د قطر حاجیان د سعودي د بندیزونو له کبله سږکال حج نه شي کولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱ وږی، ۱۳۹۶): په قطر کې د حج خدماتي شرکتونو سږکال حرمین شریفینو ته د حاجیانو له لیږلو څخه معذرت غوښتی.

یادو شرکتونو خواشیني ښودلې چې سعودي عربستان ورته داسې قوانین وضع کړي چې د حاجیانو د لیږد پروسه له خنډ او ستونزو سره مخ کوي.

وړاندې د قطر هیواد په سعودي عربستان نیوکه کړې وه چې د حج له فریضې څخه د یو سیاسي فشار په توګه استفاده کوي.

د الجزیرې د راپور له مخې په قطر کې د حج خدماتي شرکتونو په یوې اعلامیه کې پنځه لاملونه په ګوته کړي چې په اساس یې د حاجیانو د لیږد بهیر د نه پیلولو پرېکړه کړې.

دغو شرکتونو ویلي چې په سعودي عربستان کې د قطر د حج د ماموریت او په جدې ښار کې د قونصلګرۍ د نشتون له کبله دا ناممکنه ده چې حاجیان په هوسا او ډاډمنه فضا کې د حج فریضه ادا کړي.

هغوی زیاتوي چې سعودي عربستان د قطر هوايي شرکت الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې د جدې ښار او مدینې منورې هوايي ډګرونو ته مستقیم پروازونه وکړي.

دغه راز یې ویلي چې له قطر څخه تلونکي حاجیان د سعودي په بانکونو کې د مالي تعاملاتو پر مهال له ستونزو سره مخ کیږي او په بانکونو کې يې قطري ریال په سعودي ریالو نه بدلوي.

قطر کې د حج خدماتي شرکتونه وايي چې د وخت د کمبود له کبله نه شي کولی چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د حاجیانو د استوګنې لپاره لازم ترتیبات ونیسي.

همدارنګه ګڼو حاجیانو له اړوند شرکتونو سره نومونه ثبت کړي او پیسې تادیه کړي، خو دا چې د قطر پرضد په رسنیو کې منفي تبلیغات کیږي، دا ویره پیدا شوې چې ممکن قطري حاجیانو ته په سعودي کې امنیتي ستونزې پیدا شي، له همدې کبله یې خپل نومونه بیرته لغوه کړي او حج ته له تګ څخه په شا شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د حج له فریضې څخه د سیاسي فشار په توګه استفاده غندلې او د سعودي عربستان په هغه اعلان یې حیرانتیا ښودلې چې پر اساس یې قطري حاجیان د خپل هیواد هوايي شرکت په الوتکو کې سفر نه شي کولی او تنها د سعودي د هوايي شرکت په الوتکو کې حج ته تلی شي.

نوموړي وزارت د سعودي عربستان دغه اعلان «له منطقه لرې» بللې او زیاته کړې يې ده چې د نړۍ له معمول سره سم د هر هیواد حاجیان د خپل هیواد د هوايي، ځمکني او بحري نقلیه وسایلو په واسطه حج ته ځي او یا لږ تر لږه په هغو نقلیه وسایلو کې سفر کوي چې خپل هیواد یې ورسره د حاجیانو د لیږد تړون کړی وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا په خپل ډول کې لومړۍ پيښه ګڼي چې سعودي عربستان له یو هیواد سره ډیپلوماتیکي اړیکي قطع کړي وي او بیا یې د هغه هیواد حاجیان اړ ایستي وي چې خامخا به د سعودي هوايي شرکت په الوتکو کې حج ته ورځي.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې سعودي عربستان، متحده عرب امارات، بحرین او مصر له قطر سره دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکي پرې کړې. که څه هم د کویټ د امیر په منځګړتوب د دواړو خواوو د بیرته پخلاینې هڅې روانې دي خو تراوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د