امریکايي خبریال: ټرمپ اوس پوه شو چې د جګړې ګټل اسانه نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۱ زمری، ۱۳۹۶): د سپینې ماڼۍ په چارو کې د «سي ان ان» تلویزون خبریال (سټیفن کولینسن) د افغانستان په اړه د امریکايي ولسمشر ټرمپ وروستۍ وینا ته څیړنیزه کتنه کړې.

خبریال تر دې سرلیک «د افغانستان موضوع به ټرمپ ته دا ورښودلي وي چې ګټل دومره اسانه نه دي» لاندې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ تر ولسمشرۍ وړاندې خبره ډیره ساده فرض کړې وه او تل یې سینه ډبوله چې دا جګړه به وګټي.

د نوموړي په خبره، خو په بیګانۍ وینا کې یې خلکو ولیدل چې د امریکا نوی ولسمشر هم له هغه حقیقت سره مخ دی چې د چارو متخصصین پرې باور لري او هغه دا چې د افغانستان شپاړس کلنه اوږده جګړه د ګټلو نه ده.

خبریال (سټیفن کولینسن) د ټرمپ وینا له سر څخه تر پایه پورې د «غټو خبرو هوايي ضربې» ګڼلي او لیکلي یې دي چې د یوې ناکامې جګړې له هر نوي اعلی سرقمندان څخه د همداسې غټو خبرو توقع کیږي.

هغه د ټرمپ له وینا څخه دا خبرې چې «زمونږ عسکر به جګړه ګټي، مونږ به تر هغه جنګیږو چې جګړه وګټو، مونږ به دښمنان تر بریدونو لاندې وساتو، مونږ به طالبان پرینږدو چې افغانستان ونیسي» اقتباس کړي او په تعقیب یې لیکلي چې دا کومې نوې خبرې نه دي، بلکې د امریکايانو تر ټولو اوږدې جګړې په هره مرحله کې شوي دي.

د سي ان ان تلویزون خبریال د ټرمپ د تګلارې په موثریت باور نه لري او لیکي:

«په یو داسې هیواد کې، چې د بهرنیو یرغلګرو په وړاندې سخت حساسیت لري او جورج بوش او اوباما دواړو په کې جګړه نه ده ګټلې، ډیره مشکله ښکاري چې ټرمپ یې په خپلو تګلارو وګټي».

د یاد لیکوال او څیړونکي په وینا په حقیقت کې د ټرمپ پالیسي د افغانستان د اندیښمنوونکي امنیتي حالت د کابو کولو او دغه راز د خپلې واکمنۍ په موده کې له احتمالي شکست څخه د ځان ساتنې یوه هڅه ده.

د هغه په باور د ټرمپ ستراتیژي اوس د جګړې د ګټلو په ځای په دې تمرکز کوي چې څرنګه له دې جګړې څخه «یوه شرافتمندانه دایمي نتیجه» لاس ته راوړي.

نوموړی لیکي چې په دې ستراتیژۍ کې داسې څه لږ تر سترګو کیدل چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې وارخطا تګلاره تصحیح کړي. د لیکوال په وینا، دا یوه داسې جګړه ده چې «امریکا یې اوس پریښودی نه شي، خو د همدومره کلونو په تېرېدو یې بیا هم ګټل تقریبا محال دي».

لیکوال د ټرمپ د تګلارې هغې برخې ته هم اشاره کړې چې له مخې يې د اضافي عسکرو شمېر او د وتلو مهالویش پټ ساتل کیږي. هغه د امریکا د ګانګریس د پخوانۍ مشرې (نانسي پیلوسي) له قوله لیکلي:

«دا چې ټرمپ وايي د اضافي عسکرو شمېر او د وتلو مهالویش نه اعلانوم، په حقیقت کې د امریکايانو ژوند له یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ کول دي او د امریکايي ولس په وړاندې د عدم مسئولیت ښکارندويي کوي».

د سپینې ماڼۍ په چارو کې د (سي ان ان) تلویزون خبریال (سټیفن کولینسن) لیکي چې تر ډیره حده د ټرمپ ستراتیژي داسې معلومیده لکه د اوباما څرګندونې چې تکراروي؛ یوازې د هغو څو محدودو انتخابونو ترمینځ اوښت را اوښت چې د امریکا نظامي پلانګذارانو ته ورپاتې دي.

لیکوال د خپل څیړنیز راپور په پای کې لیکي چې د جګړې ګټل ډیر سخت دي او د ولسمشرانو فیصلې کله ناکله په دې خاطر وي چې محض له شکست څخه پرې ځان وساتي.



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    په حقیقت کی ټرمپ یانوردکفارومشران که داخلی دی یا خارجی داسلام دمقدس دین له حقیقت اوجزباتوناخبره دی هره ستراتیجی دخپل فکراوګمان له رویه جوړوی،اوس هم زه ګمان کوم چه لافی وهی مات دی فقط په دمکیو اولافومسلمان اولس بیروی – دوی ته پوره تجربه ده چه په هیڅ ځای کی مسلمانان زورته ندی تسلیم سوی غیرله ډیرو اقلیتو ملکو چه دمسلمانانوشمیریی ډیرکم وی – وپلستین ته نظر واچوۍڅونه وخت یی کیږی دپلستین سره تنهااسرائیل نه جنګیږی امریکاورسره جنګیږی ټول غربی کفار دامریکادراضی کولودپاره ورسره ولاړدی اواقتصادی کومک ور سره کوی.په احترام عبدالوحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.