
دملایانو، نه، د یوه ملت د ماتولو کوښښ روان دی
جواد څارګر
مشهور مؤرخ ابن خلدون د قومونو دزوال دری عوامل ښودلي:
۱ ـ د اشرافو کمزوري
۲ ـ د پوځ تشدد
۳ ـ عیش ـ عیشرت
افغانستان اوږد تاریخ لري، او په خپل تاریخ کې دډېرو نظامونو، او شاهانو دعروج او زوال شاهد دی.
ځنې نظامونه د اشرافو دکمزوریو په سبب نړېدلي، ځنې دپوځي تشدد له امله منزوی شوي او شاهان یې تجرید شوي، او ځنې دعیش ـ عیشرت له امله ړنګ شوي.
برحاله نظام چې چارواکي کې یې یو مخ را وارد شوي، او دغربي الوتکو په زور پر افغان ولس تپل شوي دي، دملتونو دزوال له دریواړو عواملو څخه مالا مال دی.
دحکومت درأس دخلکو یا په اصطلاح د اشرافو په کمزوریو، او دپوځ پر تشدد یې خبره نه غځوو؛ وروستی عامل چې ابن خلدون یې دقومونو دزوال سبب ګڼي، غواړم په اړه یې یو څو مختصرې خبرې درسره شرېکې کړم.
موږ له انګرېزي ښکېلاکه ازادي ګټلې او له ښکېلاکګرو پوځونو ازادۍ ګټل، هرګز دیو شخص د وسې کار نه دی، او نه ملیتونو کولای شي د یوه غښتلي زعیم پرته ازادي ترلاسه کړي.
یعنې موږ په ګډه له انګرېزي ښکېلاکه ازادي ترلاسه کړې، او هیڅوک نشي کولای او نه دا حق لري چې د استقلال لپاره د افغان ولس ګډه مبارزه، یوه شخص، یوه ګوند او یوې ځانګړې کړۍ پورې مختص کړی.
اصل مقصد ته راګرځم؛ په کنسرتونو او نڅاوو ازادي لمانځل، په اسلامي او ملي ارزښتونو تمسخر، او دملیتونو دزوال عامل او پیلامه ده.
اریانا سعید او ورته ګډېدونکو لنډه غرو یې ملایان نه دي مات کړي، دوی کوښښ شروع کړی چې یو مسلمان ملت مات کړي،
دموجوده ښکېلاک سره دمقاومت پر ضد یې عیش ـ عیشرت او دلیلا پر مړوند آرام او عاشقانه خوبونو ته سوق کړي، او دتل لپاره یې له برم او غروره وغورځوي.
سندرې دشهیدانو ارواحو ته ګټه رسوی، که ځوانانو ته دننګ او ناموس ساتنې درس ورکوي؟
څوک چې د اریانا سعید لوڅو پونډیو او وتلو ک….. ته کښېني، چکچک ورته وهي، تشویقوي یې، او دعلماوو مقابلې ته یې میدان ته راکاږي؛ دوی ولې په کلیواله سطحه دعلماوو سره دمقابلې جرئت او پیل له خپلو کورنیو نه کوي؟
دغرب دلوڅ تهذیب ترویج او تبارُز نه یواځې دملایانو شکست دی، بلکې یو مسلمان ملت ته شکست ورکول دي.
د استقلال په ورځ ډمبازۍ او نڅاوې دیوه مسلمان ملت، ددیني ارزښتونه له منځه وړل، او پر ځای یې پردی کلتور مطرح کول دي؛ او دپردي کلتور ترویج هله ممکن دی چې اسلامي کادرونه یې په منظم ډول او په سازشي بڼه دیوې ډمې له لورې تحقیر شي.
که همداسې نه وي، ولې دډمې کنسرت ته امنیتي تدابیر نیولای کېږي، او پر ضد یې لاریون کونکو ته، کوتک په لاس د امنیتي ارګانونو عسکر ولاړ وي؟
او ولې همدغه کوتکونه چې دمسلمانو لاریون کونکو دډبولو لپاره انتخابېږي پر هغه چا نه اچول کېږي چې په مسلمان هیواد کې، ډمبازي، عشق بازي او لنډه غري ترویجوي؟!
دا ټولې لوبې د افغان مسلمانانو دزوال لپاره پیل شوي، او غربي نړۍ په هره ممکنه لاره کوښښ کوي چې دا ملت ګمراه، او په هره برخه کې دپردیو خیرات ته کښېنوي.
علماء ځکه مسخره کوي چې علماء ددې امت سرخېل دي او چې کله سرخېل مسخره شي، پاته خلک بې شپونه رمه شي.
په پای کې به ووایم چې دهغه ملایانو دې هم مرکنډۍ ماتې شي چې په یوه اشغال هیواد کې د استقلال خوبونه ویني او د ازادۍ سندرې زمزمه کوي؛ دوی دې وپوهېږي چې په موجوده نظام (ډیموکراسي) کې عالم او جاهل، یو حیثیت لري او هغه چې په ډیموکراسي کې هنرمند باله شي، دوی ته تر سلو دیني عالمانو ارزښتمند او صاحب دحیثیت او شرافت دي.
همدغه درباري ملایان دي چې خلک له ګرمو سنګرونو ګرځوي او پستو بسترو ته یې سوق کوي، تېره ورځ چې ددوی کوم توهین شوی عاملین یې دوی پخپله دي، دوی دې پخپل حال رحم وکړي، دلا زیات خجالت څخه دخلاصون لپاره دې دحي علی الجهاد نعره پورته کړي، او چې کله یې لاسونو کې توره وپړقېده، که بیا کومې ډمې توهین او تحقیر کړل، پر مخ لاړې را توف کړئ.
والسلام علی من اتبع الهدی.