افغانستانخبرونه

ذبیح الله مجاهد: موږ د جهاد او مبارزې لپاره ډیر وخت لرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱سنبله، ۱۳۹۶): تیره ورځ د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه، د ټرمپ له وینا وروسته امریکايي جنرال نیکولسن رسنیو ته وویل چې، د ټرمپ د ستراتيژي د اعلان معنی داده چې نور طالبان د جکړې له لارې بریا نشي ترلاسه کولای، دوی باید دسولې او مذاکرې لاره خپله کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نیویارک ټایمز سره په یوه تازه مرکه کې د جنرال نیکولسن خبرې په کلکه رد کړې، نوموړي ویلي،نیکولسن دي له خپلو پخوانیو مشرانو، په ځانګړې توګه جنرال مکرسټال، جنرال ډیویډپیټرایس او نورو امریکایي ستراتیژستانو څخه خپل معلومات بشپړ کړي،بیا دي فیصله وکړي چې طالبان جګړه ګټلی شي او کنه؟

ذبیح الله مجاهد نیویارک ټایمز ته ویلي، زموږ په زرګونو فدایي ځوانان استشهادي حملو ته انتظار دي، موږ به په نيژدې راتلونکي وخت کې نیکولسن او نورو امریکایي جنرالانو ته دا ثابته کړو چي دوي له څرنګه خلګو سره مخامخ دي.نوموړي‌زیاته کړې،( موږ په تیرو شپاړسو کلونو کې د امریکایي اشغالګرو ډیرې قوي، پراخې او عملي ستراتیژۍ ناکامه کړې دي.

ذبیح الله مجاهد د نیویارک ټایمز دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، موږ د جهاد او مبارزې لپاره ډیر وخت لرو، د زور او فشارونو په ژبه موږ له چا سره د سولې خبرې نه کوو، البته خبرې او مذاکرات به مو له هغه چا سره کړي وای چې د خبرو او مذاکراتو په ارزښت او د متقابل جهت په درناوي پوهیدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x