افغانستان

طالبان: امریکا به د حقایقو منلو ته مجبوره کړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۱ زمری، ۱۳۹۶): طالبانو د امریکايي ولسمشر (ټرمپ) هغه تګلاره غندلې چې په افغانستان کې يې د جګړې په دوام او د خپلو عسکرو په پاتې کېدو باندې ټینګار کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکایان د دې پرځای چې حقائق درک کړي، لا هم خپل زور او ځواک ته مغروره دي او د عسکرو د ایستلو پرځای د جګړې په دوام فکر کوي.

خو زیاتوي چې افغانان به یې په وړاندې په پیاوړې روحیه او عزم تر هغه «جهاد» کوي چې یو امریکايي عسکر هم په افغانستان کې شتون ولري او په وینا یې، که امریکایان خپل عسکر ونه باسي دا هیواد به د امریکايي امپراتورۍ په هدیره بدل شي.

امریکايي ولسمشر (ټرمپ) نن په خپلې وینا کې وویل چې «امریکایان وارخطا دي چې په افغانستان کې تر ټولو اوږده جګړه نه ګټل کیږي» او زیاته یې کړه چې ده یې د ګټلو تصمیم نیولی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ یادې خبرې ته په اشارې ویلي چې دوی به د امریکایانو دغه وارخطايي نوره هم زیاته کړي او د حقایقو منلو ته به یې مجبور کړي او په وینا یې افغانان د خپل هیواد د استقلال د ګټلو او د اسلامي نظام په لاره کې نه ستړي دي او نه به هم ستړي شي.

ښاغلي مجاهد د امریکايي ولسمشر ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یې د امریکا لپاره تهدید وباله او د سپتمبر د یوولسمې پیښې یې په کابل کې پلان شوې وګڼلې. هغه زیاتوي:

«افغانستان د هيچا لپاره تهدید نه دی اونه زموږ له خاورې چاته ضرر رسیدلي، بې ځایه ادعاوې او د استخباراتي پروپاګند تر تأثیر لاندې راتلل پخپله د جګړو او بدبختیو لامل ګرځیدلي دي».

څو ورځې وړاندې طالبانو د امریکا ولسمشر ته په یو پرانیستي لیک کې مشوره ورکړې وه چې له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي. خو ټرمپ په نننۍ وینا کې د امریکايي عسکرو په پاتې کیدو او د افغانستان د جګړې په غځولو ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x