
جان مکين: سي ای اې د پارلمان د غړيو جاسوسي کوي
امريکايي رسنۍ وايي چې، سي ای اې د امريکا د سنا د جرګې د غړيو جاسوسي کوي.
د امريکا د سنا د استخباراتي کميټې مشر ډان فين اسټين ويلي چې، سي ای اې د داخلي پلټنو په موخه دغه کار پیل کړی دی. له دې مخکې يوې امريکايي ورځپاڼې “نيو يارک ټايمز” د مشرانو جرګې د يو غړي له قوله ليکلي و چې، سي ای اې د مشرانو جرګې د غړيو جاسوسي کوي.
سرچينې د سناتور جان مکين له قوله وايي چې، امريکايي استخبارات د دوی شخصي کمپيوترونه او مبايلونه هم څاري. جان مکين ويلي چې، د دې جاسوسي زغمل په داسې يوه لويه ديموکراسۍ کې هيڅکله د زغملو وړ نه ده