نړۍ

سعودي پاچا المغرب هېواد کې د اوړي د رخصتيو پر مهال سل ميليونه ډالر لګولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱سنبله، ۱۳۹۶): د برتانيې انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکلي د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز المغرب هېواد ته د کلنيو رخصتيو پر مهال سل ميليون ډالر لګولي دي.

د المغرب ځايي رسنيو ويلي، چې په تېر جولای کې پاچا سلمان د خپلو رخصتيو پر مهال د اوړي استوګنځي ته تللی و، چې په درې لکه مربع متره ځمکې کې جوړ شوی دی.

د دغې ماڼۍ د ترميم چارې په ۲۰۱۶ کال بشپړې شوې، د مېلمنو لپاره په کې ستره خېمه او د چورلکو د کوزېدو لپاره په کې نوی ځای جوړ شوی دی.

انډيپيندينټ د اسراييلي هارټس ورځپاڼې په حواله ليکلي، چې سعودي پاچا په دې سفر کې له ځان سره شاوخوا زر کسان ملګري کړي وو. د وزيرانو، سلاکارانو او د شاهي کورنۍ د غړو او خپلوانو لپاره هم د المغرب په پرمختللو هوټلو کې ځايونه نيول شوي وو.

د رسنيو په وينا د المغرب لومړي وزير سعد الدين العثماني او نورو چارواکو د سعودي پاچا تود هرکلی کړی او د ملک سلمان دغه سفر د المغرب د اقتصاد او سیاحت لپاره ګټور بولي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم د ملک سلمان د سفر په اړه ليکلي، چې زر تور مرسډيز او رينګ رور موټر له سعودي پاچا سره په دې سفر کې دي.

د پاچا سلمان د ماڼۍ شاوخوا ستر او پنځه ستوريز هوټلونه دي او دغه ماڼۍ د پلازمېنې طنجه په سيلاني سيمې کي دی.

انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکلي، چې ملک سلمان د المغرب سربېره د نړۍ په نورو مهمو ځايونو کې هم سترې ماڼۍ لري او د ساري په توګه يې د پاريس او اسپانيې ماڼۍ يادې کړي دي، خو د طنجه ساحلي سيمې ماڼۍ د ملک سلمان لپاره تر ټولو غوره ماڼۍ بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x