په ګډ کور کې اختری پر چا واجب دی؟

ليكنه: مفتي احسان الله…..

په هر مالي عبادت کې شریعت هله انسان مکلف بللی دی، چې دهغه له وس او توان سره برابر وي، لکه زکات، سرسایه، حج او اختری، په زکات، سرسایه او اختري کې دتوان او قدرت معیار دنصاب وجود دی، لهذا له هر مسلمان، بالغ، مقیم انسان سره چې داختر په دغو دریو ورځو کې تر حاجت اصلي څخه زیات مال له نصاب سره برابر موجود وي، بس قرباني ورباندي واجبه ده.

زموږ په ملک افغانستان کې دخانداني نظام پر بنا، کورنی جوړښت مو داسي وي، چې هلته په کور کې سربراه یو کس وي، خو کار ټول په ګډه او شریکه تر سره کوي، مال او پیسې هم دټولو سره ګډي وي، لکه په یو خاندان کې پلار، زامن مور لور او خوراني موجودي وي، خو دکور مالي متصرف یوازي پلار وي، په دغه صورت کې خلک له حیراني سره مخ وي، چې اختری به اوس څوک کوي.

یوازي پلار به اختری کوي، لکه په ډیرو کورنیو کې همداسي کیږي، او که به يې ټول کوي. کله چې پلار مړ سي نو دزاړه ترتیب سره سم اختری یوازي مور یا مشر ورور کوي، نور ځان خلاس ورباندي بولي.

خو دشریعت له نظره په داسي کولو سره یوازي دهغه چا غاړي خلاسیږي، چا چې اختری کړی وي، دکور دنورو افرادو پر ذمه اختری بدستور باقي پاتي دی.

البته که مال ټول دپلار وي، او زامن هم کار ورسره کوي، لکه دا هم په موږ کې ډیر رواج دی، هلته بیا دسرمايې مالک یوازي پلار بلل کیږي، او له پلار ماسوا پر نورو اختری نه دی فرض، په دې شرط چې خپل شخصي پیسې ورنلري.

الحاصل:

په کور کې چې څومره بالغ افراد موجود وي، او داختر په ورځو کې دنصاب سره برابر مال ولري، هغه که نر وي، او که ښځه، اختری ورباندي واجب دی، دبل په قرباني سره يې ذمه نه فاریغیږي، او که يې ونه کړي، نو ګنهګار دی.

یادونه:

که پلار مړ سي، په کور کې مور، زامن، لوراني او خوراني پاتي سي، او دمړي په ترکه یا میراث کې پيسې یا زمکه پاته وي، په دغه صورت کې چې مور، خورانو او لورانو څومره برخه دمیراث دقانون سره سم کیږي، که هغه نصاب ته ورسیږي، نو پر دغه مور، لورانو او خورانو هم اختری واجب دی، خو په ډیرو کورنيو کې دېته پام نه کوي، خوراني او لوراني داسي ګڼي لکه په میراث کې چې بالکل حق نلري، په دغه صورت کې که اختری ونکړي، ګنهګار بللکیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د