افغانستان

د ناټو ځواکونو بمبار د ملي اردو ۲۲ عسکرو ته مرګ-ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: د لوګر د امنیتي چارواکو له خبر سره سم، د ناټو ځواکونو الوتکه تېره شپه او سپیده چاود ته نیږدې د ملې اردو د عسکرو په یوه پوسته بمبار کړی او د درنې مرګ-ژولې سره – سره یې پوسته په بشپړه توګه له منځه وړې ده.  د څرخ ولسوال خليل الله کمال په وینا، چې دا پېښه نن سهار څلور بجې د يادې ولسوالۍ د بندوکه په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو ٥ تنه سرتېري وژل شوي او ١٧ نور يې ټپيان شوي ، چې په ټپيانو کې د اتو تنو روغتيايي حالت نازک دى .
بل پلو په لوګر کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان عبدالرزاق ساپي او په کابل کې د ملي دفاع وزارت ویاند ياده پېښه تاييد کړه ، خو دواړو په یوه خوله وویل، چې په دې پېښه کې ١٣ تنه افغان سرتېرو ته مرګ وژبله اوښتې ده. چې ۵ تنه ځای پر ځای وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پېښي پخلی کړی او زیاتوي چې : « امریکا يي عسکرو په کراتو د خپلو مزدورانو مراکز او پوستې په دغه ډول بمبار کړي او ګڼ شمير خپل مزدوران يې وژلي دي.
امکان لري دغه راز بریدونه يا د دې لپاره وي چې امریکايان خپلو مزدورانو ته د زور، کنټرول او واک نمایش کوي او یايې هم  د بې احتیاطۍ کچه يې دومره لوړه ده چې حتی خپل مزدوران هم په دغه راز ړندو بمونو وژني.»
ویل کېږي،چې د ملي اردو ياده پوسته له دې مخکې له امريکايي ځواکونو سره وه او وروسته يې بيا افغان پوځيانو ته وسپارله.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ۲۱ عسکر وژل شوي ول، چې څو ورځې يې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې غوغا جوړه وه، خو د څو ساعتونو په تېریدو سره لا هم د دې خونړۍ پېښي په تړاو کوم غبرګون نه بریښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x