دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (اولسمه برخه)

لیکوال : دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې په تېره برخه کې مو پدې خبرې کولې چې شیطان په کومو حالتونو کې ډېر راځي پدې برخه کې به دا خبره را شروع کړو چې شیطان په انسان باندې یو کار او یوه ګناه څنګه کوي؟ ددې لپاره د شیطان څه لارې دي چې یوه ترېنه وسوسه ده نو د تېرې برخې په تعقیب …

شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟

شیطان چې په انسان باندې کوم کار کوي د هغه لپاره د شیطان څه لارې دي چې دی ورڅخه کار اخلی او د الله جل جلاله لکونه شکریه چې هغه شیطان ته دا وس نه دی ورکړی چې انسان کوم کار ته مجبور کړي او په زور يې ورباندې وکوي خو بیاهم شیطان څه لارې لري چې کله په انسان باندې کوم کار کول غواړي له هماغه لارو نه کار اخلي او چې کومه لاره یې کامیابه شي هماغه لاره کاروي د مثال په توګه :

وسوسه ور اچوي

وسوسه د شیطان لمړۍ لاره وي چې له انسان سره یې خپلوي د یو انسان په زړه کې د ګناه او غلطې لارې په اړه یوه خاطره ور واچوي او انسان دیته و هڅوي چې پدې اړه فکر وکوي او بالآخره یې عمل ته و هڅوي ددې وجې خو امام ابن قیم رحمه الله په خپل کتاب الفوائد کې فرمايی : کله چې درته د ګناه کومه خاطره راغله نو دفع یې کړه (ځان ورڅخه خلاص کړه) کنه نو ددې نه به فکر جوړ شي او که چېرته فکر ترې جوړ شو نو دفع یې کړه کنه نو دا به عمل شي او که چېرته عمل شو نو دفع یې کړه (د تېر نه استغفار ووایه او په راتلونکي وخت کې د بیا نه کولو ټینګه اراده وکوه او بیا یې مه کوه) کنه نو دا به د عادت شي او که چېرته د کومه ګناه عادت شوه نو دفع یې کړه کنه نو دهلاکت سبب به د شي . کتاب الفوائد لابن قیم رحمه الله

الله جل جلاله د حضرت آدم علیه السلام په واقعه کې فرمايي چې شیطان په جنت کې هغه ته ددې وسوسه ور واچوله چې هغه د هغه ونې نه خوراک وکوي چې دی ورڅخه منع کړل شوی وو الله جل جلاله فرمايي : فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آَدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَى (120) . سورة طه
ترجمه : پس وسوسه واچوله دغه (آدم علیه السلام ) ته شیطان (داسې چې ورته ) یې وویل ای آدمه آیا درته ونه ښایم ونه د تل ژوندي پاتې کېدلو او په پاچاهي چې نه زائلیږي (او تل پاتې کیږي) .

په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايی : فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآَتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ (20). سورة الاعراف
ترجمه : نو وسوسه واچوله دوی دواړو ته شیطان د پاره د دې چې ښکاره کړي دوی دواړو ته هغه چې پټ کړل شوي دي له دې دواړو ځنې له غلیظه وو عورتونو د دوی او وویل (ابلیس دوی ته) نه یئ منع کړي تاسې رب ستاسې له (خوراک) د دې ونې ځنې مګر له دې جهته چې نه شئ تاسې د واړه پرښتې (په مرتبه یا په ښائست یا په بې پروائي له خوراکه) یا چې نشئ تاسې له تل پاتې کېدونکو (په جنت کې).

په بل ځای کې الله جل جلاله د شیطان وسوسه یادوي چې هغه یې د خلکو په زړونو کې ور اچوي : مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ (4) الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ (5). سورة الناس
ترجمه : (ووایه چې په رب د خلقو باندې پناه غواړم) له شره د وسوسې اچوونکي تښتېدونکي (شیطان له ذکره د الله جل جلاله ) هغه (شیطان) چې وسوسې اچوي په سینو زړونو د خلقو کې (چې دغه وسوسه اچوونکی) له پېریانو او انسانانو څخه دی .

حضرت ابن عباس رضی الله عنه د پورتنیو آیتونو په تفسیر کې فرمایي : شیطان هر وخت د انسان زړه ته منتظر وي کله چې هغه غافل شي نو وسوسه پکې اچوي او کله چې هغه د الله جل جلاله په ذکر آخته شي شیطان ورڅخه په شا باندې و تښتي (ددې امله شیطان ته خناس (په شا تلونکی) ویل شوي دي)
او دا په زړه کې وسوسه اچول د شیطان لپاره اسانه دي ځکه د رسول الله صلی الله علیه و سلم د وینا له مخې چې هغه د انسان په بدن کې داسې ګرځي لکه وینه چې په بدن کې ګرځي له حضرت صفیة بنت حیی i (د رسول الله صلی الله علیه و سلم بي بي وه) څخه روایت دی هغه فرمايي : كان رسول الله معتكفا فأتيته أزوره ليلا فحدثتـه ثم قمت فانقلبـت فقـام معي ليقلبني وكان مسكنها في دار أسامة ابن زيد فمر رجلان من الأنصـار فلما رأيـا النبي أسرعا فقال النبي على رسلكما إنها صفيـة بنت حيي فقالا سبحان الله يا رسـول الله قال إن الشيطان يجـري من الإنسان مجـرى الدم وإني خشيت أن يقذف في قلوبكما سوءا أو قال شيئا. صحیح البخاري
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه و سلم په اعتکاف کې وو زه ورته د شپې راغلم چې ویې وینم ما ورسره خبرې وکولې بیا پاڅېدم روانه شوم رسول الله صلی الله علیه و سلم هم لما سره پاڅېدو چې ما ورسوي او ددې هستوګنځی د اسامة ابي زید په کور کې وو نو دوه کسان د انصارو څخه هلته تېر شول کله چې هغوی رسول الله صلی الله علیه و سلم ولیدو (چې زنانه هم ورسره ده) نو هغوی تېز شول رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته اواز وکولو ورته یې وویل : لږ صبر وکړئ دا ښځه صفیة بنت حیی ده … هغه دوو کسانو وویل سبحان الله يا رسول الله صلی الله علیه و سلم … (مونږ خو په تا باندې څه غلط شک نه کوو) رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل : بېشکه شیطان په انسان کې لکه وینه داسې ګرځي او زه پدې وډار شوم چې ستاسې په زړونو کې به څه بد او که یې وویل څه شی در واچوي . … نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x