نړۍ

د يمن پولې ته څېرمه اته سعودي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱سنبله، ۱۳۹۶): سعودي رسنۍ وايي، چې يمن سره په ګډې پولې د جګړې پر مهال اته سعودي عسکر وژل شوي دي.

 د سعودي نجران سيمې کې د سعودي عربستان او حوثي ملېشو ترمنځ جګړې شوي. سعودي رسنۍ وايي، چې د علي عبدالله صالح او حوثي ملېشو ګډ بريد په شا تمبول شوی او د هغوی يو شمېر وسله والو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د یمن حوثي ملېشې وايي، چې د سعودي عسکرو په ډلې يې توغنديز بريد کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

څو اوونۍ وړاندې هم حوثي ملېشو پنځه سعودي عسکر په يوه بريد کې وژلي وو.

رسمي شمېرې وايي، چې يوازې د تېر می مياشت راهيسې ۵۶ سعودي عسکر د حوثي ملېشو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۵  کال له پيله سعودي عربستان د يو شمېر عربي هېوادونو په مشرۍ يمن کې د نسکور شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د قانوني حکومت د بېرته قايمولو لپاره يمن کې پوځي عمليات پيل کړي او د سعودي په مشرۍ  ايتلافي پوځيان د يمن لنډمهالې پلازمېنې عدن ته له پوځي وسايلو سره رسېدلي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې دغه ايتلافي پوځيان د سمندري بندرګاه او قصر المعاشیق سيمو پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي هېوادونو چارواکي وايي، چې د منصور هادي د قانوني حکومت تر قايمولو او د حوثي ملېشو تر بشپړو ځپلو به دغه عمليات روان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x