حکمتیار صېب! اوس یې هم بین الافغاني بولې؟

حبیب مجاهد

د امریکا ولسمشر، د معاصر کفر تر ټولو کبرجن او مستدرج ټولواک ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د زرګونو وژل شویو عسکرو د هدیرې تر څنګ ولاړ دی او د یوې جګړې په اړه خپله ستراتيژي بیانوي.

ټرمپ وایي دا زموږ ( یعني امریکا) د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده، په دې جګړه کې زموږ ډیر عسکر وژل شوي او زرګونه نور ټپیان او معیوب شوي، مګر جګړه لا هم روانه ده، موږ لا هم کومه بریا نه ده ترلاسه کړي، زموږ دښمنان لا هم په افغانستان کې زموږ د اهدافو په وړاندې خنډ دي.

ټرمپ وایي: د افغانستان له جګړې د چټکې راوتنې عواقب د زغملو وړ نه دي، چټک را وتل به هلته خلا را منځته کړي او دغه خلا به ژر هغه خلک ډکه کړي چې تر ۹/۱۱ وروسته هلته ول. ټرامپ وایي د نوې جګړمارې ستراتیژۍ اساسي ټکی به دا وي چې له مهالني لیدلوري به مشروط حالت ته ځو. د پوځ تعداد او وخت په اړه به نه غږېږو، د تقسیم اوقات په اړه به نه غږېږو. دښمنان باید زموږ پر پلان پوه نشي. ټرامپ د وژل شویو امریکایي عسکرو قبرونو ته په اشاره وایي: ګڼ هغه کسان چې دلته خښ دي او په افغانستان کې مړه شوي، د رضاکارۍ هدف یې دا و چې امریکا بریالۍ شي. موږ باید د دوی موخې ته ژمن پاتې شو. زموږ د راتلونکیو میاشتو کارونه به د هغوی ارمانونو ته زموږ ژمنتیا وښیي.

ټرامپ د افغانستان جګړه خپله جګړه بولي، یعني د امریکا جګړه، د غرب د نوي استعمار او نوي نړیوال نظام د امتداد او پراختیا جګړه. ټرمپ وایي موږ په افغانستان کې په حکومت جوړونه او نورو کارونو کار نلرو هغه د افغانانو کار دی زموږ کار یوازې جګړه ده. مطلب دا چې ټرمپ ته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شتون او اوسیدلو هدف یوازې د جګړې اور بل ساتل او د هغه پر مخ وړل بریښي.

په داسې حال کې چې ټرامپ د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو یا پوځي جنرالانو په حیث ځان دافغانستان د جګړې یو اصلي فریق او لومړی لاس متصدي بولي، ددې جګړې ګټل خپل ستر هدف او بایلل یې د امریکا لپاره لوی شرم بولي. زموږ هغه نابغه چې ځان ته له مستعارو ادرسونو د دوو جهادونو سردار، مصنف، انجنیر، قاري، شاعر، لیکوال، ادیب، شیخ الحدیث، شیخ التفسیر، معبرالرؤیا او …………………….. او ……………… وایي ( ښاغلی حکمتیار یادوم) هغه بیا د کابل او نړۍ له امریکایي چینلونو څخه په اواز پورته کولو وایي چې د افغانستان روان جهاد (بین الافغاني او نامقدسه جګړه) ده.

ښاغلی حکمتیار صاحب! لږ خو د ټرمپ خبرو ته غوږ ونیسه، لږ خو ورته پام وکړه چې هغه د افغانستان د جګړې په اړه څه وایي؟ که دافغانستان اوسنی جهاد بین الافغاني جګړه وای نو امریکایانو به یې هم داسې ننداره کولای لکه په اویایمو کلونو کې چې ستا او آمر مسعود ترمنځ د بین الافغاني بلکې بین الاخواني او بین الانجنیري جګړو ننداره کوله. که د افغانستان اوسنۍ جګړه بین الافغاني وي او بیا هم امریکا په کې دومره سرګردانه او علاقمنده وي بیا خو یي باید ستاسو د هغه پخواني بین الافغاني جنګ د تازه ساتلو لپاره هم څو زره عسکر رالیږلي وای؟ آیا ولې امریکا په هغه بین الافغاني جنګ کې هیڅ علاقه نه درلوده او دنن ورځې په بین الافغاني؟ جګړه کې بیا تر هرڅه زیاته دلچسپي لري او حتی ولسمشر یې ددې بین الافغاني؟ جګړې لپاره بین الامریکایي ستراټیژي هم ټاکي؟؟؟

