us.troops.under.wall

ناڅرګند شمیر پوځیان؛ نامعلومې مودې لپاره

لیکوال: احمد محمدي

احمد “محمدي”

د آمریکې ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ له ټاکل کیدو څو میاشتې تیریږي، خو د افغانستان په اړه د تګلارې نه شتون دومره وخت افغاني کړکیچ په یو تناقض کې پرېوتی و.

ټرامپ د ټاکنیز کمپاین په وخت افغانستان کې د آمریکایي پوځیانو د پاتې کیدو سرسخت مخالف و او دغه جنګ یې یو بې سرنوشته جنګ باله، له دې بله خبره یې د افغانستان په اړه نه درلوده.

سپینې ماڼۍ ته له دننه کیدو وروسته ټرامپ د افغانستان او سیمې په اړه بل تصور پیدا کړ، چې نن یې خپله راتلونکی تګلاره په ویرجینیا کې خلکو ته واوروله.

د ټرامپ تګلاره د آمریکې اوږدمهال پلان نه، چې په افغانستان او سیمه کې لري وتلی نه شي؛ خو د پلان عملي کولو لارې کیدای شي بدل را بدل کړي.

د ټرامپ تازه تګلاره له پخوانیو سره څه ځانګړی توپیر نه درلود، خو یو څو خبرې یې د اوږد مهال پلان وضاحت کول.

※ نا څرګند وخت لپاره پاتې کیدل: له کله نه چې آمریکې او ناټو افغانستان کې د اسامه په بهانه پښې ایښي دي، دلته یو نامعلوم جنګ پیل شوی دی، چې د آمریکې حکومت تر اوسه خپل وتل له شرایطو سره نسبت ورکول.

دوی ویل چې کله هم افغانستان کې سوله راشي مونږ دغه هیواد پریږدو، خو په افغانستان کې همغه راتګ وخت نه یې ښه حالت دوی و نه لید، د دوی هره ورځ غزیدا دلته حالت سختې جګړې ته نږدې کول.

د آمریکې تیر حکومتونه د افغانستان حالت ښه کیدل د ځان ایستلو لپاره شرط ایښی و، خو د حالت بد کیدل ضمانت یې ځان سره ساتلی و.

کله نه چې دغه مبهمه جګړه تر وخت واوښته او نامعلوم سیر یې پیل کړ، دلته د سیاسي اشخاصو او سیاست پوهانو اندیښنې را ولاړې کړې. طالبانو چې د آمریکې سره جګړې په څنګ کې سولې هلې ځلې هم پیل کړی وې، په دې وروستیو کې متوجې شوي و، چې آمریکا جګړه غزیدا غواړي. طالبانو چې تر دې مخکې د روغې جوړې اساسي شرط د مسلح خارجیانو یو دم وتل ایښی و، اوس اوس یې دغه شرط یو ټاکلی مهالویش ته بدل کړی و، چې خارجیان د نړیوالو او سیمه ایزو ضامنو په مخ کې د وتلو یو مهالویش وټاکي، چې لس ورځې غواړي که لس کاله.

آمریکایي پالیسي سازانو، چې دلته اوږدمهال پلان لپاره کار کړی و په تشویش کې شول، هسې نه نړیوال رقیبان یې د افغان کشالې لپاره دغه دریځ نه ملاتړ وکړي؛ خپله تګلاره یې د یو مبهم وخت لپاره وغځوله، چې نور ورسره کار ونلري.

※ نامعلوم شمیر ځواکونه: د ۲۰۰۱ کال یوولس له سمپټمبر نه چې دلته د ناټو او آیساف په چوکاټ کې بې شمیره بهرني ځواکونه، د نړۍ له مډرینو وسلو سره زمونږ هیواد ته دننه شول له همغه وخته دلته سیمه کې زمونږ د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې او غوسې پاریدلي.

دلته اندیښنې دا وې، چې آمریکا او ناټو غواړي خپل نړیوال رقابتونه د افغانستان په مرکزیت ترسره کړي او دغه هیواد کې نامعلوم شمیر پوځیان ځای پر ځای کړي.

له ۲۰۱۴ کال نه وروسته چې آمریکې اعلان کړی و، چې خپل ټول ځواکونه به افغانستان نه وباسي؛ دلته سیمه ایز رقیبانو یې د نه مداخلې ګزینه ټاکلی وه.

