افغانستان

هرات ترافيکي پيښې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا: د هرات ولايت چارواکي وايي چې، شين ډنډ ولسوالۍ کې د يو کاسټر او کرولا موټر د ټکر له امله ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات ولا یت د امنيه قومندانۍ وياند عبدالروف احمدي وايي چې، دغه پيښه پرون چهار شنبه ماذديګر د شين ډنډ ولسوالۍ په يوه څلور لارې کې د يو کاسټر او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. احمدي وايي چې، په دغه پيښه کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د امنيه قومندانۍ وياند وايي چې، په وژل شويو او ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم موجود دي.

د يادونې وړ ده چې، د هيواد په بيلابيلو سيمو کې ترافيکي پيښې ورځ تر بلې زياتيږي.

د کتونکو په اند د دې پيښو لامل د چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي اصولو نه مراعاتول او په لارو او څلور لارو کې د ترافيکي نښو نه شتون دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x