دکایناتو وسعت او پراخي

لیکنه: مفتي احسان الله…..

کاینات دومره پاخوالی او وسعت لري، چې دانسان عقل ورته حیران پاته کیږي، دساینس پوهانو ټول کششونه دکایناتو تر یوې ګوښې پوري محدود دي.

خو بیا هم دا ګوښه دومره وسیع ده، چې زموږ لمریز نظام، سره له ډیره وسعته ورته دیوې ذرې په اندازه ښکاري، دزمکي استوائي قطر 7927 میله دی، سپږمۍ دزمکي پر شاوخوا د 240,000 میله پر فاصلې واقع ده، زمکه سره له سپږمۍ دلمر پر خواوشا د 93,000,000  میله پر فاصلې باندي ګردش کوي، دلمر حجم دزمکي تر حجم 13 لکه واره لوی دی.

دځینو فلک پوهانو په آند یوازي دلمریز نظام وسعت 10 ارب میله یا 15 ارب میله دی، دلمر رڼايې تر موږ پوري په 8 دقېقو او 18 ثانيو کې را رسیږي، او لمر تر ټولو سیارو 700 واره لوی دی.

په شپه کې له اوو سیارو ما سوا، څومره ستوري چې ښکاري، دا ټول له لمریز نظامه دباندي، په نورو نظامو پوري اړه لري.

لمریز نظام ته چې کومه ستاره تر ټولو نیږدې ده، دهغې رڼايې تر موږ په پاو کم پنځه کاله را رسیږي، او داسي ستوري هم سته چې دهغو رڼا تر موږ په 100 کاله، 200 کاله یا 300 کاله تر موږ راسیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.