دذي الحجې دمیاشتي دلسو ورځو فضایل

لیکنه: مفتي احسان الله….

پر بې وسه بندګانو دالله رب العزت بې پایانه احسان دی، چې دعبادت لپاره يې ورته بېلابېل موسمونه پیدا کړي، په هر موسم کې انسان عبادت ته له یو نوې حوصلې سره تیار وي، ددغو مبارکو موسمو څخه یو هم دذو الحجې اولي لس ورځي دي، ددې لس ورځو فضائل رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته په ډیر واضح ډول بیان کړي دي.

دعباس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دکال په ورځو کې داسي ورځي نسته چې په هغو کې دي نيك عمل وسي، او دا نیک عمل دي ددغو (لسو ورځو) تر عبادت زیات غوره وي، خلګو پوښتنه وکړه، چې دالله په لاره کې جهاد هم ددغو ورځو له عمل سره برابر ندی؟ (ده صلی الله علیه وسلم جواب ورکړ) چې ما سوا له هغه چا چې دالله په لاره (جهاد) کې په خپل ځان او مال سره جهاد ته ولاړ سي، او بیا کورته يې نه مال او نه هم دی وګرزي (یعني شهید سي). بخاري

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ددنیا په ورځو کې تر ټولو غوره ورځي دغه (دذو الحجې) لس ورځي دي، خلګو پوښتنه وکړه، چې دالله په لار (جهاد) کې ورځي تیرول هم ندي ورسره برابري؟ ده ورته وفرمایل: دالله په لار کې ورځي هم ندي ورسره برابري. مسند البزاز

دابن عمر رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ددنیا په ورځو کې لويې او داسي ښې ورځي نسته چې په هغو کې دي الله ته دذو الحجې تر ورځو عمل کول ډیر محبوب وي، نو په دغو ورځو کې تهلیل (لا اله الا الله) تکبیر او تحمید زیات وایاست. مسند أحمد، مسند عبد الله بن عمر

دنبي علیه السلام له ځینو بيبیانو څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دذو الحجې په نهو ورځو کې روژه نیوله. سنن ابو داود

الحاصل:

ددغو ورځو فضايل په احادیثو دونې زیات دي، چې دټولو فضایلو ذکر کول ناشونی دی، خو ډیر مناسب به دا وي، چې دغه لسو وروځو په داسي شان استقبال وکړو، چې زیاته خوښي وښیو، چې الله پاک دا ورځي راباندي راوستې، او په دغو ورځو کې چې څه مو له وسه کیږي، هغه عمل وکړو. لکه الله ته دتیرو ګناهونو توبه وکاژو، لمونځونه په جمه سره وکړو، نوافل ادا کړو، خیروخیرات وکړو، دمحتاجینو سره مدد وکړو، دمسلمانانو له بې وزلو بندیاینو سره مالي کومک وکړو، روژه ونېسو، کلمه، تسبیح، تکبیر او دالله حمدوثنا ووایو او داسي نور څه چې راته اسانه وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.