BashaJaafari-1394103524-863-640x480

امريکا ملګرو ملتونو کې د شام پر سفير له نيويارک څخه پر وتلو بنديز لګولی

امريکا په ملګرو ملتونو کې د شام پر سفير بشار جعفري له نيويارک ښار څخه پر وتلو بنديز لګولی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې، ملګرو ملتونو کې د شام سفير نشي کولای چې، د نيويارک ښار له څلويښت کيلوميترۍ د باندې ولاړ شي. په خبر پاڼه کې راغلي چې، د ځينې هيوادو پر سفيرانو دغسې بنديزونه لګيدلي چې، د د نيويارک ښار له څلويښت کيلومترۍ د باندې وځي، نو د امريکا له حکومته به اجازه اخلي.

له دې مخکې د شمالي کوريا او ايران پر سفيرانو هم دغه شان بنديزونه لګيدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د