کرزي د امریکا نوې تګلاره وغندله او اشرف غني یې هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۱ زمری، ۱۳۹۶): پخوانی ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د جګړې په اړه د امریکايي ولسمشر ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره مخالفت ښودلی.

کرزي ویلي چې د ټرمپ په ستراتیژۍ کې د سولې پر ځای د جګړې په ادامې او پراخیدو تاکید شوی او دی یې په کلکو ټکو غندي.

نوموړي په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته کړې چې د افغانانو غوښتنه په هیواد کې او سیمه کې د دایمي سولې او ثبات ټینګښت دی، نه د جګړې، وژنو او تخریب دوام.

«د امریکا متحده ایالات باید هڅه وکړي چې د خبرو، مذاکراتو او سوله ایزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه کې جګړه پای ته ورسوي ترڅو د سیمې هېوادونه په سوله او امن کې یو له بله سره ژوند وکړي».

هغه په عین حال کې له ټرمپ څخه هیله کړې چې د پاکستان په خلاف خپلو توندو اقداماتو ته د عمل جامه ورواغوندي.

کرزي ویلي چې د امریکا نوې ستراتیژي دقیقه مطالعه کوي او په راتلونکو ورځو کې به خپل هر اړخیز موقف اعلان کړي.

خو له بلې خوا د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د ټرمپ وینا ته د خوښۍ څرګندونې کړي او دا یې د «مشرانو، ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو برکت» بللی چې ټرمپ نن دغسې وینا کړې.

اشرف غني نن د سه شنبې ورځ یوه «خاصه ورځ» وګڼله ځکه چې، په خبره یې، د امریکا ولسمشر څو ساعته مخکې ویلي چې له افغان حکومت سره به کومک کوي.

هغه نن په کندهار کې يوې غونډې ته وویل:

«نن یوه خاصه ورځ ده، د امریکا ولسمشر څو ساعته مخکې وینا وکړه، هیله ده چې تاسې یې وینا اورېدلې وي: امریکا به نور له افغان ولس سره تر پایه درېږي».

اشرف غني وویل چې د ټرمپ پیغام دا دی چې په افغانستان کې به د سولې لپاره مرستې جاري ساتي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په پای کې د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د خپلواکۍ او استقلال د ۹۸یمې کلیزې مبارکي هم ورکړه.



3 تبصرې

  1. دغه جنگ اوس خپل نهاي مقام ته درسيدولو په لور روان دي دغه جنگ د حزب الله او د حزب الشيطان په منز دي او ان شاء الله فاتح به حزب الله دي حق به گتي او باطل به نابوديژي سنگه چي د الله ج شانه فرمايلي مومنان بايد صبر او استقامت سخه كار واخلي. والسلام

  2. کرزي غله او جاسوس خو امریکیان راوستل جیبونه یې خپل ډک کړل او ۴۰۰ جنرالان یې یواځې له پنجشېره چې یوه اولسوالي ده په کار وګمارل چې اکسریت یې غله قماربازان ، ټکسیوانان او قاطیلن تېر شوي دي !
    خو کله چې پردې باندې پوه شه چې اشغالګر یې نور نه غواړي نو یې دملت پرستي او پتریوتیزم بڼه را واخیسته
    چې ملت غلط کړي !
    غني ګل د یهودي بی بی ګلې میړه خو داسې مردار مخ لر ي لکه دې دوزخي او په دې نړۍ یې مخ ګرزېدلی دی !
    نو غني به ولې بې له شرطه د یهودې بی بی ګلې په مصلحت داشغال دوام ته اتڼونه نکوي تر څو چې خپلو کمونیستو ، د لیبرالې دیموکراسي او سیکولاریسانو ملګرو لپاره د امریکایې دالرو به زور دشرابو جامونه ډک وساتي
    او ددوبۍ او تاجکستان فاحشه خانې هم بیکاره پاتې نشي.
    نالت پر دې فاسدینو دوی دې خپلې چړچې کوي يوه ورځ به ملي قیام ددوی په مخ وشي ! الله دې طالبان وروڼه موفق لري او دملت د همکاري ملګري وساتي !

  3. عبدالواحد اڅګزۍ

    اوس دافغانستان اسلامی ملت ته معلومه سوه چه ملحدین دالله اوملت ترمدد دکفاروپرمددزیاته تکیه لری

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.