ساړه زړونه – نظام کندهاری

څوک چې مونږ نه پېژني مونږ هم هغه نه پېژنو

د تکبّر پر مست نيلي دا سپاره نه پېژنو

 

دا چې اِکرام د هر مېلمه کوو دستور دی زمونږ

خو چې په زور راشي بيا دا مېلمانه نه پېژنو

 

زمونږ دوستي ده تل تر تله د اسلام لپاره

له دې سپېڅلي پاک مسيره کاږه نه پېژنو

 

چې د مظلوم له فريادونو نه ځان نه خبروي

دا د غفلت په خوب ويده او کاڼه نه پېژنو

 

هم دې ځان ورور بولي او هم دې وي د وينو تږی

په زړه کاږه دا تش په ژبه خواږه نه پېژنو

 

چې نه احساس نه ننګ غيرت نه افغانيت وي پکې

ورک دي شي مونږه داسي زړونه ساړه نه پېژنو

 

نظامه سترګې چې لري او حقیقت نه ګوري

دا په جادو د څو ډالرو ړانده نه پېژنو



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.