مګر له ۲۰۱۴ کال نه وروسته آمریکې دلته یوه ماشومانه لوبه پیل کړه، کله به یې موده یو کال وغځوله، کله به یې دوه کلونه ټارګیټ کړ، ځینې وخت به یې د خپل پوځ شمیر ۹۰۰۰ نهه زره وښودل او کله به یې ۱۲۰۰۰ دولس زره اعلان کړل.

دلته د جګړې خواو به د یو مشخص او دقیق ډول د پوځیانو اوسیدو خبره مطرح کوله، چې يو څرګند مهالویش سره یو څرګند شمیر پوځیانو دلته تر اوضاع نارمل کیدو پورې پاتې شي، چې سیمه ایزو هیوادونه هم ګټې ورسره وې.

هغه وخت چې د آمریکې په سر مشرۍ ناټو دوه لکه بهرني پوځیان دلته جګړې ته داخل شول، یو نسبي امن هیواد یې د ناامنو هیوادونو سر ته وخیژول او حالات ورځ په ورځ خرابیدو لور ته روان شو، په لسو زرو خو به سل ځلي حالات بدتر کړي.

اوس ټرامپ له دې فشاره ځان ایستلو لپاره ناڅرګند شمیر پوځیانو خبره پورته کوي، چې په خیالي توګه ناڅرګند شمیر تر دوه لکو زیات ښودلی شو. هم خپل سیمه ایز رقیبانو ته د یو ځان ښودنې حربه کیدلی شي.

※ مونږ نه غواړو طالبان بیرته حاکم شي: په افغانستان کې د نوې نظام تر جوړیدو وروسته چې د ډیموکراسۍ تر شعار لاندې وده کوي، ټولو اړخونو ته د ولسواکۍ پر مټ دولت ته دننه کیدلو بلنه ورکوي. که څه هم طالبانو تر ډیره دغه شعار ته د خپل پالیسۍ باندې یو شي په سترګه کتل؛ خو په دې وروستیو کې د عامه ذهنیتونو ته په کتو طالب مشرانو د شفاف ټاکنو خبره پوته کړی وه، چې د بهرنیانو تر لاس لاندې نه وي. هغوی دلیل وړاندې کوي، چې د بهرنیانو واک لاندې دوې ټاکنې مو داسې پایلې درلودې، چې یو د آمریکې سفیر او بل یې د آمریکې بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب ولسمشران انتصاب شول.

اوس د ټرامپ نوې پالیسي د طالبانو حاکمیت په هر ډول نفي کوي، حتی د ټاکنو له لارې. آمریکې ستونزه له طالبانو سره په چوکاټ کې ده، نه په اشخاصو او ظاهر کې. دغه ناسمه پالیسي دلته د جګړې اور ته تیل پاشل دي.

※ له هند څخه مننه: ټرامپ په ننني خبرو کې یو څه بې وضاحته وویل “مونږ پوره موخې لرو.” دا به څه موخې وي، چې د یو باتور ملت په غرقیدو او یو مضبوط وطن په نړیدو آمریکا تر لاسه کوي.

اوسنی سیاست دومره پیچلی او بدنامه دی، چې په تاریخ کې دا حال په سیاست نه و راغلی، اوس لکه کوچه بازاري حرکاتو پر یو بل اشارې ځي.

ټرامپ په نړۍ کې اوس یو سترې لانجې سره مخ دی، چې یو خوا روسیې بیا ژوندی کیدل، شمالي کوریا لیونتوب، د ایران هوښیاري او د چین غني کیدل.

دلته په سیمه کې ټرامپ ته داسې یو دمګری په کار دی، چې دا دمونه ورسره وي، دلته هندوستان داسې رول ادأ کولی شي.

هندوستان له چین سره په سرحد کې یو ستره کشاله لري، چې په دې وخت کې خبره یې ډیره خړه پړه شوی وه.

هندوستان په تجارت کې له تحریماتو وروسته د ایرن لپاره یو ښي لاس و. د پاکستان سره روسیې نږدې کیدل هم هند دې ته هڅولی، چې روسیې نه ځان په واټن کې وساتي.

داسې یو هیواد لکه هند اوس شرایطو کې آمریکې لپاره جادویي چاینک کیدلی شي.

بل لور ته د پاکستان لږ ملامتول په اصل کې هغه هیواد ته یو امتیاز ورکول و، ځکه د افغانستان په اړه نورو ناستو کې د آمریکې حکومت ډیره نیوکه پر روسیې او ایران حکومتونه باندې وه، چې طالبانو سره مستقیم مرسته کوي؛ خو دلته یې نوم هم وانخیستل شو.

