نظــر

دا اسلامي نړۍ ده…(1) ظاهر عمار

دا مو خپله اسلامي نړۍ ده…

راځه، چې دردونه يې درسره شريک کړم…

ځکه ته هم د همدې امت يو غړی يې، ښايي، چې ترې خبر شې…

ښه نو راته ووايه، چې له کومه درده يې کیسه درته پيل کړم؟؟؟

ښايې ووايې، چې د هرې برخې يوازې لويې ستونزې يې راته قطار کړه…

ښه ده، له ختيځ نه به يې پيل کړم…

هلته لرې په ختيخ کې فليپين پروت دی، په دې هېواد کې مېشت مسلمانان له يوې ښايسته اوږدې مودې تر حکومتي  يرغلونو لاندې دي، وايي د دوی لوی جرم دا دی، چې مسلمانان دي او په فليپين کې ځان ته خودمختاري غواړي…

ترڅنګ يې د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی اسلامي هېواد اندونيزيا پرته ده، مسلمانان يې وخت ناوخت د متعصبو عيسويانو تر وحشي ظلمونو او پراخ عيسوي دعوت تر ګواښونو لاندې دي…

خوا ته يې ماليزيا پرته ده، الحمدلله د اسلامي نړۍ دې برخې په مادي لحاظ خورا ډېر پرمختګ کړی؛ خو له دې سره سره د دښمنانو د سترګو اغزی دی، مهاتير محمد، چې د دې هېواد پلار يې بولي، اوس په قدرت کې نشته، د ده ځای يې اوس پر يوه غرب پلوي ډک کړی، ګورو، چې څه کېږي؟!

دا چين دی! په چين کې مېشت مسلمانان مو له یاده نه دي ويستي، په سينګيانګ ايالت کې يې لويه برخه مېشته ده، ځينې يې شمالي ترکستان هم بولي. چیني متعصب او وحشي ځناور دوی په کراره نه پرېږدي او وخت ناوخت يې له خپلو کورونو وباسي او په رڼا ورځ يې د عامو خلکو او حکومتي ځوانو ترمخه وژني. ولې؟ ځکه مسلمانان دي کنه!!!

لږ را پورته برما پرته ده، پوهېږې چې له يوې مودې راهيسې دلته له مېشتو مسلمانانو سره څه روان دي؟ بودايان يې په ډله ييزه توګه کلي ور سوځوي او ژوندي يې اور ته ور ګوزاروي. ريښتيا هېره دې نشي، د بشري حقوقو نړيواله پېژندل شوې مشهوره څېره آن سانګ سوچي د همدې هېواد ده، دا ظلمونه ويني؛ خو زړه يې ورته د تيږو کړی او چوپه ده، ځکه دوی ته خپل هېوادنۍ ګټې مهمې دي…

هلته په پراخو مسلمانانو آباد بنګله دېش پروت دی، د برما ګاونډی دی. پوهېږې چې له برما نه را تښتېدونکو مسلمانانو سره سيکولر بنګالي حکومت څه وکړل؟ ويې شړل او په لوی لاس يې بېرته بودايانو د قربانۍ د څارويو په څېر په لاس کې ورکړل. يوازې دا هم نه ده، له خپلو خلکو سره يې همدا ډول ظلم پیل کړی، که چا د اسلام او اسلامي ارزښتونو نوم واخيست، سيکولر ارزښتونو ته د نه احترام په تور جيل ته اچول کېږي او ډول ډول ظلمونه پرې کېږي. له دې پرته عيسوي مبشرينو هم په خورا لويه کچه د دې غريب هېواد د غريبو اوسېدونکو په عيسوي کولو لاس پورې کړی او د دې کار په بدل کې ډوډۍ او اوبه ورکوي!!!

دلته د نړۍ دويمه لويه ډيموکراسي او لوی هندوستان پروت دی، د خاورې د پراخوالي او نفوسو د ډېروالي له امله يې نيمه وچه بولي. د دې هېواد په ګجرات ښار کې متعصبو وحشي هندوانو له مسلمانانو سره څه ونه کړل او څه نه کوي؟ تاريخ يې هېڅکله نه هېروي…

نور بيا…

ظاهر عمار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x