حکمتیار صېب! که ته خپل ضمیر دوکه کولای شي هغه ستا خپل کار دی مګر دغه ویښ ملت نه شې دوکه کولای. هغه د استاد یاسر خبره داسې ووایه چې زه بې عزمه او بې همته یم د خپلې بې همتۍ د توجیه لپاره ثابت نصوص او دین مه تحریفوئ.

او بله خبره دا چې جناب حکمتیار صېب! تاسو خو ویل چې زما د علم نجوم له مخې نور امریکایان د وتلو په حال کې دي او تر څو چې زه کابل ته رسیږم نو افغانستان به بشپړ له کافرانو خالي شوی وي. مګر اوس خو د ټرمپ رسنۍ وایي چې نور عسکر را روان دي اوس دې چې دا پیش ګوي درواغ شوه اوس څه کوې؟؟

ګورئ تاسو همیشه د داسې دروغجنو ادعاوو په توسط دا اولس دوکه کړی دی. مګر پوه شئ چې الله تعالی دروغجن رسوا کوي لکه ستاسو د سولې د تړون ټولې خبرې چې درواغ شوې او په پای کې هیڅ شی هم په لاس درنغلل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د نن اسیا پانی درنو چلوونکو السلام علیکم . مونږ تیره شپه د همدغه لیکنی په اړه خبله ارزوه او څیړنه باندی یوه تبصره ولیکله ، کله چه مو پوست کوله راته ولیکل شو چه دی ته ورته بله تبصره مونږ استولی ( چه نه وه استول شوی ) بیا مو نوم بدل کړو ، ( کله کله دا ډول تصامیم د پانی اتوماتیک برخه تر سره کوی ) او بیا مو پوست کړه دوهم ځل ټوله تبصره لیری شوه. ما ویل که دمهربانی له مخی معلومات راکړی ، که ستونزی کوم اړخ ته وی راتلونکی کی یی مخنیوی وشی… نور لوستل »

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

بزرگوارم حبیب الله خان درقدم نخست موجودیت نیروهای خارجی(کفری) درکشور ما تحت هر شرایط که باشد تجاوز پنداشته میشود دوم سخنانم درمحور دفاع از حکمتیار نمیباشد صرف از محور عقلانیت در ورای نجات مردم کشور وایمان ما به روز رستاخیز که هر فرد درحضور خالق قهارحشر میشود وجوابگو از هر عمل شایسته وناشایسته خویش میباشد. نکته قابل تامل این میباشد که با برداشت از فرمان الهی که همیش مومنین را به جهاد ومبارزه از اوان خلقت تا به روز قیامت(انسان) را تشویق وترغیب وامر نموده است .سوال دراین جاست مگر جهاد ومبارزه صرف در پرتو میل تفنگ وشمشیرها نهفته هست… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د پاڼی چلوونکو ورونو څخه په ډیره درناوی هیله لرم چه زمونږ پورتنی تبصری ځواب څومره چه ژر کیږی ولیکی چه زه د دغه تبصری په ډیلیت کولو پوه شم چه ستونزه کوم اړخ ته قرار درلود مننه

ښاغلي بیانزی صیب! بعضي وخت په پاڼه کې د تخنیکي مشکل له کبله ورته ستونزه رامینځته کیږي. ستاسو له یادګیرنې مننه کوو، زمونږ تخنیکي همکاران هڅه کوي چې په راتلونکي کې د ورته ستونزو د پیښېدو مخنیوی وکړي. مننه. اداره