دلته د پاکستان ځواک ته اشاره وه، چې سیمه ایز رول یې دومره ډیر دی. په دغه ځواک آمریکا ملیاردونه پیسې پاکستان ته ورکوي، چې نوم ورته د ټروریزم سره مبارزه ایښی ده. نوموړي وویل چې پاکستان خپله د ټروریزم قرباني دی.

※ د پوځ پیاوړتیا او راکټ ضد سیسټم فعالول: دا خبره د افغانستان په اړه د تګلارې سره هیڅ تړاو نه لري، خو ټرامپ د خپل هیواد لپاره امنیتي تغیر او نړیوال سیالانو ډارولو لپاره د افغانستان له آدرسه دا چغه کوي. چې نړیوالو ته یو غیر مستقیم پیغام ورکړي، مونږ په افغانستان کېتر هر وخت پیاوړې کیږو او ستاسو د کورونو تر دروازې رسیدلي یو.

شمالي کوریا چې هر لیرې واټن وهوونکی راکټ آزمایي، موخه او نښه یې آمریکا باندې قیاس کړي.

پایله:

افغانستان ته د آمریکې راتګ یو تصادف او د یوې پیښې انتقام نه دی؛ بلکې دوې تر پخوا یو اوږد مهاله پلان برابر کړی و. د افغانستان جیو پولیتیک او استراتیژیک موقعیت دا ایجابوي چې د نړۍ هر زبر ځواک هیواد دلته یو منظم پوځي سیسټم ولري.

آمریکې ته د افغانستان هیڅ ارزښت نشته، یوازینې ارزښت چې آمریکا یې پیژني د آمریکا نړیوالې ګټې دي او بس.

آمریکا دلته یو په ذهنیت برابر شوی دولت غواړي، چې د آمریکا ګټې په سمه بڼه عملي شي.

ټرامپ دلته تر خپلو پلانونه عملي کولو لپاره یو نامعلوم وخت لپاره یو نا معلوم شمیر پوځ پاتې کیدل غواړي، چې سیمه ایز توازن په خپله خوښه منظم کړي.

حل لاره:

ټرامپ او په ټوله کې د آمریکې دولت د ځمکنیو حقایقو په نظر کې نیولو سره داسې یو لاره غوره کړي، چې نور د وینې تویدلو هغه اصلي ریښه باید وپیژندل شي.

د آمریکې له راتګه تر اوسه زمین او زمان د هغو په تاوان کې راڅرخي، له پوځ وژل کیدو تر اقتصادي ژوبل کیدو پورې یې ټوله نړۍ یې شاهده ده.

دلته هره لحظه سیمه ایز او نړیوال مخالفتونه د آمریکې پر ضد زیاتیږي، هغه هیوادونه چې اوولس کاله مخکې د آمریکې په څنګ کې ولاړ ول اوس یې مخ ته دریدلي دي.

که آمریکا واقعي د ځان ګټې او زمونږ خیر غواړي، د سولې پروسې لپاره دې په رښتینې ډول کار وکړي.

د خپلو ځواکونو د شمیر او وتلو مهالویش دې وټاکي او دلته د راتلونکې ټاکنو لپاره د نظارت وکړي نه مداخله، چې طالبان هم وایي چې حاضر یو.

دلته دې قومي، مذهبي، لساني او سمتي ډلې نه پیاوړې کوي، چې آمریکا یې په بغداد کې تجربه هم لري.
ــــــ
پای



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    وایی پسه ترلیوکښته اوبه چښلی لیوه ورته وه ویل اوبه مه راخړوه اوس امریکاهغه بیزمیره حکمرانان پرملک مسلط کړی دی چه دخپل ملت انسانان دمچانو حیثیت هم نه ورته لری دامریکایانوترسپوهم ځانونه قربانوی دامریکاوهرامرته په هره بی ضمیرۍ حاضردی – امریکاوایی موږدملک ترامنیته له افغانستانه نه وزو ایاکم هوښیارعقل تردی بیزمیره حکومت لاندی په ملک کی دامنیت امیدلری – ددی معناداده چه موږنه وزو،دغسی روسیه هم پدی نیت نه وه راغلی چه له افغانستانه ووزی زوراودالله نصرت څنګه ذلیله اوپاش پاش که چه ترامریکاهم زوروره وه اوهم زموږسره هم سرحده وه ،اوس به هم امریکا دخپلوافغانی سپوسره ذلیله وزی که دالله رضاوه.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.