افغانستان

جنرال ډيمسي: د افغانستان په اړه په ګڼو پلانونو کار کوو

د امريکا دفاع وزارت پينټاګان ويلي چې، د افغانستان اړوند پر ګڼو پلانونو کار کوو. سرچينې د امريکايي ځواکونو د لوی درستيز له قوله ليکلي چې، له ۲۰۱۴ کال ورورسته به له افغانستانه ټول عسکر وباسو او يا به لس زره عسکر پريږدو.

ديمسي وايي چې، په دې اړه پر بيلا بېلو پلانونو کار کوي. جنرال مارټن ديمسي امريکايي کانګريس ته په خپلو خبرو کې و ويل چې، د روان کال د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته به د افغانستان حالات ډېر ترينګلي او تاوتريخوالی به زيات شي.

د يادونې وړ ده چې، د امريکا ولسمشر باراک اوباما دفاع وزارت ته امر کړی چې، له افغانستانه د امريکايي عسکرو د ويستلو پر پلان کار وکړي. د اوباما ادارې ويلي و چې، که راتلونکی ولسمشر امريکا سره امنيتي تړون امضا کړي، نو دوی به خپل لس زره عسکر په افغانستان کې پريږدي. په بل صورت کې به دوی خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x