fbpx
islamic world map

افسوس چې خپل، پردي ګڼو!!

د اسلامي نړي د ستري او ورستنۍ کلا يعنی عثماني خلافت (چې تيره ورځ يې د نړيدا کليزه وه) په هکله مي د ملګرو سره خبري کولي، زه خورا په احساساتو کې ډوب او د اسلامي امت د بيا راپاڅيدلو په هيله مي د زړه غوټي خلاصولي، په سوريه کې د اسد د کورنۍ ظلمونه ملګرو ياد کړل، او د شعب ابي طالب سره د ورته يوه ناورين پر مسئله سره وږغيدو، ورسته د مصر خبره رامنځته شوه.

هر چا يوڅه ويل، چا ويل مصر د اسلامي نړۍ دزړه (بيت المقدس) د آزادۍ کېلي ده چا ويل مصر د مسلمانان يواځينۍ هيله او آرزو وه چې په اوبو لاهو شوه او چا بيا تر اوسه لا نيکې هيلې په زړه کې ساتلي وي او د راتلونکي د ښه کيدا خبره يې کوله. خو د افسوس خبره دا وه چي هلته مي د خپل قام ځيني مشران ناست وه د مدرسو استادان ناست وه او په سيمه کې په روڼ آندو مشهور کسان ناست وه، چې کتل مې ځينو يې پټ پټ سره خندل چې دا ليوني په کومه خبره اخته دي او څه وايې!! هغوي خورا زوړ منطق سترګو ته نيولی وو او ويل يې: زموږ پښه په خپله پايڅه کې اړه ده مونږ په نور څه کار لرو!! زموږ افغانستان په سره اور کې لت پت دی او د ښکيلاک په پنجو کې را ګير دي او د غربيانو ربړونه پري تيرېږی او تاسي د سوريې او مصر خبره کوئ. اول خپل غم وخوری بيا د پردو!! لکه مونږ چې راکټونه پر اوږه کړي وي او سوريې ته روان يو دوي دغسي راته په قهر ږغيدل.  

زه نه پوهيدم چې څه ووايم؟! ځکه چې مشران هم دوي وو او استادان هم دوي، له احترامه مي خوله پټه کړه او هيڅ مي ونه ويل خو غوښتل مي ورغبرګه کې کړم چې د غرب لاره خو تاسو خلاصه کړي چې د هغوي ټول پلانونه او ټولي نقشي مو منلي!! تاسي چې بايد د اسلام له مرز هاخوا بل مرز ونه منئ، اوس هغوي تاسي ته پر هر دوګامه يوه يوه پوله جوړه کړي او اوس په خپله اسلامي خاوره کې بيله پاسپورټه او ويزي يو ګام نشی اخيستلئ او هغوي په ټوله اروپا کې داسي ګرځي لکه کورکې چې وي!! تاسو د هغوي نقشي منلي او غاړه مو ورته ايښي ده. هغوي ستاسو ښاورنه ټوټه کړل او تاسو و منل هغوي ويل پاکستان بيل او  افغانستان بيل تاسو ويل سمه ده هغوي ويل سوريه بيله او عراق بيله نو تاسو ومنل!! او اوس سوريه تاسو ته بيل هيواد ښکاري او مصر او عراق بيل، که تاسو د اسلامي امت دمسجدونو زمام دارانو له اولي ورځي خپله وظيفه نه اداء کړي واي د ملت او قوم په زړونو کې مو د ټولي اسلامي نړۍ مينه کرلي واي نو اوس به خاماخا ستاسي او ستاسي د ملت زړه په سوريه، مصر او فلسطين خوږيده.

دا صحيح ده چې نن زمونږ پر وطن ناورين دی او د سختو کړاونو سره لاس او ګريوان يو نو آيا مونږ بايد ټول يواځي خپل شکايتونه وکړو خپل دردونه بيان کړو او بل مسلمان ورور آن په خبرو کې لا ياد نه کړو؟ فرض کړه چې ته په يوه پيښه کې سخت زخمي شوی يې، آيا دا ښه ده چې ته پخپله خپل ګريوان څيري کړي او د خلګو غوږو ته د خپل درد فرياد ورسوي، او که ښه داده چې کوم بل کس ووايي دغه ملګري په ګولي لګيدلی او يا سخت ژوبل دی؟ زه خو وايم ښه داده چې لکه د فلسطين د حماس د جهادي ډلي مشر (اسماعيل هنيه) چې پخپله دا شپيته کاله د ډير شرير دښمن سره په دوامداره توګه په جګړه اخته دی خو بیا هم په خپلو بیانونو کې افغانستان، صومالیا، او نور له یاده نه باسي او په نامه یې یادوي. دا نه وايې چې زه پوهيږم خپله بلا او افغانستان پوهېږي خپله بلا!.

بله خبره: آیا چې کله پر افغانستان باندي امریکا برید کاوه دا د جهان مسلمانانو ولي تظاهراتونه وکړه؟ او آن د اندونیزیا خلکو روژي ونیولي او افغانستان ته یې دعاګاني کولي؟ دا ځکه چې په هغوي کې د مسلمان سره د همدردي احساس پروت وو او دا یې خپل تر ټولو وړه دنده ګڼله چې پر انټرنټ او تلویزیون خپله غوسه دنیا ته څرګنده کړي.

