افغانستان

تر نيمی زيات افغان کوچنيان د خوارځواکۍ ښکار دي

نن ټکی آسیا: راپورونه وايي چې، له پنځو کالو کم افغان کوچنيانو کې تر نيمې زيات يې د خوارځواکۍ ښکاردي.
د امريکا او غربي ځواکونو د دوولسو کالو په تېرولو او په ميلياردو ډالرو د لګښت سربېره اوس هم له نېمې زيات افغان کوچنيان د خوارځواکۍ ښکار دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندق يونيسيف وايي چې، جګړې، بمبارۍ، ويرې او ترهې د ډېرو افغان کوچنيانو ژوند په خوار ځواکۍ اخته کړی.

سرچينې وايي چې، امريکايي او ناټو عسکرو افغان ماشومانو ته له مرګ ژوبلې پرته هيڅ ګټه نه ده رسولې. ويل کيږي چې، د خوار ځواکي ماشومانو ډېره برخه په جګړه ځپليو سيمو کې ده.

 {dailymotion}x1evnlr_afghanistan-half-of-children-suffering-malnutrition_news{/dailymotion}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x