نظــر

د پاچا امان الله هلی ځلی د خپلواکۍ د بنسټیزو اصولو د ټینګیدو په لور

دوکتور م ، عثمان ، تره کی

د خپلواکی نه مخکی د افغانستان حقوقی دریځ :

افغانستان هیڅ کله د انګریزانو مستعمره نه وو : انګریزانو په اوږد مهاله ډول په افغانستان کی استعماری فوج نه درلود .

افغانستان لکه نورو مستعمره هیوادونو د انګریزی صنعتی کمپنیو د صنعتی توکو د خرڅولو بازار او د اومه توکو د رانیولو هیواد نه وو .

په هندوستان کی دانګریزانو د شته والی په اوږدو کی ، افغانستان د « بفرستت » یا حایلی سیمی په توګه حقوقی حالت درلود .
نوموړی حقوقی حالت افغانی سلاطینو ته په کورنیو چارو کی بشپړ صلاحیت ورپه برخه کړی وو . خو د دوی خپلواکی په بهرنیو اړیکو کی د ځینی محدودیتونو سره مخ وه : افغانی واکمنانو په خپلو اړیکو کی یوازی د هغه هیوادونو سره چه د انګریزانو سیاسی سیال ګڼل کیدل باید د هندوستان د ویسرا موافقه تر لاسه کړی وای . پرته د دغه محدودیت نه ، افغانی چارواکو د نورو هیوادونو سره په تجارتی او فرهنګی راکړه ورکړه کی د بشپړ واک نه برخمن وو .

د خپلواکی نه وروسته د افغانستان سیاسی او حقوقی دریز :

د افغان او انګلیس د خپلواکی دریمه جګړه د سیمی او افغانستان په معاصر تاریخ کی ځانګړی ځای لری . د افغانستان استقلال د انګریزانو په استعماری امپراتوری کی د یوه سیاسی زلزلی پیل ګڼل کیده .

پاچا امان الله د خپلواکی د بنسټ د ټینګیدو د پاره په دیپلوماتیک ، سیاسی ، حقوقی او ټولنیزو ساحاتو کی په یو لړ اقداماتو لاس پوری کړ :

۱ـ پاچا د دیپلوماسی په ساحه کی غوښتل چه خپلواک افغانستان نړیوالي ټولنی ته وروپیژنی . ده د دغه موخی د تحقق د پاره د ۱۹۲۱ م کال په پیل کی مختلفو اروپایی او آسیایی هیوادونو ته مسافرتونه وکړل . د هغه په ترڅ کی په لسګونو تړونونه په تجارتی ، اقتصادی ، فرهنګی او دیپلوماتیک ساحاتو کی د بهرنیو هیوادونو د چارواکو سره لاسلیک شول . د نوموړو تړونونو په بنسټ باندی د ګن شمیر هیوادونو نه مختلفی مرستی تر لاسه شوي . افغانستان نړیوالي ټولنې ته لار پیدا کړه او بالاخره د هیواد د استقلال دیپلوماتیک بنسټ ټینګ شو .

۲ ـ په سیاسی ډګر کی پاچا پدی باندی پوهیده چه د خپلواکی د ساتلو اصلی ځواک ولس دی۔ ولس باید په یووالی سره د خپل برخه لیک په ټاکلو کی د لویی جرګی د لاری فعال نقش ولری .

د خپلواک افغانستان د مستقبل د جوړیدو د پاره لمړی لویه جرګه په ۱۹۲۳ م کال کی د ۱۳۰۰ کسانو په ګډون په جلال آباد ښار کی جوړه شوه . د جرګی د جوړیدو په درشل کی د خپلواکی د ګټلو څخه یوازی ۴ کاله تیریدل اوپاچا امان الله د مشروطه غوښتونکو د بهیر چه د محمود طرزی له خوآ یی لارښودنه کیدله د سمون غوښتونکو تلقیناتو تر سخت اغیز لاندی وو .

د جلال آباد د لویی جرګی د لاری په هیواد کی د افغانی قبیلوی دیموکراسی په اصولو باندی ټینګار وشو .

