tahado tahabo

کمه ډالۍ

رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: که زه تش وزرته وبلل شم ورځم اوقبلوم یې، لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِىَ إِلَىَّ ذِرَاعٌ أو كراع لَقَبِلْتُ ، رواه البخاري.

ذراع دپسه یابل څاروي دمخ پښې ته وایې او کراع یې لینګي ته وایې اوهغه لینګی چې له غوښې خالې وي . علماء وایې د دي مطلب داده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هرڅومره کمې تحفي اوډالۍ ته هم په درنه سترکه کتل او منله یې او خلک یې دې ته هڅول چې هرڅومره کمه ډالۍ وې هم باید درنه وبلل شې او ډالۍ ورکونکی خپه نکړل شي .

متاسفانه زموږ په ټولنه کې دایوه ستونزه شته چې کم شي ته په درنه نه ګورو که یوچاته کم شی په ډالۍ کې ورکړل شې نو وایې په دې شرمیده هم نه اوداسې نور … اودا شرعا غلط کار ده دخدای پیغمبر تش وزر هم قبلاوه . داراز که موږ یو څوک میلمه کړو اوښه خواړه ورنکړو بیاهم میلمه خبرې کوې وایې په سپیره شیروا یې کښینولم ، هغه نه و او دا نه وو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ ، له غوښو خالې لینګې ته که زه وبلل شم خامخا به ورشم .

حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د