ټولنیز ژوند څه ته وايي؟ او څنګه یې غوره کړو؟

لیکنه: حضرت عثمان نوري

حضرت عثمان نوري

د بې وزلۍ ژوند ډیری وګړي دې ته اړ کړي چې د سیمې له اوسیدونکو سره یو څو ورځې ژوند د ګاونډیتوب په بڼه تېرکړي؛ خو دا لړۍ نه یواځې په افغانستان کې بلکې د اسلامي نړۍ سربېره په ګڼو هیوادونو کې جریان لري. دلته موږ ترهرڅه لومړی دا روښانه کوو چې ګاونډي څه ته وايي؟ او حقوق یې څه ډول اداء کولی شو؟
ګاونډي هغه چاته ويل کيږي، چې زموږ په شاوخوا (چم؛ ګاونډ او یا هم کوڅه) کې استوګنه ولري او د یو بل په غم او ښادۍ کې ځان شریک بولي.
هرهغه څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي؛ اړینه ده چې د ټولنې د غړو او د چم اوسیدونکو سره ښې او مثبتې اړیکي ولري، ځکه د ښو اړیکو پالل زموږ پر شخصیت مثبته اغېزه کوي. د ښو اړیکو یا د ټولنیز ژوند پالل اسان کار نه دی او یو ځانګړي هنر ته اړتیا لري؛ خو کچېرته مو ټینګ عزم او کلک هوډ وکړ، په ټولنه کې ښې اړیکي پاللی شئ!
د ټولنیز ژوند په پاللوکې بیا ډېر داسې کم خلک شته چې په سختو شېبو کې د خپلوګاونډيانو مرستې ته چمتو او د اړتيا پرمهال دهغوی ناروغ روغتون اوډاکتر ته رسوي. همداراز زموږ په ټولنه کې ځیني کورنۍ د ماشومانو په سر او د دیوال شریکۍ په موضوع کې زیات وخت شخړې او لانجې کوي…..ځيني کورنۍ بیا له دې هم سرټکوي، چې په اطرافو (بانډو) کې هغه د یوال شریکي کورونه چې پرته له خبرداري د خونو بام ته پورته کیږي او د خپل ګاونډی د ښځينه وو (تور سرو او پېغلو) د ځورونې لامل ګرځي….
که چېرې د ټولنې ټول وګړي داسلام دسپېڅلي دين په رڼا کې دګاونډيتوب حقوق وپېژني، هېڅکله به یې د ګاونډي سره ستونزه رامېنځته نه شي او په سولیزه فضا کې به خپل ژوند په خوښۍ تېرکړي. دا چې د ګاونډي حقوق څه دي؟ او د ګاونډي سره څه ډول ژوند او زنده ګي تېره کړو؟ دا هغه پوښتنې دي چې د لېکنې په پاتې برخه کې یې ځواب موندلی شئ!
الله (ج) په قران عظیم الشان کې فرمايي:
ژباړه: د الله تعالی عبادت وکړئ او شریک ورسره مه جوړوئ یعنې الله تعالی یو وګڼئ، عبادت یې هم وکړئ، شریک ورسره هم مه جوړوئ، د مور او پلار سره نیکي کوئ، دخپلو یتیمانو، مسکینانو (بې وزلو) او د هغه ګاونډيانو سره ښه سلوک کوئ؛ کوم چې مو رشته دار (خپلوان) وي، او د خپل ګاونډي سره، مسافر سره هم ښه کوه یعنې د هغه چا ملمستیا کوه چې دبل هېواد مسافر او د لارې لاروی وي.
حضرت ابوهریرة رض فرمايي: چې نبي کریم (ص) وویل: ای ابوهریرة! پرهېزګاره شه؛ ته به ټولو خلکو کې اوچت عبادت ګار شې، قناعت بخش اوسېږه؛ ته به په ډېرو شکر ګذاره خلکو کې حساب شې، څه چې د ځان لپاره خوښوې؛ د نورو لپاره یې هم خوښوه؛ ته به ټولو خلکو کې اوچت مؤمن شې، د خپل ګــــــاونــــــــــډي سره ښه سلوک کوه نو ته به اوچت مسلمان شې او خندا کمه کړه؛ ځکه خندا زړه وژني.
حسن بصري په خپل سند سره زیاتوي چې یو چا له حضرت محمد (ص) نه وپوښتل: ای د الله رسوله (ص) د ګاونډي یوبل باندې څه حقوق دی؟ هغه (ص) وفرمایل: که کوم څه درنه د پور په بڼه وغواړي نو پور ورکړئ؛ که بلنه درکړي؛ بلنه یې قبوله کړئ؛ که مریض (رنځور) شي نو پوښتنې ته یې ورشئ؛ که د مرستې غوښتنه درڅخه وکړي نو مرسته ورسره وکړئ، که څه مصیبت او ستونزه ورته پېښه شي نو عزت یې وکړئ؛ که څه ګټه ورته ورسیږي خوښي ورسره څرګنده کړئ؛ که وفات (مړ) شي نو جنازه یې وکړئ، او که چېرته غائب شي، نو د کور او عیال حفاظت به یې کوئ……

جضرت ابوذر غفاري (رض) فرمايي: چې ماته حضرت محمد(ص) د ۳ څیزونو وصیت کړی دی
۱- اوره او اطاعت (مننونکی) اوسه؛ اګر که یو پوزه پرېکړی غلام درباندې امیر وګمارل شي.
۲- کله چې د غوښې ښوروا (شوروا) پخوې نو په کټوه کې اوبه زیاتې کړه اوبیا ښوروا خپلو ګاونډیانو کره لیږه؛ وايي که یو سړی مړ شي او د هغه درې ګاونډیان وي او دغه درې ګاونډیان ترې راضي وي نو دده لپاره به بښنه وکړلی شي.
۳- او لمونځ په خپل وخت کوه.
که غواړئ ښه ګاونډیتوب وپالئ، نو لاندې څلور لارښوونې عملي کړئ !
۱- که تاسو سره څه وي؛ نو د ګاونډي همدردي پکې وکړئ.
۲- د ګاوڼډي مال او متاع ته تمه مه کوئ.
۳- ګاونډي ته دهېڅ ډول ضرر او تاوان رسولو کوښښ مه کوئ.
۴- او که ګاونډي تاسو ته ضرر در ورسولو، نو تاسو پرې صبر وکړئ.
په دې کار سره خلک تر ډېره بریده کولی شي چې د ګاونډي حقوق اود ټولنیز ژوند اصول ادا کړي خو ځيني خلک دا حقوق اوصول د پښو لاندې کوي، چې له امله یې بیا خپل خوږ ژوند په تاو تریخوالي تېروي.
دا چې ژوند ښکلی دی، نو په لوی لاس خپل ژوند مه بدرنګوئ او دا یو څو ورځې ژوند په ډېرې خوښۍ تېر کړئ!
ـــــــــــــــــــــــــــــ
پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.