د تهجد لپاره د ویښېدلو لارې چارې

ژباړه : عبدالسمیع درانی

 

الف)د غرمې لخوا قیلوله خوب ته پام:

قیلوله دغرمې مهال خوب ته وایي چې قرانکریم هم ورته اشاره کړې ده: [وَحِینَ تَضَعُونَ ثِیَابَکُمْ مِنَ الظَّهِیرَةِ]. ژباړه: نیمه ورځ هغه مهال چې تاسو خپلې جامې وباسئ.

همدا شان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې هم په قیلولې باندې امر شوی دی. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کې فرمایي: “قیلوا فإن الشیاطین لا تقیل”. ژباړه: قیلوله وکړئ، ځکه چې شیطان قیلوله نه کوي.

د قیلولې خوب په اړه خوات بن جبیر رحمه الله فرمایي: “نَوْمُ أَوَّلِ النَّهَارِ خُرْقٌ، وَأَوْسَطُهُ خُلْقٌ، وَآخِرُهُ حُمْقٌ” ژباړه :د ورځې په لومړۍ برخه کې(سهار وختي) ویده کېدل حماقت دی، غرمه مهال( قیلوله) ویده کېدل فطرت دی او د ورځې په پای کې ویده کېدل کم عقلي ده.

مجاهد رحمه الله وایي: حضرت عمر رضی الله عنه ته احوال ورسېد چې دده کوم والي د غرمې مهال خوب( قیلوله) نه کوي؛ په یوه لیک کې یې ورته ولیکل: اما بعد! قیلوله وکړه، ځکه چې شیطان قیلوله نه کوي.

اسحاق بن عبدالله رحمه الله وایي: قیلوله د نېکو کسانو کار دی، چې د زړه لپاره د سکون وسیله او د تهجد لپاره د را ويښېدو مرستندویه ده.
مشهور تابعي حسن بصري رحمه الله د ورځې په مینځ کې( غرمه مهال) په ښار کې د کوم قوم له څنګه تېرېدو چې هغوی په جنجال کې ښکېل او چېغې یې پورته کېدې؛ ده وویل: چې آیا دغه قوم قیلوله نه کوي؟ چا ورته وویل: نه. بصري رحمه الله وویل: داسې انګېرم چې دوی به بده شپه په مخ کې ولري.

ب) د شپې مهال په کم خوب باندې د بدن عادتول:

هغه لارې چارې چې د شپې لخوا له بدن سره مرسته کوي تر څو کم خوب باندې عادت شي؛ د ویدېدلو لپاره مناسب ځای او د خوب په کالیو کې زیاتی نه کول دي. مانا دا چې د خوب کالي باید ډیر نرم او زړه راښکونکې نه وي. ځکه چې داسې جامې د خوب د ډېرښت او د سستي سبب کیږي.
د حضرت عایشې رضی الله عنه په یوه حدیث کې راځي: “کانت وسادة النبی صلی الله علیه وسلم التی ینام علیها باللیل من أدم حشوها لیف”.د محمد صلی الله علیه وسلم بالښت چې د شپې مهال پرې ویدېده، یو پوست وو چې د خرما له پاڼو ډک ؤ.
له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې عمر بن خطاب رضی الله عنه د محمد صلی الله علیه وسلم څنګ ته ورغلی او هغه یې ولید چې په داسې څیز پروت دی؛ چې د کلکوالي له امله یې د هغه نښانې پر مبارک بدن له ورایه ښکارېدې، حضرت عمر ورته وویل: اې د الله نبي! که تر دې کلک څیز نه یو نرم لومڅی د خوب لپاره وټاکئ، څنګه به شي؟ محمد صلی الله علیه وسلم ورته و فرمایل: زه له دنیوي ژوند سره ډیره مینه نلرم؛ زه د هغه مسافر په شان یم چې په یوه توده ورځ کې حرکت کوي، بیا د یوې ګړۍ په اندازه د کومې ونې تر سیوري لاندې دمه کوي، وروسته ځي او هغه پرېږدي.
کله چې د علي بن بکار رحمه الله وینځې د هغه د خوب جامې هوارولې( غوړولې)؛ ده خپلې د خوب جامې په لاس کې نیولې وې او دا یې ویل: په الله قسم چې د خوب جامې مې ښکلې او یخې دي؛ خو په الله لوړه یادوم چې ټوله شپه نه پرې پرېوځم، وروسته به پاڅېد او تر سهاره به یې لمونځ کاوه.
د یاد شویو لارو چارو تر څنګ باید کوښښ وکړو چې ډیر خوب ونه کړو؛ ځکه چې ډیر ویده کیدل د خوب د دروندوالي سبب کیږي چې له درانه خوبه ویښېدل بیا نور هم ستونزمن دي. ابراهیم بن ادهم رحمه الله فرمایي: که شپه په خوب او ورځ په سرګرداني( کاروبار) کې تېره کړئ؛ او تل ګناه او نافرماني هم کوئ، نو څنګه به هغه څوک راضي او له ځانه خوښ کړئ چې ستاسې اعمال څاري؟!



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.