افغانستان

لشکرګاه : امنيه قومندانۍ کې پر ملي اردو سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ،۱سنبله ،۱۳۹۶):د هلمند مرکز لشکرګاه د امنيې قومندانۍ په دوهم قرول کې پر امنيتي سرتيرو موټر بم بريد شوی.

بريد چې نن غرمه مهال رامنځته شوی مسؤليت يې طالبانو منلی.

د هلمند امنيه قومندان عبدالغفار ساپی وايي : نن په امنيه قومندانۍ کې له کابل بانک نه د ملي اردو سرتيرو د مياشتني معاش اخيستو ورځ وه چې د دوی له راتګ سره سم موټر بم بريد وشو.

د بريد له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې لا نه ده په ډاګه شوي.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي : د موټر بم بريد له امله د ۳ ټانګونو او ۱ موټر د تخريب تر څنګ ګڼو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو همداراز شېبه وړاندي خبر ورکړ چې د کندهارـ هلمند لویه لار يې په بشړ ډول تړلې او زياتوي چې د اولس پرمخ د خادو لار پرانيستل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x