او بله داچې په عادي مجلسونو کې دغسي خبري زموږ په خلګو بدي لګيږي! که داسي واي چې دغه خبره په یوه ستر کنفرانس کې شوي واي چې موضوع د بحث بله واي او کوم چا دي لورته ډير پام کړی واي نو کیدلاي شوه څوک ورته ووايې چې په کنفرانس کې د بحث موضوع د افغانستان په هکله وه نه د سوريې او مصر په هکله نو ته مهرباني وکړه په دغه موضوع و ږغیږه، خو چې کله په ساده بانډارونو کې چې بیله غیبت او بی مانا خنداګانو بل څه نشته، دغسي ارزښتناکي خبري وشي او د اسلامي نړی د ځوانانو وینه په جوش راځي او د خپلو مسلمانو وړونو خویندوسره یې خواخوږي ډيرېږي نو په دغسي مجلس کې نامناسبه ده چې څوک په دغسي بحث پوري ملنډي ووهي او سوریه بیل او افغانستان بیل وګڼي.!

دغي ته ورته هغه د مصري خارجه وزیر خبره را یاده شوه چې کله په کال ۱۹۵۲ او یا دغه ته نږدي کال کې د سازمان ملل کنفرانس ته ورتئ نو مصري ملت تري وغوښتل چې دفلسطین خبره وکړه او د فلسطینانو سره د شوي ظلم خبره د جهان ټولو خلکو ته ورسوه خو هغه دا هیڅ هم نه کړل اوبیرته کورته راوګرځيد، چې کله خلکو تري و پوښتل چې ولي دي د فلسطین په اړه هیڅ هم ونه ویل؟؟ ده ورته وویل زه خو د مصر خارجه وزیر وم نه د فلسطین!! آیا له ورایه نه ښکاري چې ددغه وزیر وجدان څومره مړاوي وو؟ او آیا دده دغه منطق تاسي ته د منلو وړ دی؟

او چې د نړئ په ګوټ ګوټ کې د یوه مسلمان ورور او خور سره آن په تشو خبرو، د فیسبوک په کامنټونو او یا د تصویر په نشرولو هم ملاتړ ونکړو نو بیا ولي ځانته مسلمانان وايو؟ آخر دغه ځوانان چې نشي کولی د سوریې وږو تږو او زخمیانو ته مرسته ورسوي او یا یې د دښمن لاس تري لنډ کړي ایا دغه هم نشي کولی چې دعاګاني ورته وکړي او نور مسلمان وړونه هم دعا ته را وبولي؟ په خپلو مجلسونو کې بحث پري وکړي او د دښمن ظلمونه یې و غندي؟

لکه څنګه چې ما درته د مصر د خارجه وزارت خبره تیره کړه، زه خو وایم که نن دا ډول نظر زمونږ په ټولني کې شته نو کلونه وړاندي په نورو ګاونډیو هیوادونو کې د مسلمانانو او په ځانګړي توګه د علماؤ او ځينو مشرانو تر منځ موجود وو. دلیل یې دادی: هغه وخت چې پر افغانستان روسانو یرغل وکړ او په زرګونه مسجدونه یې وران او په ملیونونو انسانان یې شهیدان او زخمیان کړل او په زرګونه کورونه یې خراب کړل نو ځیني دغسي علماء هغه وخت خاماخا په شاوخوا هیوادونو کې وه چې ویل به یې زموږ یې په افغانستان څه؟ (زمونږ پښه په خپله پایڅه کې اړه ده) ستونځي لرو او یا زاړه یو یا مو اقتصاد ضعیفه دی او یا نوري دغه رقم باني.

خو د خوشحالۍ ځاي دادي چې ټول علماء او مشران دغسي نه وه بلکي د خلیج او اسلامي افریقا په هیوادونوکې ډيری داسي زړور او پوه او مجاهد علماء وه چې زمونږ عرب او عجم وړونه یې افغانستان ته د جهاد لپاره تشویق کړل او په زرګونه مجاهدین له مصر، سوریې، عراق او آن فلسطین څخه راغلل (چې ښګاره بیلګه یې عبدالله عزام فلسطینی) وو، او دلته یې زمونږ د پلرونو سره اوږه پر اوږه جهاد پيل کړ. ځینو آن خپلي کورني له ځانونو سره راوستلي او دلته یې واړول او د شهادت سره یې بیعتونه وکړل. ښځينه وو دعاګاني راته کولي علماؤ يې په خپلو بیانونو کې یادولو او ځوانانو عملي مرستي راسره کولي نو ځکه پایله د روس شرمونکي ماته شوه او يو ځل افغانستان آزاد شو.

نو اوس چې مونږ په یوي نسبي آرامتیا کې یو د فیصدۍ له لحاظه نن سبا دلته د ظلمونو، مرګونو، او بمبارونو کچه تر سوريې کښته ده، نو کولاي شو د خپلي خاوري په اړوند د سهار او ماښام بحثونونو تر څنګ یو ګړی د سوریې، فلسطین، عراق، مصر، میانمار، منځني افریقا او صومالیا خبره هم وکړو ترڅو د تاریخي لحاظه هم په دغو واقعاتو خبر شو. ویده پاته نه شو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلام او مسلمانو دښمنان هم و پيژنو او ورسره په څنګه خپل د وجدان د آرامتیا لپاره د زړه غوټي خلاصي کړو.

د هغي ورځي په هیله چې د اسلامي نړی لمنځه دا مجازي کرښي او باډرونه لیري شي او یو مرز یوه پيسه او یو قانون و لرو، له لویه خدایه د مسلمانانو پیاوړی اتفاق، ژوره پوهه او هراړخیر بریاليتوب غواړم.

عبد الجبار مطمئن – فراه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د