نظــر

درباری ملا ولی ګونګ ده؟

لیکوال:بحرعمیق

درباری ملا خو یاګونګ ده او یا یی خپل علم هیر کړی ده اویاخپل دین حق نه بولی.
نعوذباالله من ذالک:

ددی فاسد نظام په موجودیت کی شته ملایان ولی حق نه بیانوی ولی ددی حکومت فساد ته فساد نه وایی ولی ددی حکومت او امریکایانو ظلم ته ظلم نه وایی ولی ددی فاسدنظام دمشرانو غلطی ته غلطی نه وایی.

ددوی په شتون کی دهیواد تاریخی ورځی چه دشهیدانو له برکته مولاسته راوړی دی اوباید په شرعی طریقه ولمانځل شی په کنسرتونو سازونو او نورو حراموکارونو سره لمانځل کیږی او دوی چوپ دی هیڅ هم نه وایی.

دلته سوالونه را پیداکیږی چه باید درباری ملایان یی جواب کړی.

اول: یاخو دوی ته پر حق باندی سترګی پټول او حراموته جائز اوجائزته په حرام ویلو باندی پیسی ورکول کیږی کچیری همداسی وی نو دی ته شریعت علماء سوء یعنی بد علماء وایی باید دوی پسی اقتداء ونشی.

دوهم:یاخو دوی ته هم دغه حرام اوفحشاء کارونه خوند ورکوی لکه سازونه کنسرتونه فلمونه ظلم غلا وحشت اورشوت.
که داخبره وی نو بیاهم داعلماء سوء دی.

دریم:اویاخو دوی پوهیږی چه دغه کارونه حرام دی خو دوی له ډاره څه نشی ویلی.

څلورم:داچه دوی حرام ورته وایی خو ددوی خبری ته څوک اهمیت نه ورکوی او نه دعالم په سترګه ورته کتل کیږی.

په دی ټولو سورتونوکی همدغه درباری ملایان ملامت اوګناهګار دی په دلیل ددغه حدیث شریف سره.

او کما قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من رأی منکم منکرا فلیغیر بیده و إن لم یستطع فبلسانه و إن لم یستطع فبقلبه و ذلک اضعف الإیمان.
(صحیح مسلم.۱/۵۰)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې یو منکر.نارواکار. وویني، نو باید په لاس یې منعه کړي او که دلاس توان یې نه درلوده، نو باید په ژبه ورته ووايي او که د ژبې توان یې هم نه درلوده، نو په زړه کې دې ورسره نفرت ولري، چې دا به د ضعیفه ایمان والا کسان وي.

اوس همدا درباری ملایان چه حق نشی ویلی خو مقاطعه دی وکړی له حکومت سره .

او جهاد دی اعلان کړی ددوی په خلاف دی مبارزه وکړی بیانونه دی وکړی چه زمونږ مسلمان او افغان ولس پوه شی او له دی هلاکت څخه ځانونه وساتی.

که داټول نشی کولی ایمانونه یی ډیرضعیف وی نو بیاخوی دی باطل ته مشروعیت هم نه ورکوی اسلامی حکومت دی نه ورته وایی .
اونورو مجاهدینوته دی دبی غیرتی دعوت نه ورکوی چه هغوی هم دصلحی په نامه تسلیمی ته راشی او له تاسوسره په دی بی عزته او ددین مخالفه کړنلاره کی شرکت وکړی او ټیټی سترګی زندګی وکړی.

که بیاهم يوڅوک دومره په سترګو ړوند شی او له تاسو سره په دی غیراسلامی مبارزه کی چه خاص دامریکایانو دګټی او خوشحالولو لپاره ده ګډون وکړی نو داسی حال به یی وی لکه ستاسو چه دسترګو په وړاندی مو اسلام قران او شعائرالله ته سپکاوی کیږی اوتاسو خړی سترګی ورته نیولی وی هیڅ هم نشی کولی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x