مشرکانو پر شرک او د کافرانو پر انکار تعجب سوی دی: [۴۵  تر ۶۲  آيته].

څلورم: بالاخره سوره څرګندوي چي لوی څښتن چا ته څه اړتيا نه لري او نه يې څه پروا لري، خو د رحمان خدای بنده ګان کوم چي د خپلو صفاتو او ارزښتونو او د دوی پالونکي ته د عجز او تضرع له پلوه  د هغي ډلي ژوندۍ او رشتيانۍ بېلګې بلل کيږي کومه چي اسلام يې غواړي، نو د رحمان خدای په وړاندي د کافرانو د بې ادبيو په مقابل کي د رحمان خدای بنده ګان اوسي، کوم چي په خپلو ښو اوصافو د رحمان خدای پر شتون باندي دلالت کوي او دا د هغو او د هغو د صفاتو عزت او ستاينه ده: [۶۳ تر ۷۷  آيته].

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د