افغانستان

لوګر: درې امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سې شنبه،۳۱ زمری، ۱۳۹۶): د لوګر ولايت مرکز مربوط د بادخواب سيمه کې په امريکايي ځواکونو وسله وال بريد شوی، چې له امله يې درې امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرباڼه کې ويلي، چې په ياده سيمه کې يې په امريکايي ځواکونو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه امريکايي عسکر وژل شوي او يو بل ټپي دی.

يوې ځايي باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې تېره ورځ ماذيګر ناوخته د بادخواب په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امريکايي ځواکونو تر منځ درنې نښتې وشوې، چې له امله يې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله ورسېده.

د سرچينې په وينا، کله چې په دغه بريدونو کې امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته، هغوی په ولسي خلکو ډزې وکړې چې په پايله کې يې څلور تنه ولسي وګړي ووژل شول او يوه ميرمن ټپي شوه.

په دې اړه تر اوسه په افغانستان کې ميشت د قاطع ملاتړ ماموريت څه نه دي ويلي.

خو امريکايي ځواکونه د خپل عادت له مخې، کله چې ورته په جګړو کې تلفات ورسېږي بيا خپل غچ له ولسي خلکو اخلي.

تر دې مخکې هم امريکايي ځواکونو په ځلونو ولسي وګړي د خپلو بريدونو نښه ګرځولي، خو د ملي وحدت حکومت چارواکو په دې اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x