ورزش

د افغانستان د فټبال ملي لوبډلي روزنه به المانی کوچ مولر کوي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د فټبال فیډراسیون ویلي چي د محمد یوسف کارګر پر ځای به د افغانستان د ملي لوبډلي روزنه المانۍ روزونکی ریش روته مولر کوي.
د نوموړي په اړه ویل کیږي چي ددې تر مخه یې د المان د ملي لوبډلي تر څنګ د ایران او ځینو محلي لویو کلپونو روزنه کړې.

 

او زیاته کړې چي د المان او افغانستان د فیډراسیون د پریکړي سره سم به دغه روزونکی د 2014 کال د آسیا جام په سیالیو کي د ځای موندلو لپاره چي کومي لوبي کیږي، تر هغو پوري به د افغانستان د روزونکي په توګه پاته شي.

د آسیا جام چي په کال 2015 کي به په اسټرالیا کي تر سره شي، د هغه لپاره به د روان کال 2014 په مئي میاشت کي په مالدیف کي د آسیايي هیوادونو تر منځ لوبي وشي، او هغه هیوادونه چي په دغو لوبو کي بریالي شي، هغه بیا د آسیا جام لپاره لوبو ته وزي.

د آسیا جام په هر څلور کلونو کي یو ځل کیږي، او یوازي د آسیا څخه منتخب هیوادونه په کښي ګډون کوی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x