۳ ـ د حقوقو په برخه کی بايد خپلواک افغانستان د ملی ژوند د اصولی تنظیم او ورسره په نړیواله کچه د پیژندنی د پاره په خپل قلمرو کی د حقوقی دولت ستنی ټینګی کړی وای. دغه مقصد د ۱۹۲۳ م کال د اساسی نظامنامی د تدوین په واسطه تر سره شو . نوموړی نظامنامي چه په واقعیت کی د اساسی قانون حیثیت درلود ، د لمړی ځل د پاره په هیواد کی د پارلمانی نظام ډبره کیښوده .

په اساسی نظامنامه کی د « دولت شورآ » په نوم یوه جرګه په پام کي نيول شوی وه ، چه د حکومت او ولس استازی په کی راټول وو . جرګي مشورتی واک درلود . خو کله کله د نظامنامو ( قوانینو ) په تدوینولو کی ئي هم رول لوبوه . د « دولت شورآ » نږدی ۱۲ نظامنامی تصویب کړي .

که څه هم د « دولت شورآ » د یو مدرن پارلمان په شان حکومت ته د باور د رایی د ورکولواو د اجرائیوی خواک د څارنی دودیز واکونه نه درلودل ، خو د کوم ځایه چه هغه د ملی ژوند د تنظیم د پاره لمړی حقوقی جوړښت جوړوه ، کولای شو هغه د پارلمانی نظام د بنسټ لمړی ډبره وبولو .

اساسی قانون ، پارلمانی نظام او مشروطه سلطنت د خپلواکو هیوادونو حقوقی څرګندونی ګڼل کیدلی . افغانستان د یو حقوقی دولت په درلودلو سره د مستقلو هیوادونو په لیک کی ځای ونیو .

په هغه وخت کی چه افغانستان د خپل اساسی قانون په تدوین لاس پوری کړی وو ، د نړی په کچه په بیرته پاتی هیوادونو کی ، لږ هیوادونه د اساسی قانون او حقوقی دولت سره آشنا وو .

۴ ـ په ټولنیز ساحه کی پاچا امان الله وروسته د اروپا د مسافرت نه د اروپا د خپلواکو هیوادونو په تقلید په ۱۹۲۸ م کال کي د یو لړ ټولنیزو اصلاحاتو په پلی کولو کی لاس پوری کړ . سمون غوښتونکی ډله چه دپاچا په شاوخوآ کی د نفوذ خاونده وه ، پدی نظر وه چه ټولنیز سمونوالی د خپلواکی طبعی رکن دی .

هغه افراطی بدلونونه چه د ۱۹۲۸ م کال شد پغمان په لویه جرګه کی د اساسی قانون په متن کی ځای ونیوه په څرګند ډول په ډاګه کړه چه نوی نظام د خلکو د روحیی سره سمون نه درلود .

په ۱۹۲۹ م کال کی د حبیب اله اغتشاش په ډاګه کړه چه د مشروطیت او د قانون واکمنی اصول دومره ټینګ شوی نه وو چه د دولتی نظام د ړنګیدو مخه ونیسی .

افغانستان د خپلو بچیانو د میړانی په برکت د خپلواکو هیوادونو په جرګه کی ځای ونیو.

د شاه امان الله د واکمني نه وروسته د هیواد امنیت او خپلواکي ته د بهرنیو او کورنیو دښمنانو لخوآ ګواښونه متوجه شو۔ د شورویانو یرغل افغانستان د خپلواکی نه بی برخي کړ . د بینان سوان د سولی پلان په وړاندې کودتا، هیواد ناورین ته راکش کړ . د شوروي د اشغال او ورپسې رامنځته شوې ګدوډي زمینه د نړیوال نظامي ائتلاف اشغال ته برابره کړې.

ملي خپلواكي د افغانانو تاريخي وياړ او ستره لاس ته راوړنه ده. افغانان تل د خپلې حماسي تاریخ په اوږدو کې د خپلواکي په ګتلو کې بریالي وتلې خو د هغې په پالنه او ساتنه کې پاتې راغلې ده.

فرانسه . اګست ۲١ ، ۲۰۱۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x